یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه پېښه نن (شنبه، ۶ د لړم) له غرمې وړاندې د سره رود ولسوالۍ اړوند «دورخي کیمپ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
بل لور ته یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پېښې له ځایه د ننګرهار حوزوي روغتون ته د یو ماشوم په ګډون څلور ټپیان ور وړل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند عبدالبصير زابلی وایي، چې دا پېښه تېره ورځ (سېشنبه، ١٥ د کب) ناوخته د جلال اباد ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د نارنج باغ په سيمه کې رامنځته شوې.
په لوګر کې که څه هم د طالبانو امنیتي مسوولینو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د دغې ډلې ځینو امنیتي کسانو یوازې د څلورو کسان د ټپي کېدو پخلی کړی، خو د کوم کس د مرګ په اړه یې څه نه دي ویلي.