د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړې چې تورن کس د امنیتي کسانو لخوا نیول شوی او اوس مهال په امنیې قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی او له دې وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند عبدالبصير زابلی وایي، چې یاده پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ٢٨ د کب)د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
یوې سرچینې وویل، چې یاد ځوان محمد داوود نومیده او تېره شپه (جمعه، ۱۸ د کب) ۱۰:۰۰ بجې یې د پرچمن ولسوالۍ اړوند «تخت پرچمن» سیمه کې ځان ځړولی دی.
اطلاعات روز: په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې يو کس...
په دې راپور کې د وژنو انګيزه د سرچينو له څرګندونو او معلوماتو سره سمه ارزول شوې. د سرچينو په وينا، د ډیری وژنو انګيزه معلومه نه وه او مرموزه بلل شوې ده. همدا راز د ځينو وژنو لامل دښمني، کورنی تاوتريخوالی، د ځمکې پر سر شخړه، وسلهوالې غلاوې او نښتې بلل شوي.
په پکتيکا ولايت کې سيمهييزې سرچينې وايي چې د دې ولايت په مرکز ښرنه کې يو کس د روژه ماتي پر مهال خپله مېرمن وژلې ده.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی هم یاده پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې د پېښې په تور یې یو کس نیولی چې د پلټنو په موخه امنیې قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی.
په کورني حريم او څلور دېوالۍ کې د ښځو بنديوان کول او له اساسي بشري حقونو يې محرومول د هغې د پت او ناموس ساتنه نه ده، بلکې په دې سره هغه نوره هم متضرره کېږي او له هغې د ناوړه ګټې اخيستنې شونتيا زياتېږي.
د دې قومندانۍ وياند مبين صافي د بريدګر نوم عبدالستار یاد کړی او ویلي یې دي، چې نوموړي تېره شپه (يکشنبه، ۲۳ د تلې) شاوخوا ۰:۹۰۰ بجې د خپل خسر د کورنۍ غړو سره تر لفظي شخړې وروسته پر هغوی ډزې کړې دي.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په «بېزاکمالاتي» سیمه کې را منځته شوې ده.