هلمند کې کروندګر وایي، طالبانو یې د کوکنارو کښتونه په زور سره مات کړي، خو په خبره یې ترڅو پورې چې بدیل کښت ورته نه وي پيدا شوی تسلیم به نه شي او په پټه او ښکاره به د تاریاکو کرلو ته دوام ورکړي.
د هیواد په سویل کې کندهار، هلمند، ارزګان او زابل يو له هغه ولايتونو دي چې له تېرو دوو لسيزو يې پر زراعتي ځمکو کوکنار کرل کېږي، خو اوس پر دغه بوټي د طالبانو له بندیز سره کندهار کې یو شمیر کروندګرو د زعفرانو کښت ته مخه کړې.
د کندهار د زراعت مالدارۍ او اوبو لګولو رياست لپاره د طالبانو د زراعتي چارو امر ایمل حکيمي وايي، اوس مهال په دې ولايت کې اته موسېسې فعاليت کوي ترڅو کروندګرو ته د کوکنارو بديل کښتونه ومومي او په همدې برخه کې د بزګرانو ملاتړ وکړي.
سږکال کندهار کې زياتو کروندګرو د کوکنارو پرځای غنم، ګازرې او سبزيجات کرلي خو په ورته وخت کې بزګران د امکاناتو نشتون له کبله د حاصلاتو د کمېدو خبره کوي.
په خوست ولایت کې ځینې بزګران د نشه يي بوټو کرکیله د دوی مهمه اړتیا بولي او وايي، د کرنې ریاست د نه پاملرنې له امله مجبور دي چې له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.
تر هلمند وروسته ارزګان د تاریاکو ستر تولیدونکی ولایت ګڼل کیده، چې د طالبانو د بندیز وړاندې د کروندګرو روزګار د کوکنارو په کښت جوړ او ورځ یې چلیده، خو اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په دره نور ولسوالۍ کې لسګونه کروندګرو په سلګونه جریبه ځمکه د ګلاب ګلانو کرکیله کړې، چې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو ښه بدیل یې بولي.
د خان محمود په نوم کروندګر وایي، چې سږکال يې پخپله ځمکه د کوکنارو پر ځای ګازرې کرلي خو په خبره يې چې د ټيټې بیې له کبله د کوکنارو بديل نه شي کېدلای.
د چپرهار ولسوالۍ یو بزګر محمد سلیم وايي، د طالبانو حکومت د کاري زمینې برابرولو او دغه راز بزګرانو ته د کوکنارو بدیل برابرلو په برخه کې پاتې راغلی دی.
عبدالخالق مطيع وويل:« د دې سروې اصلي هدف د کوکنارو د کرلو لاملونه پيداکول، د کوکنارو د کښت بديل په اړه ستونزې په ګوته کول او حقيقي ارقام راټولول دي.»