يوه سرچينه وايي، د سپین بولدک او چمن ترمنځ د لارې د خلاصولو په هدف له تيرې پنجشنبې ورځې راهیسې شپږ ځل مذاکرات بې پایلې شوي دي.
والي وویل، سر له پنجشنبې په ټول کندهار کې په بهرنۍ کرنسۍ راکړه ورکړه په بشپړه توګه بنده ده.
په همدې مهال د انګورو باغ لرونکي وايي، د تير کال وچکالۍ او همداراز د انګور د مارکيټ نشت دوی ته سخت زيان اړولی دی.
ملا نقیب الله اخوند د جمعیت اسلامي ګوند له پخوانیو جهادي قومندانانو څخه و او قبر یې په ارغنداب ولسوالۍ کې دی.
د ميوند ولسوالۍ له پاره د طالبانو د ولسوال مرستیال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې ولسوالۍ د «شاهي کارېز» په سيمه کې ناپیژانده وسله والو دیوې کورنۍ درې تنه وژلي دي.
په کندهار ولایت کې د طالبانو د والي وياند مولوي محمود عزام اطلاعات روز ته وويل، چې تراوسه د دوی د خوا پر کافي شاپونو کوم بندیز نه دی لګېدلی خو په کاپي شاپونو کې يې د قيلون څکول بند کړي.
اطلاعات روز: د کندهار په سپين بولدک او د فارياب په بلچراغ او دولت اباد ولسواليو کې د درو بېلابېلو...
د هغه په خبره، د دغې سرګلولې په چاودنه کې یو اولس کلن ځوان مړ شوی او ترڅنګ یې یو دولس کلن ماشوم ټپي دی چې د ښې درملنې په موخه میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوی.
دوی وایي، په دې وروستیو څو میاشتو کې په کندهار کې د بې روزګارۍ کچه ډېره لوړه شوې او اکثره کورنۍ د خوړلو لپاره هم څه نه لري.
احمد شاه وويل، کوښښ کوي چي د مارانو او لړمانو د زهرو د توليد او پروسس يوه سيستم رامنځته کړي، ځکه په خبره يې اوس مهال په نړيوال بازار کي د لړم د يوه ګرام زهرو بيه ۳ زره ډالر او د مار د يو ګرام زهرو بیه ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ته رسیږي.