اطلاعات روز ورځپاڼې په کابل او کاپیسا ولایتونو کې د برښنايي پېژندپاڼو د کارکوونکو سره مرکې کړې دي، هغوی وايي، د نفوسو شمېرنې او معلوماتو ادارې په لومړیو کې دوی ته ویلي و، تر څو چې د ولسي جرګې له لوري کلنۍ بودیجه نه وي پاس شوی، دوی نشي کولی چې خپلو ټولو کارمندانو ته تنخواوې ورکړي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نور الله ترکي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ډاکترانو ستونزې مني، خو وایي، د نورستان د روغتیاپالانو معاشونه یې د «اهیډ» په نامه موسسې ته سپارلي او هیله مند دي، چې ستونزه به یې ژر حل شي.
د ارګ خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه پرون (یکشنبه، ۴ د کب) ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغانستان د صرافانو سراسري شورا مشر او غړو او دغه راز د افغانستان بانک له مشرتابه سره شوې ده.