د دې ګمارنو په لړ کې تورن جنرال دادان لونګ د ۲۰۳ تندر قول اردو د قومندان، جنرال ګل نبي د پکتیا د والي، تورن جنرال عبدالقیوم باقي زوی د امنیه قومندان او نجیب الله توتاخېل بیا د ملي امنیت د ریس په توګه معرفي او نن ورځ یې (دوشنبه، ۱۴ د چنګاښ) رسما خپلې دندې پیل کړې.