د مرکز په هدایت دلته په ګردېز ښار کې د کور په کور تصفیوي عملیاتو پیل وکړ. په دې عملیاتو کې له مونږ سره قومي مخور، دیني عالمان او ښځینه پولیسې هم ګډون کوي او د هغوئ په همغږۍ د تلاشي لپاره کورونو ته ورځو
هغه کسان چې د کورنۍ غړي يې د طالبانو په ډزو وژل شوي د عدالت غوښتنه کوي او د طالبانو له مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې هغه کسان دې محکمه کړي چې د دوی د کورنۍ غړې يې وژلې دي.
د پیل شویو عملیاتو پرمهال نه یوازې وسلې نیول شوي بلکې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو هم وژغورل شو او همدارنګه هغه کسان چې دولتي وسلې ورسره وي غوښتنه کوو، چې مخکې له پلټنې یې امنیتي ارګانونو ته یې تسلیم کړي
په یادو عملیاتو کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد، (۵۴۵) ميله درنې او سپکې وسلې (۱۱) عرادې وسايط ، ګڼ شمېر مهمات او نظامي تجهيزات نیول شوې دي.