شهید اساس ولسوالۍ کې يوه ځایي سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته يې وويل، چې دغه کس خپله میرمن تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) مازديګر۳:۰۰ بجې وژلې ده.
سرچینه زیاتوي، یاده میرمن د خپل خاوند د ورور (لیور) له لوري د چړې په ګوزارونو وژل شوې چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی یادوي.
تېره ورځ د مرکز ګردېز دریمې امنیتي حوزې اړوند «ملا قدرت» سیمه کې د کورنۍ شخړې پر مهال له یوې مېرمنې سر پرې شوی دی.
يوې سرچينې وويل، چې يوې ۱۸ کلنې نجلۍ په توپنچې ځان ويشتی او وژلی دی. سرچينې د دې نجلۍ د ځان وژنې لامل کورنی تاوتريخوالی بللی دی.
د دې قومندانۍ وياند مبين صافي د بريدګر نوم عبدالستار یاد کړی او ویلي یې دي، چې نوموړي تېره شپه (يکشنبه، ۲۳ د تلې) شاوخوا ۰:۹۰۰ بجې د خپل خسر د کورنۍ غړو سره تر لفظي شخړې وروسته پر هغوی ډزې کړې دي.
په ورته وخت کې یوه سرچینه بیا وايي، چې ۳۳ کلن احمدالله ځکه ځان وژنه کړې چې پلار یې بې وزله و او ده ته يې د کوژدې کولو توان نه درلود.
په پکتيکا ولايت کې سيمهييزې سرچينې وايي چې د دې ولايت په مرکز ښرنه کې يو کس د روژه ماتي پر مهال خپله مېرمن وژلې ده.
د پکتیا لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، وژل شوی کس شیرغنک نومیږي چې له خپل پلار سره یې له شخړې وروسته د هغه له خوا د چاقو په ګزار ټپي شوی او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې.
په دې راپور کې د وژنو انګيزه د سرچينو له څرګندونو او معلوماتو سره سمه ارزول شوې. د سرچينو په وينا، د ډیری وژنو انګيزه معلومه نه وه او مرموزه بلل شوې ده. همدا راز د ځينو وژنو لامل دښمني، کورنی تاوتريخوالی، د ځمکې پر سر شخړه، وسلهوالې غلاوې او نښتې بلل شوي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د جلال اباد ښار د درېيمې حوزې اړوند «عربانو ګولاي» سيمه کې يو کس خپله مېرمن د نامعلومو دلایلو پر اساس وژلې ده.