ننګرهار کې د کانال ریاست لپاره د طالبانو رییس غلام الرحمن کظیم نن (چهارشنبه، ٢٧ د مرغومي) وویل، دغه سولري سیستم ۱.۲ ميګاواټه برېښنا تولیدوي، چې شل زره جريبه ځمکه به پرې خړوبه شي.
د کانال ریاست لپاره د طالبانو ویاند سید همایون غریبمل وایي، په یادو شنو خونو کې دا مهال بادرنګ، رومیان، مرچ او یو شمېر نوره ترکاري حاصل ته رسېدلې او د ټولولو لړۍ يې روانه ده.
د ننګرهار د کانال ریاست د معلوماتو له مخې تیرکال د زیتونو له څلورګونو فارمونو څخه ۹۰۰ ټنه زیتون راټول شوي و، چې سږکال یې د حاصلاتو اټکلي اندازه لا معلومه نه ده.
ښاغلی غریبمل هیله من دی، چې دې سره به د خرما حاصلات زیات او ورسره به هیواد ته د خرما د وارداتو مخه هم ونیول شي. غریبمل زیاته کړه: «په نوي کال کې د کانال په ۱۸۰ جریبه ځمکه د خرما نوې باغونه جوړ کړو، چې دې سره به د خرما حاصلات هم زیات شي.»
غریبمل زیاتوي، د یادو ګودامونو هر جریب ځمکه د خوړو نړۍوال سازمان ته د کال په یو نیم مېلیون افغانۍ اجاره ورکړل شوې، چې د ختیځ زون لپاره به پکې غنم، جوار، اوړه او نور خوراکي توکي ساتل کېږي.
نوموړی وایي، د کانال اړوند د خرما بڼ چې په څلویښت جریبه ځمکه جوړ شوی تیر کال یې حاصل ۱۸ ټنه راټول شوی و، خو سږکال یې حاصلات دوه ویشت ټنه اټکل شوي.
نوموړی وایي، چې تیر کال یې د کانال اړوند د فارم هډې خرما بڼ څخه ۱۳ ټنه حاصلات راټول کړي وو، خو سږکال تمه لري چې حاصلات به یې دتیر په پرتله زیات وي او شل ټنه حاصل به راټول کړي.
ښاغلی غریبمل وایي، د ننګرهار کانال په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې يو مهال د زيتونو بوټو شتون درلود اوسمهال يواځې ۱۷۲۰هکتاره ځمکه کې له ونو څخه زيتون ترلاسه کيږي.