افغانستان کې نارينه سالاري د کورنيو د اولادونو د زياتېدو يو بل لامل دی. ډېری کورنۍ د نارينه اولاد درلودلو لپاره د اولاد راوړلو اقدام کوي. ځينې يې د نارينه اولاد راوړلو لپاره څو ښځې کوي.
يوې سرچينې وویل، چې د کورنۍ څښتن عبدالمطلب له يوه زوی سره په دې پېښه کې ژغورل شوي دي، خو درې نجونې او دوه هلکان چې د ده لمسيان و، مړه شوي دي.
په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د وياند محمد اصف وزيري په وينا چې دا ډلييزه وژنه تېره شپه (جمعه، ۱۴ د سلواغې) د چمتال ولسوالۍ په «جرقلعه» کلي کې شوې ده.
سرچينې زياتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبين خلکو ته وايي، چې د نوروز لمانځل حرام دي او په دې ورځ ميله کول ګناه لري. دوی همدا راز وايي چې خلک کولای شي په نورو ورځو کې تفريح ته ولاړ شي.
اوچا وايي، چې د روان ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې تر ۲۸ ميليونه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري.
د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزی وایي، چې په یاده سیمه کې په یو کور کې مرمۍ لګیدلې چې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه ټپیان یې مهترلام ولایتي روغتون ته راوړي.