هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس عبدالباري راشد هلمندي وايي، د روزخان په نوم دغه کس خپله ميرمن د ساتول په کذارونو وژلې او وروسته د خپلو دوه ماشومانو سره له سيمي څخه تښتېدلي و.
باختر دولتي خبري آژانس سمنګانو ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د مسوولينو له خولې خبر ورکوي چې دغه سړي خپله ميرمن په چړو وژلې او دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي.
نيمروز ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر مولوي محمد مهاجر په وينا، دغه سړي تېره ورځ (يکشنبه، ۲۲ د غبرګولۍ) د نيمروز په مرکز زرنج کې د خپلې مېرمنې، ماشومانو او خسر په ګډون د کورنۍ نهه تنه وژلي دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د جلال اباد ښار د درېيمې حوزې اړوند «عربانو ګولاي» سيمه کې يو کس خپله مېرمن د نامعلومو دلایلو پر اساس وژلې ده.
د پکتیا لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، وژل شوی کس شیرغنک نومیږي چې له خپل پلار سره یې له شخړې وروسته د هغه له خوا د چاقو په ګزار ټپي شوی او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې.
تیره ورځ ناوخته د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند «نیشیګرام» کلي کې د محمد یعقوب په نامه یو شل کلن ځوان د دوو نورو ملګرو په مرسته خپل پلار د تبر په ګوزارونو وژلی دی.
د شاوليکوټ امنيه قوماندان وايي، زین الله د عبدالغفار زوی چې څه موده وړاندې یې له ارزګان ولايت څخه دې ولسوالۍ ته کډه کړې خپله کوژدنه په لرګي او پیچکش وهلې چې وروسته یې میرویس حوزوي روغتون کې ساه ورکړې.
هلمند کې د طالبانو د ګرمسېر ولسوالۍ ولسوال مولوي ثاني وایي، چې د دې ولسوالۍ په «تاج محمد» کلي کې د الله محمد په نوم کس د خپلې ښځې او درې میاشتني زوی څخه د چړې په واسطه سرونه غوڅ کړي دي.
کندهار کې د طالبانو ځايي امنيتي چارواکي هم دا پېښه تائیدوي او وايي، چې په یاده پیښه کې د محمد سلیم په نوم کس وژل شوی او دوې ښځې او یو بل نارینه ټپیان شوي دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالصبور زابلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، پېښه د جلال اباد ښار د اتمې حوزې اړوند «دامان» سيمه کې رامنځته شوې چې يوې مېرمنې د خپل کشري لېور په همکارۍ خپل خاوند وژلی دی.