نورستان کې ځايي خلک خوښ دي، چې د مرستندویه ادراو پرمټ په دغه ولایت کې د له منځه تللیو ځنګلونو او څړ ځایونو د بیا رغونې چارې روانې دي، چې له درکه یې دوی ته کاري زمینې هم برابرې شوي.
په خوست او پکتيا ولايتونو کې د لرګيو سوداګر وايي، د هوا په سړېدو په پکتيا سربېره لوګر او کابل کې د لرګيو اړتيا زياته شوې او په خبره يې چې په ورکړل شوې موده کې له اړتيا سره سم کافي اندازه انتقال نه دی شوی.
کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین بیا وایي، د دغه ولایت د پېج درې ولسوالۍ په «کوړنګل او سوندرۍ» درو کې لګېدلی اور لا هم نه دی مړی شوی او درېیمې ورځې ته غځېدلی دی.
شکين، زيړوک، وړممۍ، برمل او ځينې نورې د پکتيکا هغه ولسوالۍ بلل کيږي، چې غرونه يې په پریمانه ډول طبیعي ونې لري او د سيمې ځايي خلک يې له جلغوزيو ونو په کلني ډول د پام وړ عوايد لاسته راوړي.
نورستان کې د طالبانو چاپیریال ساتنې رییس سرتاج الدین ساپی هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې یاده یږه په غربي نورستان کې د خلکو له لوري هغه مهال نیول شوې، چې سیند ته د اوبو څښلو په موخه راښکته شوې وه او بیرته ځایي خلکو خوشې کړې ده.
په خوست ولايت کې په تېرو څو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله په غرونو کې د چارمغزو سربېره د جلغوزيو او نورو ځنګلونو اړوند ونې وهل شوي دي.
اطلاعات روز: په نورستان کې د طالبانو مسوولین وایي چې د دې ولایت د کامدېش ولسوالۍ په یوه ځنګله کې...
ځایي خلک اندېښنه لري او وایي، که یاد اور مهار نشي ښایي په لنډ وخت کې د کونړ نورو ولسوالیو او حتی د نورستان ولایت ځنګلونو ته هم ورسیږي، چې بیا به یې کنټرول له وسې پورته خبره وي.
د نازیانو ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، اوس او هم یې د تېرو کلونو پر مهال د سیمي ډېر ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل شوي چې نه یوازې طبیعت یې بدرنګه کړی بلکې د سیمي په موسم یې هم ناوړه اغیزې کړې دي.
ځايي خلک وايي، پخوا د ګاونډیو استخباراتو په اشاره په منډیر غرونو کې د جلغوزیو او نورو طبعي ونو له وهل کېدو وروسته به پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېدې.