د خان محمود په نوم کروندګر وایي، چې سږکال يې پخپله ځمکه د کوکنارو پر ځای ګازرې کرلي خو په خبره يې چې د ټيټې بیې له کبله د کوکنارو بديل نه شي کېدلای.
تر هلمند وروسته ارزګان د تاریاکو ستر تولیدونکی ولایت ګڼل کیده، چې د طالبانو د بندیز وړاندې د کروندګرو روزګار د کوکنارو په کښت جوړ او ورځ یې چلیده، خو اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ارزګان کې یو تن کروندګر وايي، چې سږکال يې د کوکنارو پرځای غنم او نور کرنیز توکي کرلي، خو په خبره یې چې هېله نه لري چې یاد کښتونه دې د دوی د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
هلمند ميشتي کروندګر وايي، که څه هم دوی په خپلو ځمکو په پراخه کچه پنبه کښت کړې، خو په وينا يې چې هيڅ بازار نه لري او دا هېله یې هم له لاسه ورکړې چې سږکال به یې راټول کړی حاصل شوی لګښت پوره کړي.
د دې دولتي تصدۍ عملیاتي مرستیال انجنیر محمد حسین نیازی وايي چي د تېر کال له تولیداتو ۲۲ میلیونه افغانۍ خالصه ګټه ترلاسه شوې چي پرته له کڼجاړې نور ټول تولیدات پلورل شوي دي.
د کرنې برخې پوهان وایي، د میوجاتو او سبزیجاتو لپاره د سړو خونو او پروسېس خونو جوړیدنه د کروندګرو لپاره یو اړتیا ده او د یادو توکو ساتنه د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري.
ارزګان ولایت کې د طالبانو دکرنې رياست مسوولين وايي، چې د نورو کلونو په پرتله دغلته د انځرو باغونه مخ په زیاتیدو دي، چې ورسره سږکال د انځرو په حاصلاتو ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د آسمار ولسوالۍ کروند ګر وايي، د اوبو د نشتوالي له امله یې کروندو کې کرل شوي فصلونه وچ شوي، چې دې چارې له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.
د کرنې د برخې يو تن کارپوه انجينر محمد شريف وايي، هغه کروندګر چې سږکال يې پر خپلو ځمکو پیاز کرلي او سړې خونې نه لري کولای شي چې پیاز په داسې ځايونو کې وساتي چې د لمر وړانکې ورته ونه رسیږي.
کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالی سمون وایي، چې تېر کال د دې ولایت په شپږو ولسواليو کې پر ۱۲سوه هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، خو په خبره یې چې سږکال یې په کښت او حاصلاتو کې نږدې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.