دوی په دې اړه د خبري کنفرانس پر مهال وويل چې د دې ادارې په داخلي چارو او قرادادونو کې پراخ فساد شوی او همدارنګه ګردېز ښار او تېرې ښارګوټي کې غيرقانوني رغنيزې چارې تر سره شوې دي.
د نوموړي په وینا په ښار کې یې د عوایدو هغه سرچینې هم بیرته فعاله کړې، چې په تېر نظام کې به یې له هټۍ والو د فساد او اړیکو له امله نشوی کولی، چې د ښاروالۍ اړونده عواید یې تر لاسه کړي وای.
د ګردېز ښار د دويمې ناحيې اړوند يو تن د ګذر وکيل حاجي فضل ځاځی وايي، چې د ښاروالي د ناوړه حالت په اړه يې ټول معلومات له ولايتي ادارې او ځينو مرکزي چارواکو سره شريک کړي، خو په خبره يې له مرکزي ادارو يې په اړه هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.