د ټوپک قانون


د ځمکې غصب، په زور اخيستنه او جبري کډوالي

د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې چې کابل د طالبانو په لاس سقوط شو، خدارحم د غزني ولايت د ناور ولسوالۍ په يوه لېري پراته کلي کې په خپل پټي کې په کار اخته و. د اوړي موسم د کليوالو لپاره د عايد او له کښتونو څخه د اړتيا وړ غذا د برابرولو له کبله يو کاري موسم دی. په همدې وخت کې د کوچيانو کاروان هم را رسېږي. خدارحم ته ور يادېږي چې يوه ورځ يوه کوچي چې د ده کلي ته نږدې يې خېمه وهلې وه، يو زوړ دستمال راوړ او له هغه څخه يې مات شوي غاښونه راوايستل او ادعا يې وکړه چې دا غاښونه خدارحم ۱۸ کاله وړاندې مات کړي دي. خدارحم د ۱۳۸۲ کال پر مهال ۱۵ کلن ځوان و؛ نه هم د ده او نه هم يې د کليوالو په ياد و چې نوموړي دې په دې وخت کې له کوچي سره نښته کړې وي. کوم سړي چې په زوړ دستمال کې غاښونه پېچلي و، کله به يې ويل چې د دې غاښونو خاوند د زيات سپين‌ږيریتوب له وجې نشي کولای ناور ته راشي او کله به يې هم ويل چې هغه مړ شوی دی. کوچي سړي خدارحم ته ګواښ وکړ چې که له ده سره مقاومت وکړي نو دی به ټوپک کارولو ته اړ شي. ده د غاښونو د ماتېدو ۵۲ زره پاکستانۍ کالدارې ديت غوښت. خدارحم د دې روپیو د برابرولو لپاره خپلو خپلوانو او قوم ته مراجعه وکړه، د ده په وينا چې له خپلوانو په قرض اخيستلو يې دا پيسې برابرې او وسله وال کوچي ته یې ورکړې.

له دې سره-سه، د خدارحم په کلي ې د کوچيانو او ځایي اوسیدونکو (کليوال) تر منځ دوې نورې دعوې هم روانې وې. کوچيانو ادعا کوله چې پخوا د دوی يو کس وژل شوی دی چې پور يې بايد د کلي خلک پرې کړي. دوی يو ميليون او ۲۵۰ زره افغانۍ غوښتې. دويمه دعوه هم د رمې د ورکېدو او د يوه شپون کوچي د ژوبلېدو وه او دعوه کوونکي د کلي له خلکو ۱۰۰ زره کالدارې غوښتې. په را روان کال کې خدارحم په پټي کې له کار کولو لاس واخيست او مزدورۍ ته يې مخه کړه، تر څو ورته رسېدلي تاوانونه پرې کړي.

د افغانستان د بېلابېلو سيمو له مېشتو خلکو سره د کچيانو شخړې نوې پديد نه ده. کوچيان په ځينو موسمونو کې پر ځمکو، څړځايونو او کښتونو خپل جنجالي تګ پېلوي. په خپله د کوچيانو فکر دادی چې دوی حق لري د اوښانو او وزو او پسونو له يوې لويي رمې سره له هره ځايه چې دوی وغواړي تېر شي او کولای شي چې د افغانستان په هره سيمه کې خېمه ووهي او د خپل موسمي ژوند يوه برخه په هغه سيمه کې تېره کړي. «ځايي» خلک چې د کوچيانو د راتګ په موسم کې مالي او رواني تاوان ويني، د داسې ژوند کولو په اړه مناسب نظر نه لري. د نظرونو دې توپير د کوچيانو او ځايي مېشتو خلکو تر منځ وخت پر وخت شخړې را ولاړې کړې دي.

په وروستيو دوو کلونو کې دې شخړو ته يو نوی اړخ ور زيات شوی او هغه واک ته د طالبانو رسېدلدي. د طالبانو له لوري د کوچيانو پراخ ملاتړ د دې سبب شوی دی چې کوم څه د جمهوريت پر مهال «دوه اړخيزه دعوا» ګڼل کېدله، د شخړې له حالت څخه راوځي او پر (ځايي خلکو) د يوه اړخ (کوچيانو) د ارادې او غوښتنې په تحميلولو بدل شي. نور مذاکره نشته؛ کوچيان خپلې غوښتنې د شکاياتو او دعوو په بڼه طالبانو ته وړي او طالبان دا شکايات او ادعاوې تاييدوي او – د هيواد په بېلابېلو سيمو کې – له ځايي خلکو غواړي چې د کوچيانو غوښتنې پوره کړي. د اطلاعات روز موندنې ښيي چې له کمو مواردو پرته، ټولې دعوې د کوچيانو په ګټه فيصله شوې دي. ډېری وختونه د دې ادعاوو د سموالي او ناسموالي په اړه څېړنه نه کېږي او د ځايي خلکو اسنادو ته پام نه کېږي او طالبان يوازې د کوچيانو خبرو او غوښتنو ته غوږ نیسي. په دې توګه ځايي خلک اړ کېږي چې ديت او تاوان ورکړي، د وينې بيه پرې کړي، له خپلې ځمکې کډه بار کړي، خپله شتمني پرېږدي او يا يې هم په کم څه وپلوري، زنداني شي او اطاعت وکړي. معمولا په دې ادعاوو کې دعوې هيڅ ډول حقوقي سند نه لري او د طالبانو قاضيان هم له تحقيق او د اسنادو له کتنې پرته چټک قضاوت کوي. د کلاشینکوف قانون او د زور اقتصاد چې کوچيانو ته څومره د ژوند امکانات برابروي، همدا راز د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ځايي خلکو لپاره د ژوند تر ټولو سختې دورې هم دي.

د اطلاعات روز له موندنو سره سم، د تېرو دوو کلونو پر مهال پر خلکو د کوچيانو د زور فشار په بې مخينې توګه يات شوی دی. په دې وت کې کوچيانو د ديت په اتو پېښو کې له کليوالو د طالبانو په پریکړې سره ټولې ۱۵ ميليونه او ۷۵۰ زره افغانۍ او ۲۱ ميليونه او ۵۰۰ زره کالدارې اخيستې دي. د ديت په پنځو پېښو کې يې ټولې يو ميليون او ۱۶۶ زره کالدارې او شاوخوا دوه نيم ميليونه افغانۍ، د تاوان په اوو پېښو کې ټولې ۸۰۹ زره کالدارې او ۲۷ زره افغانۍ له کليوالو اخيستې دي. طالبانو د دوو ميليونو او ۵۰۰ زره افغانيو د ديت او د ۴۰ ميليونو او ۲۰۰ زره افغانيو تاوان په اړه د کوچيانو دعوه نهايي کړې ده، خو کليوال نه دي توانېدلي چې وريې کړي. له دې سره – سره، کرنيزې او د استفادې وړ ځمکې او حتا ځينې وختونه د خلکو کلي او کورونه کوچيانو د طالبانو په ملاتړ نيولي او په سلګونو کورنۍ يې شړلې دي. په دې راپور کې مو له کليوالو (ځايي اوسیدونکي) سره د کوچيانو د شخړې بېلابېل اړخونه راخيستي دي. په لومړي سر کې کوچيان د افغانستان له رسمي اسنادو سره سم معرفي شوي او وروسته يې د «مبهمو جنايي قضيو، د ملکيت د دعوو او سيمه‌ييزو اوسېدونکو د جبري کډوالۍ، کښتونو د ويجاړۍ» په موضوعاتو کې د شخړو راپور ورکړل شوی. په نورو برخو کې د دې شخړې مخينې او سرچينې او راتلونکي لرليد ته هم پاملرنه شوې ده.

د کوچيانو له لوري په زور د پيسو اخيستل

د دعوې ډول

خون‌بها

دیت

تاوان

د دعوو شمېر

۱۰

۶

۱۱

د دعوو ټولې پيسې

۱۵ ميليونه او ۷۵۰ زره افغانۍ او ۲۱ ميليونه او ۵۰۰ زره کالدارې او يو ميل کلاشینکوف.

يو ميليون او ۱۶۶ زره افغانۍ او درې ميليونه او ۸۰۰ زره کالدارې.

۴۰ ميليونه او ۲۲۷ زره افغانۍ او ۸۰۹ زره کالدارې. پر دریو دعوو لا هم بيه نه ده ايښودل شوې.

د دعوې وضعيت

د ديت له ۱۰ دعوو څخه يوه بښل شوې ده

پنځه مورده نهايي شوي او کوچيانو ته پکې پیسې ورکړل شوې دي. يوه دعوه لا هم روانه ده.

شپږ پېښې وروستۍ شوي او پنځه نورې لا هم روانې دي.

په دعوو کې د طالبانو رول

ډیری پریکړې د طالبانو له لوري صادرې شوي او وروسته تاييد شوې دي.

د پنځو پېښو په اړه طالبانو پرېکړه کړې او په يوه پېښه کې کوچي په خپله پيسې اخيستې دي.

د طالبانو له لوري نهه پېښې فيصله شوې او اکثريت تطبيق شوې دي.

کوچيان څوک دي؟

د طالبانو تر واک لاندې د احصاییې ادارې د ۱۳۵۸ کال د سر شميرنې پر اساس د کوچيانو نفوس ۱.۵ ميليونه ګڼلی دی. له هغه وخته تر اوسه د عمومي سر شميرنې د نشتون له کبله همدا شمېره ثابته ګڼل شوې ده ،چې د افغانستان د ټول نفوس ۳.۴ سلنه برخه جوړوي. په تېر حکومت کې د کوچيانو د چارو د انسجام رياست د هغوی شمېر څلور ميليونه اعلان کړی وو. کوچي، نيمه کوچي او ځای پر ځای شوي (ځايي) کوچيان په دې شمېره کې شامل و. د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې د ۱۳۹۸ پر مهال په يوه راپور کې ویلي، چې «واقعي کوچيتوب په اصولي توګه ختم» شوی دی. کوچيان د افغانستان په ښاري او کليوالي سيمو کې ځانګړي امتيازات او حقونه لري. له دې سره – سره، ۸۹ سلنه کوچيان د روغتيا، زده کړو او تحصيل، د ژوند د وضعيت، کار (عايد، توليد او امنيت) په څېر برخو کې فقير دي.

په تېر حکومت کې د نفوسو د احوالو د ثبتولو قانون کوچيان «د هيواد د اتباعو» او «د ثابت مکان نه درلودونکو» په توګه تعريف کړي. تر دې وړاندې د ۱۳۵۷ کال پر مهال، د افغانستان ډيموکراټيک جمهوري دولت کوچيان «د غير منقول ملکيت» نه لرونکي بللي وو. عبدالرحمان خان کوچيان د افغانستان د دولت او ملت لپاره بې ګټي ګڼلي وو. په افغانستان کې دا ډله عموما مالداره وي او د پرلپسې موسمي بدلونونو پر اساس کډې کوي. په تېر حکومت کې د کوچيانو د چارو د انسجام رياست په وينا، کوچيان د افغانستان له سرحداتو دباندې او دننه د پاکستان د قبايلي سيمو په ګډون تګ – راتګ کوي. د افغانستان ډيموکراټيک جمهوري دولت د ۱۳۶۵ کال پر مهال اعلان وکړ چې کوچيان له افغانستانه دباندې د سويلي، سويل ختيځو او ختيځو سرحدونو له لارې پاکستان ته ځي. دا کوچيان تر ډېره حده پښتانه او بلوڅ دي چې له خپلې ټولنيزې جغرافيې دباندې ګرځي – راګرځي. يوه بله ډله کوچيانو ته ورته او يا هم نيمه کوچيان دي چې د خپلې ټولنې له جغرافيوي محدودې دباندې تګ – راتګ نه کوي. دوی کرنيز فعاليت کوي، خو د اقتصاد ډېره زياته برخه يې د مالدارۍ له لارې تمويلېږي. قرغيز، عرب، ايماق، ترکمن، قزلباش او نور کوچيان په دې ډله کې شاملېږي. ګوجر کوچيان هم ګرځي – راګرځي چې اقتصاد يې سوداګري ده. اصلي شخړه د پښتنو کوچيانو او کليوالو تر منځ ده چې په دې راپور کې هم «کوچي» همدې ټولنيزې – قومي ډلې ته اشاره کوي.

د عبدالرحمان او امير حبيب الله د دربار رسمي تاريخ ليکونکي فيض محمد کاتب هزاره، پښتانه کوچيان په بارکزي، اڅکزي، الکوزي، نورزي، اسحاقزي، مهمند، پني، لوحاني، مې‌خېل، نيازي، دوتاڼي، سليمان خيل، ترکي، ناصر او خروټو قومونو پسې تړلي ګڼلې دي. همدا راز تره‌خېل، موساخېل، عيساخېل، عبدالرحيمزي، افضل خېل، ستانکزي، خيروخېل، کاکړ، تايمني او سيني هم کوچيان لري.

جنايي قضيې

د خدارحم د پېښې په څېر، په وروستيو دوو کلونو کې کوچيانو په لسګونو قضيې د طالبانو امنيتي – قضايي مراجعو ته وړې دي چې په دې قضيو کې يې د تېرو کلونو پر مهال «د ځايي خلکو له لوري د کوچيانو د وژنې، ټپي کولو او وهلو» ادعاوې مطرح کړې دي. په دې لړ کې د ځينو داسې پېښو ادعا هم شوې چې ۴۰ – ۵۰ کاله مخينه لري او د ډېری داسې قضيو لپاره شواهد او اثباتي اسناد نشته او د طالبانو تر نظر لاندې ځايي جرګو دوه اړخيز رضايت ته له پام پرته احکام ورکړي او ځايي خلک يې د ديت او تاوان پر پرې کولو مکلف کړي دي.

غزني ولايت

د اطلاعات روز له موندنو سره سم، د وژنو او ټپي کولو پر سر د ديت ډېرې غوښتنې د غزني ولايت په ناور ولسوالۍ کې شوې دي. ناور ولسوالې د هوارو څړځايونو د درلودلو له کبله تل د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ د شخړې ډګر و.

د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي د مياشتې پر ۲۶مه د «چراغ‌سنګ» کلي اوسېدونکو د طالبانو د يوې فيصلې پر اساس، کوچيانو ته ۲۷ زره افغانۍ ورکړې. کوچيانو ادعا وکړه چې په دې سيمه کې يې دوه پسونه «غلا» شوي دي. د چراغ‌سنګ يوه اوسېدونکي وويل، چې طالبانو پرېکړه يوازې د کوچيانو د ادعا پر اساس او له کوم تحقیق پرته نهايي کړې ده. تر دې وروسته، کوچيانو د چراغ‌سنګ د اوسېدونکو د يوه خره د ملکيت دعوه وکړه او هغه يې په زور يوووړ.

د ۱۴۰۰ لمريز کال په تلې مياشت کې کوچيانو د ۱۳۸۳ پر مهال د خپل يوه «وسله وال» کس د وژل کېدو له کبله د ناور د «قوريې» کلي له اوسېدونکو د ۱۱ ميليونه او ۵۰۰ زره کالدارو ديت غوښتنه وکړه. دا کس د پخواني حکومت له نظاميانو سره د نښتې پر مهال په قوريه کې وژل شوی و. کوچيانو په دې نښته کې د ۲۰ ميله وسلې د ورکېدو ادعا هم وکړه او د هغو د بيرته ورکړې غوښتنه يې وکړه. دا غوښتنه يې د سيمې د اوسېدونکو له خوا رد شوه خو کوچيانو د طالبانو تر واک لاندې په ناور ولسوالۍ کې دعوه وکړه. طالبانو د قوريې له اوسېدونکو څخه د کوچيانو د ديت او ۲۰ ميله وسلې غوښتنه تاييد کړه. طالبانو اعلان وکړ چې د تلې مياشتې تر ۳۰مې نېټې تاوان او ديت له کليوالو اخلي او کوچيانو ته يې ورکوي. کليوالو تقريبا د يوه کال په ترڅ کې دا پيسې برابرې او کوچيانو ته يې ورکړې. په دغه موده کې څو تنه کليوال له طالبانو سره بنديان و او شکنجه کېدل.

کوچيانو د ناور په «باريکي» کې هم د وژنې او ټپي کېدو له کبله د تاوان غوښتنه وکړه. د ۱۴۰۱ لمريز کال د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه دا سيمه د کوچيانو او د سيمې د اوسېدونکو تر منځ د دریو پریکړو شاهده وه چې د طالبانو د قومندان مولوي عبدالعلي برله له لوري وشوې. په لومړۍ پرېکړه کې، د سيمې اوسېدونکي د ۱۳۸۲ پر مهال د يوه کوچي کس د وژل کېدو له کبله مکلف کړل شول چې يو ميليون او ۲۵۰ زره افغانۍ ورکړي. د دې پرېکړه‌ليک يوه نسخه اطلاعات روز تر لاسه کړې ده، په دې نسخه کې د وژل شوي کوچي نوم «جانو» ښودل شوی دی. د ده دوو زامنو ادعا کړې چې د سيمې اوسېدونکو يې پلار وژلی دی. په پرېکړه‌ليک کې ويل شوي: «موږ يو شمېر مصلحين د قضيې له دوو اړخونو او د سیمې له خلکو څخه تر پوښتنې او تحقيق وروسته دې پايلې ته ورسېدو چې قاتل معلوم نه دی ... دا چې قاتل نه دی معلوم ... په لومړۍ مرحله کې بايد د باريکي خلک د شهيد جانو د والدين (خپلوانو) کور ته ولاړ شي او د شهيد او د شهيد د مقام په درناوي کې يو ميليون او ۲۵۰ زره افغانۍ د جانو شهيد زامنو ته ورکړي.» دا پرېکړه‌ليک په ناور کې د طالبانو امنيې قومندانۍ ټاپه کړی دی.

د جانو د وژنې په اړه پریکړه

د جانو د وژنې په اړه پریکړه

د جانو د وژنې په اړه پریکړه

د جانو د وژنې په اړه پریکړه

د سیما او اخترجان د قتل په اړه پریکړه

د سیما او اخترجان د قتل په اړه پریکړه

د کوچیانو لخوا د پیسو رسید

د کوچیانو لخوا د پیسو رسید

په دویمه پرېکړه کې د باريکي اوسېدونکي د يوه کوچي د ادعا پر اساس چې يو کوچي په دې سيمه کې وهل شوی او پنځه پسونه يې «لوټل» شوي، مکلف کړل شوي دي چې سل زره کالدارې ورکړي. په پرېکړه‌‌ليک کې د دې کوچي نوم «ګډی» ښودل شوی چې له غفارخېل قوم څخه دی. دا ادعا د ګډي د ورور «بهلول» له لوري شوې ده. په پرېکړه‌ليک کې ويل شوي چې دا ادعاوې تر «يوه حده واقعي» دي. پرېکړه کوونکو ټينګار کړی چې د باريکي اوسېدونکي دې يادې پیسې د دې کوچي وارثينو ته د «ښه ګاونډيتوب» پر اساس ورکړي. سرچينو ويلي، چې بهلول دا پيسې د باريکي له اوسېدونکو څخه د ټپ د ديت په توګه اخيستې دي. بهلول ويلي، چې ورور يې هغه وخت پاکستان ته د درملنې لپاره وړی و او ۶۰۰ زره کالدارې لګښت پرې شوی دی.

په درېيمه پرېکړه کې د باريکي اوسېدونکي مکلف کړل شوي چې کوچيانو ته د يوې «څاه» د «طبيعي» تخريب له وجې ۳۰ زره کالدارې ورکړي. دا څاه د تېرو کلونو پر مهال کوچيانو د باريکي د يوه اوسېدونکي په کرنيزه ځمکه کې کښلې وه. کوچيانو د سيمې اوسېدونکي د هغې په ويجاړۍ تورن کړي دي.

د ۱۴۰۰ لمريز کال د عقرب مياشتې د ۴ نېټې د قضيې ښکېلو سرچينو اطلاعات روز ته ويلي دي چې په درې واړه پرېکړو کې يادې شوې پيسې د باريکي د اوسېدونکو له ۶۰ کورنيو د هغو د کرنيزې ځمکې د مساحت پر اساس ټولې شوې دي. په يوه بله پېښه کېکوچيانو د سيمې دوه اوسېدونکي د يوه موټرسايکل په «ورکولو» تورن کړي دي او له هغوی څخه يې ۲۴۰ زره کالدارې تاوان اخيستی دی.

د ۱۴۰۱ لمريز کال په زمري مياشت کې يوه کوچي باريکي ته نږدې له پخوانيو امنيتي ځواکونو سره په نښته کې د خپل زوی د ژوبلېدو له وجې د دې ځای له اوسېدونکو د يو ميليون او ۱۴۴ زره کالدارو غوښتنه کړې ده. د پلار په وينا يې چې دا کس د ۱۳۹۹ پر مهال ژوبل شوی و. ده په ناور کې د طالبانو په ولسوالۍ کې شکايت ثبت کړ او د طالبانو ولسوال يې غوښتنه حقه وګڼله. سرچينو ويلي چې دا پيسې کوچيانو ته ورکړل شوې دي.

د تېر کال په لومړيو کې کوچيانو د «ناور په دښت» کې د بازارخېل دوتاڼي د قوم د يوې ښځې او يوه کس د وژل کېدو ادعا وکړه. دوی په ناور کې د طالبانو په ولسوالۍ کې دعوه ثبت کړه او د «بهايي»، «عمران» او «نوآباد» کليو له اوسېدونکو  يې د ۱۰ ميليونه افغانيو ديت غوښتنه وکړه. طالبانو د دواړو اړخونو تر منځ په يوه پرېکړه‌ليک کې د کوچيانو غوښتنه منلې ده. اطلاعات روز د دې پرېکړه‌ليک يوه نسخه تر لاسه کړې ده. په ناور کې د طالبانو په امنيې قومندانۍ کې د ۱۴۰۱ کال د زمري پر ۲۵مه پرېکړه په داسې مهال کې د دواړو لورو تر منځ نهايي شوې ده چې د دې کليو دوه اوسېدونکي بنديان وو. په پرېکړه ليک کې د طالبانو پر ځای له کوچيانو څخه غوښتنه شوې چې بنديان دې ازاد کړي. تر دې وړاندې طالبانو د زمري مياشتې پر ۱۱مه د همدې دعوې له وجې د بهايي، نوآباد او عمران کليو نهه مشران بنديان کړي وو. د وژل شويو کوچيانو نومونه «سيما» او «اخترجان» ياد شوي دي، خو د هغوی د وژل کېدو نېټه نه ده ښودل شوې. په ناور کې ځايي سرچينو ويلي، چې کوچيان ادعا کوي چې دا کسان ۲۰ کاله وړاندې وژل شوي دي.

په پرېکړه‌ليک کې د بهايي، نوآباد او عمران کليو له متنفذينو غوښتل شوي چې کوچيانو ته د ۱۰ ميليونه افغانيو له ورکړې سره-سره دې له «سيمه‌ييزو او قومي» عنعناتو سره سم «د بازارخيل دوتاڼي قوم دروازې ته ورشي او رسما دې [له کوچيانو] بښنه وغواړي». له دې پرېکړه‌ليک سره سم بښنه وغوښتل شوه. د دې کليو اوسېدونکو غوښتل شوې پيسې تيارې نه کړای شوې. د ۱۴۰۱ لمريز کال د وږي پر ۹مه يې په بهر کې له مېشتو مهاجرينو وغوښتل چې د دې پيسو په برابرولو کې دې له هغوی سره همکاري وکړي. په دې ليک کې د طالبانو پرېکړه «تحميلي» ګڼل شوې او د پيسو پر عاجل برابرولو ټينګار شوی دی. سرچينو ويلي چې دا پرېکړه د طالبانو په زور سره تطبيق شوې ده. له يوې بلې فيصلې سره سم، له بازارخېل قوم څخه دوو کوچيانو د بهايي له اوسېدونکو ۴۰۰ زره کالدارې تاوان اخيستی دی. دا پرېکړه چې د وږي مياشتې پر ۲۴مه نېټه د دواړو اړخونو تر منځ د طالبانو په فشار سره وشوه، د ۵۵ پسونو د ورکېدو او يا هم تلف کېدو په بدل کې کوچيانو ته يادې شوې پيسې ورکړل شوې دي. په دې پرېکړه‌ليک کې د بهايي د اوسېدونکو لپاره د دې پسونو بيه ۵۰۰ زره کالدارې ټاکل شوې ده. کوم رسيد چې د «تواب خان» او «محمد خان» په نوم دوو کوچيانو لاسليک کړی دی او اطلاعات روز هم تر لاسه کړی، پکې راغلي چې «[تواب خان او محمد خان] له [ټولو] يادو شويو (۵۰۰ زره کالدارو) څخه يو لک کالدارې د ولسوال صيب الحاج خليفه محمد په حضور کې د بهايي خلکو ته وبښلې».

کوچيانو د ناور د «اورچغو» او «واغ» د کليو له اوسېدونکو څخه په دې ادعا چې دوی يې يوه ښځه ور ژوبله کړې ده، د دوه ميليونه افغانيو غرامت غوښتی دی. طالبانو د کوچيانو د دې ادعا ملاتړ کړی دی او د سيمې له اوسېدونکو يې غوښتي چې پيسې ورته ورکړي. ځايي سرچينو د تلې پر ۲۱مه نېټه وويل، چې کله د واغ او اورچغو اوسېدونکو د دې پيسو له ورکړې ډډه وکړه، طالبانو يو شمېر کسان پکې ونيول او د يوې برخې پيسو تر ورکولو وروسته يې ازاد کړل. سرچينو ويلي چې خلکو ټولې پيسې ورکړې دي. سږ کال د غوايي د مياشتې پر ۳مه نېټه کوچيانو د اورچغو د اوسېدونکو پر کرنيزو ځمکو دوې رمې ور پرېښودې. کله چې د دې کلي دوو اوسېدونکو په کښتونو کې د کوچيانو د څارویو د څرېدو مخه ونيوله، کوچيانو بريد پرې وکړ او دواړه يې ژوبل کړل.

د ۱۴۰۱ کال د وږي په مياشت کې کوچيانو د «برجګي» له اوسېدونکو د دریو کورنيو غړي بنديان کړل او (په دې سيمه کې د پنځو وزو د ورکېدلو پر سر يې) له هغوی ۲۵ زره کالدارې تاوان واخيست. دا پيسې د دې وزو د ټول قيمت نيمايي و او د «دعوو د حل شورا» د فيصلې له مخې چې په ناور کې د طالبانو په امر جوړه شوې ده، کوچيانو ته ورکړل شوې. کوچيانو د خپلې دې دعوې د اثبات لپاره هيڅ دليل نه درلود او شورا دا درې کورنۍ يوازې د کوچيانو د دې استدلال له وجې د پيسو ورکړې ته اړې کړې چې هغوی ويل «تر ورکېدو وروسته يې د وزو پاتې شوني نه دي پيدا کړي او د کوچيانو خېمو ته همدا کورنۍ نږدې دي».

په غزني کې د کوچيانو د وژنې ديت

د دعوې بيه

د دعوې موضوع

موقعیت

د دعوې وضعيت

د طالبانو ملاتړ/نه ملاتړ

۱۱۵۰۰۰۰۰ کالدارې (۱۱ ميليون او ۵۰۰ زره)

له پخوانيو امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې د ۱۳۸۳ کال پر مهال د یوه وسلوال کوچي وژل کېدل

غزنی، ناور، قوريه

ادعا/ نهايي شوې ده

د طالبانو پرېکړه او د فيصلې د تطبيق په موخه يې څو نفره بنديان کړل.

۱۲۵۰۰۰۰ افغانۍ (يو ميليون او ۲۵۰ زره)

د ۱۳۸۲ کال پر مهال د «جانو» په نوم د يوه کوچي وژل کېدل

غزنی، ناور، باريکي

ادعا: په پرېکړه کې راغلي چې قاتل معلوم نه دی/نهايي شوې ده

د طالبانو يوه قومندان پرېکړه کړې ده او د طالبانو د امنيې قومندانۍ له لوري ټاپه شوې ده.

10000000 افغانی
(ده‌میلیون)

په ناور دښت کې د يوه کوچي سړي او ښځې وژل کېدل/کال معلوم نه دی. د سيمې خلګو د کوچي په وينا ويلي چې ۲۰ کاله وړاندي

غزنی٬ ناور۲ بهایی، عمران، نوآباد

ادعا / نهايي شوې ده

پرېکړه په ناور کې د طالبانو په امنيې قومندانۍ کې شوې ده/ طالبانو ۹ متنفذين د پرېکړي تر اجرا پوري بنديان کړي و.

200000 افغانی
(200هزار)

په نی قلعه کې د يوې کوچۍ نجلۍ وژل کېدل

غزنی٬ جاغوری٬ لومان

ادعا/ نهايي شوې ده

د طالبانو په منځګړيتوب فيصله وروستۍ او تطبيق شوې ده.

2000000 کلدار
(دو میلیون)

په زردآلو کې د يوه کوچي شپانه وژل کېدل

غزنی٬ قره‌باغ٬ زردآلو

ادعا/ نهايي شوې ده

د طالبانو د قومندانانو د پرېکړي پر اساس تطبيق شوې ده.

يوه کوچي سړي د تېر کال په زمري مياشت کې په «جاغه شيو» کې پر يوه ۲۴ کلن ځوان د طالبانو د ناور په امنيې قومندانۍ کې دعوه وکړه. دا ځوان تورن شو چې ۲۱ کاله وړاندې يې د کوچي د آس بچی يا هم ټټو وژلی دی. د کوچي په وينا، د اسپ بچی ښځينه و او کولای يې شول چې په دومره وخت کې يې ۲۰ اسان نور زېږولي وای. کوچي سړي له دې ځوان څخه د ۲۰ اسونو د تاوان غوښتنه وکړه. ده د هر اس بيه ۷۰ زره کالدارې تخمين کړې وه. تورن کس د طالبانو امنيې قومندانۍ ته جلب شو. هلته د تورن خپلوانو د ده د پېژندپاڼې په وړاندې کولو سره استدلال وکړ چې ۲۱ کاله وړاندې نوموړی درې کلن و او نه يې شوای کولای چې اس ووژني. طالبان قانع شول او خوشې يې کړ.

کوچيانو د ۱۴۰۱ کال په مني کې د ناور په بخارا کلي کې د يوه کوچي د ژوبلېدو له وجې د سيمې له اوسېدونکو د پيسو غوښتنه وکړه. د کوچيانو په وينا دا کس ۱۵ کاله وړاندې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ژوبل شوی و. کوچيانو په ناور کې د طالبانو په ولسوالۍ کې دعوه وکړه او د يو ميليون او ۸۰۰ زره افغانيو غوښتنه يې وکړه. طالبانو دا ادعا ومنله. د بخارا اوسېدونکي لا هم نه دي توانېدلي چې ټولې پیسې پرې کړي.

کوچيانو تېر کال د «جوشان» او «سبزناله» له اوسېدونکو د خپلې رمې د پچو د «سوځېدلو» له وجې د ۱۱۴ زره کالدارو غوښتنه وکړه. د کوچيانو په وينا، د دې دوو کليو اوسېدونکو ورته اور ورته کړی و.

په غزني کې د ژوبلېدو او نور تاوان پر سر د کوچيانو له لوري د پيسو اخيستل

د طالبانو ملاتړ/ نه ملاتړ د دعوې وضعيت موقعيت د دعوې موضوع د دعوې نرخ د دعوې ډول
د طالبانو يوه قومندان پرېکړه کړې ده ادعا / وروستۍ شوې ده غزنی، ناور، باريکي په تېرو کلونو کې د يوه کوچي ژوبلېدل او د پنځو څارويو لوټل کېدل ۱۰۰۰۰۰ کالدارې (۱۰۰ زره) ژوبلېدل
  ادعا / نهايي شوې ده غزنی، ناور، باريکي د ۱۳۸۲ کال پر مهال په باريکي کې د يوه کوچي د غاښونو ماتېدل ۵۲۰۰۰ کالدارې (۵۲ زره) ژوبلېدل
طالبانو پرېکړه کړې ده ادعا / نه ده نهايي شوې غزنی، ناور، بخارا له پخوانيو امنيتي ځواکونو سره په نښته کې د يوه کوچي ژوبلېدل / ۱۵ کاله وړاندې په بخارا کې ۱۸۰۰۰۰۰ افغانۍ (يو ميليون او ۸۰۰ زره) ژوبلېدل
طالبانو پرېکړه کړې ده ادعا / نهايي شوې ده غزنی، ناور، باريکي د ۱۳۹۹ پر مهال باريکي ته نږدې له پخوانيو امنيتي ځواکونو سره په نښته کې د يوه کوچي ژوبلېدل ۱۰۱۴۰۰۰ کالدارې (يو ميليون او ۱۴ زره) ژوبلېدل
طالبانو پرېکړه کړې ده. يو شمېر ځايي اوسېدونکي يې د پيسو د ورکړې تر وخته بنديان کړي وو. ادعا / نهايي شوې ده غزنی، ناور، اورچغو و واغ په تېرو کلونو کې د يوې ښځې ژوبلېدل ۲۰۰۰۰۰۰ افغانۍ ژوبلېدل
طالبانو د کوچيانو ادعا او غوښتنه تاييد کړې ده ادعا / نهايي شوې ده غزنی، ناور، چراغ سنګ د دوو پسونو غلا کېدل ۲۷۰۰۰ افغانۍ (۲۷ زره) تاوان
د طالبانو يوه قومندان پرېکړه کړې ده ادعا / نهايي شوې ده غزنی، ناور، باريکي د يوې څاه د «طبيعي» ويجاړېدو له وجې ۳۰۰۰۰ کالدارې (۳۰ زره) تاوان
  نهايي شوې ده غزنی، ناور، باريکي د يوه موټرسايکل ورکېدل ۲۴۰۰۰۰ کالدارې (۲۴۰ زره) تاوان
پيسې د طالبانو د ولسوال په حضور کې واخيستل شوې او پرېکړه هم د شخړو د حل کميسيون له لوري وشوه نهايي شوې ده غزنی، ناور، بهايي د ۵۵ پسونو ورکېدل يا تلف کېدل ۴۰۰۰۰۰ کالدارې (۴۰۰ زره) تاوان
فيصله د طالبانو د ولسوال په امر د دعوو د حل په شورا کې شوې ده. نهايي شوې ده غزنی، ناور، برجګي د پنځو وزو ورکېدل ۲۵۰۰۰ کالدارې (۲۵ زره) تاوان
د طالبانو پرېکړه نهايي شوې ده غزنی، ناور، جوشان و سبزناله د کوچيانو د رمې د پچو سوځېدل ۱۱۴۰۰۰ کالدارې (۱۱۴ زره) تاوان
  په جريان کې ده غزنی، مالستان، شيرداغ په شيرداغ کې د اوو پسونو تښتول کېدل   تاوان

د کوچيانو له لوري د ديت غوښتنه او يا هم د جبران خسارې غوښتنه یوازې په تېرو کلونو کې له ځايي خلکو او يا هم دولتي ځواکونو سره د نښتې له امله د هغوی د غړو تر وژل کېدو پورې محدوده نه ده. د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ مياشت کې د قره باغ په «نی قلعه» کې د دوی د یوه تراکتور د اوښتو له امله د يوې ماشومې په شمول څو تنه کوچيان مړه شول. کوچيانو د دې نجلۍ مړی او پرې شوې ګوتې د جاغوري «سرلومان» ته یووړې او له هغه ځايه يې د دې ولسوالۍ د طالبانو له امنيې قومندان سره اړيکه ونيوله. دوی ادعا وکړه چې د لومان مېشتو خلکو دا نجلۍ وژلې ده. کوچيانو د ۸۰۰ زره افغانيو د ديت غوښتنه وکړه. د دې سيمې اوسېدونکو د طالبانو په منځګړيتوب ۲۰۰ زره افغانۍ کوچيانو ته د ديت په توګه ورکړې. سرچينې وايي چې کوچيانو دا دعوه د لومان پر خلکو ځکه وکړه چې هغوی د جاغوري له لارې دې سيمې ته د کوچيانو د ننوتلو مخه ونيوله.

پر ناور ولسوالۍ سربېره، کوچيانو په غزني او د هزاره‌وو په ټولو سيمو کې دې ته ورته دعوې کړې دي او د سيمې له خلکو يې تاوان اخيستی دی. دوی د قره باغ په «زردآلو» کې هم ادعا وکړه چې يو شپون يې په اويايمه لمريزه لسيزه کې وژل شوی دی. دوی طالبانو ته شکايت وکړ او د سيمې له اوسېدونکو څخه يې د ديت غوښتنه وکړه. د طالبانو په منځګړيتوب او پرېکړې سره د زردآلو اوسېدونکو دوه ميليونه کالدارې کوچيانو ته د ديت په توګه ورکړې.

دايکندي ولايت

په يوه پېښه کې طالبانو د کوچيانو او ځايي خلکو يوه دعوه په داسې حال کې د کوچيانو په ګټه فيصله کړه چې د ځايي خلکو په وينا، دا شخړه چې ۴۰ کاله وړاندې پېښه شوې وه، ۹ تنه هزاره (ځايي اوسېدونکي) هم د کوچيانو له لوري وژل شوي و. کوچيانو په غم قل، «خيرخانه»، «تی باغ» او «دره‌خودی» سيمو کې د ۲۷ کليو پر اوسېدونکو دعوه وکړه او د ديت غوښتنه يې ځنې وکړه. دوی ادعا وکړه چې ۴۰ کاله وړاندط په دره خودی سيمه کې د دوی پنځه تنه د همدې کليو له اوسېدونکو سره په جګړه کې وژل شوي دي. د طالبانو ابتدايه محکمې وژل شوي کسان «افغان (پښتون)» بللي او د دې کليو اوسېدونکي يې د ۱۴۰۱ لمريز کال د زمري مياشتې پر ۲۴مه خدير ولسوالۍ ته غوښتي دي.

د دې کليو اوسېدونکو له طالبانو سره استدلال کړی چې په دې نښته کې ۹ تنه هزاره هم وژل شوي دي، له همدې کبله ديت نه ورکوي. د ۱۴۰۱ کال د تلې پر څلورمه طالبانو د دې کليو ۴۵ تنه د همدې موضوع پر سر بنديان کړل. دا کسان څو اونۍ وروسته په دايکندي کې د طالبانو د والي په مداخلې سره ازاد شول. د هغو اسنادو له مخې چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته په لاس ورغلي دي، کوچيانو د ۱۴۰۱ کال د لړم مياشتې پر ۹مه د سيمې اوسېدونکي اړ کړل چې ديت ورکړي. د ديت ټولې پيسې اته ميليونه کالدارې ټاکل شوی و. په قضيه کې يوه ښکېل قاضي اطلاعات روز ته وويل، چې تر اوسه پاتې يو ميليون او ۷۵۰ زره کالدارې لا هم نه دي راټولې شوي. د يوه بل پرېکړه‌ليک له مخې چې اطلاعات روز ته رسېدلی دی، د خودي درې اوسېدونکو د ۱۴۰۱ کال د تلې د مياشتې پر ۶مه نېټه د کاکړ قوم دوو کوچيانو ته چې د هلمند ولايت فعلي او اصلي اوسېدونکي دي، د وژنې او ټپ په بدل کې ۸۰۰ زره افغانۍ ورکړې دي. د دې کسانو په وينا، ۴۰ کاله وړاندې په شخړه کې د دوی يو خپلوان وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی. پرېکړه‌ليک د دايکندي په خدير کې د طالبانو د ولسوال او قاضي له لوري لاسيک او ټاپه شوی دی. د لړم مياشتې پر ۴مه نېټه ځينو سرچينو وويل، چې له خلکو تقريبا يو ميليون افغانۍ ټولې شوې دي چې يو څه يې دې دوو طالب چارواکو اخيستې دي.

کوچيانو د ۱۴۰۱ کال د غبرګولې په مياشت کې د دايکندي ولايت په سنګتخت او بندر ولسواليو کې ادعا وکړه چې يو کس يې د ۱۳۶۳ کال پر مهال د سياه چوپ کلي له اوسېدونکو سره په نښته کې وژل شوی دی. د سيمې اوسېدونکي وايي چې په هغه شخړه کې يو کليوال هم وژل شوی؛ خو د طالبانو ځايي چارواکو دې اعتراض ته پام نه دی کړی. د دې ډلې چارواکو چې د دې دعوې د حل لپاره کوم حکم صادر کړی دی، د سيمې له خلکو يې غوښتنه کړې چې يو ميليون افغانۍ دې مدعي ته د ديت په توګه ورکړي.

همدا راز د ۱۴۰۱ کال په زمري مياشت کې کوچيانو د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ د «چهارقول ميري» کلي له اوسېدونکو د خپل يوه شپون د وژل کېدو په بدل کې دوه ميليونه او ۵۰۰ زره افغانۍ او يو ميل کلاشینکوف د ديت په توګه واخيستل. د کوچيانو دا غوښتنه په سنګتخت او بندر ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري تاييد شوه. هغه مهال د سيمې اوسېدونکو وويل، چې دا وژنه د «تاج کوه» په سيمه کې د دايکندي او غور پر پوله پېښه شوې وه. د دوی په وينا چې د چهارقول ميري له اوسېدونکو چا په دې وژنه کې لاس نه درلود او د دې وژنې په اړه تحقيق هم نه دی شوی. دوی په دې اړه د طالبانو پرېکړه «ظالمانه» ګڼلې او ويلي يې و چې د دې پيسو د ورکولو توان نه لري.

د دره خودی د اوسیدونکو د کوچیانو د وینی د نرخ پریکړه

د دره خودی د اوسیدونکو د کوچیانو د وینی د نرخ پریکړه

د دره خودی د اوسیدونکو د کوچیانو د وینی د نرخ پریکړه

د دره خودی د اوسیدونکو د کوچیانو د وینی د نرخ پریکړه

په دايکنډي کې د پيسو او وينو تويول

د طالبانو ملاتړ/ نه ملاتړ د دعوې وضعيت موقعيت د دعوې موضوع د دعوې نرخ د دعوې ډول
طالبانو پرېکړه کړې ده. تر پرېکړې وړاندې يې ۴۵ هزاره ګان بنديان کړي وو. وروستۍ شوې ده او د ښکېل کوچي په وينا يوازې يو ميليون او ۷۵۰ زره کالدارې پاتې دي / په دې نښته کې ۹ تنه هزاره ګان هم وژل شوي وو. دايکندي، خدير، په غم قل، خيرخانه، تی باغ او دره خودي سيمو کې ۲۷ کلي ۴۰ کاله وړاندې په خودي دره کې له هزاره ګانو سره په نښته کې د پنځو کوچيانو وژل کېدل ۸۰۰۰۰۰۰ کالدارې (اته ميليونه) د وژنې ديت
په خدير کې د طالبانو ولسوال او قاضي پرېکړه ټاپه کړې ده. وروستۍ شوې ده دايکندي، خدير، دره خودي ۴۰ کاله وړاندې په خودي دره کې د يوه کوچي وژل کېدل او د يوه بل ژوبلېدل ۸۰۰۰۰۰ افغانۍ (۸۰۰ زره) د وژنې او ټپ ديت
طالبانو د دواړو لورو تر منځ پرېکړه وروستۍ کړې ده وروستۍ شوې ده/ يو هزاره هم وژل شوی دی دايکندي، سنګتخت او بندر، سياه چوپ د ۱۳۶۳ کال پر مهال په سياه چوپ کې د يوه کوچي وژل کېدل ۱۰۰۰۰۰۰ افغانۍ (يو ميليون) د وژنې ديت
په سنګتخت کې د طالبانو د ولسوال له لوري فيصله وروستۍ شوې ده پرېکړه وروستۍ شوې، خو پيسې نه دي ورکړل شوي دايکندي، سنګتخت او بندر، چهارقول ميري په تاج کوه کې د يوه کوچي شپانه وژل کېدل ۲۵۰۰۰۰۰ افغانۍ او يو ميل کلاشينکوف (دوه ميليون او ۵۰۰ زره) د وژنې ديت
طالبانو شپږ تنه متنفذين بنديان کړي دي. دوام لري دايکندي، خدير، سرسنګ ۴۰ کاله وړاندې د لسو پسونو تښتول کېدل   تاوان

ميدان وردګ ولايت

د چنګاښ پر لومړۍ نېټه طالبانو د کوچيانو د شکايت پر اساس چې په جلريز کې يې رمه ورکه شوې ده، د «سرچشمې» سيمې ۱۷ اوسېدونکي بنديان کړل. کوچيانو له دې خلکو څلور ميليونه او ۲۰۰ زره افغانۍ تاوان غوښتی دی. طالبانو هم د دوی خوشې کېدل د همدې پيسو تر ورکړې پورې تړلي ګڼلي. کوچيان ادعا کوي چې ۴۲۰ څاروي يې د ۱۳۹۸ کال د وږي په مياشت کې په همدې سيمه کې ورک شوي دي، خو د سيمې اوسېدونکي دا خبره ردوي. دا ادعا د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کوچيانو له لوري مطرح شوه. تېرکال د طالبانو په محکمه کې له کوچيانو څخه د اسنادو غوښتنه وشوه خو هغوی په دې اړه هيڅ سند وړاندې نه کړ. د تېرکال له مني راهيسې د سرچشمې اوسېدونکي د کوچيانو د دې ادعا پر اساس څو ځله نيول شوي دي.

په ځينو مواردو کې د دواړو اړخونو (کوچيانو او ځايي خلکو) تر منځ دعوه نه ده حل شوې او قضيه لا هم روانه ده. مثلا تېرکال کوچيانو په شيبر ولسوالۍ کې د يوه کوچي د وژل کېدلو دعوه هم وکړه او د هغه د ديت د ادا کېدو غوښتنه يې وکړه. دا دعوه هم تر اوسه نه ده خلاصه شوې.

ولایت بامیان

د ۵۰مې لمريزې لسيزې پر مهال کوچيان د «اکبرخان» او «حاجي سرور» تر منځ له ټاکنيزو سياليو څخه په استفادې د پنجاب ولسوالۍ په «پشته‌ی غرغری» کې ځای پر ځای شول. د ۱۳۵۲ کال پر مهال يې په دې سيمه کې د ځمکې د مالکيت دعوه وکړه. د سيمې اوسېدونکی «عوض علی» هغه وخت د کوچيانو پر وړاندې ودرېد، دشپې مهال دوی له کوره وتښتاوه. کوچيانو تر اوسه د نوموړي مړی نه دی سپارلی او هغه ځای هم نه ښيي چې مړی يې پکې پټ کړی دی. د ۱۳۷۸ پر مهال کوچيان يو ځل بيا پشته‌ی غرغري ته راغلل او د طالبانو په زور يې د خلکو مالونه «ولوټل». تېرکال چې دوی يو خل بيا دې کلي ته راغلل، د سيمې اوسېدونکو د طالبانو په محکمه کې پر کوچيانو دعوه وکړه. دوی ادعا وکړه چې کوچيانو د عوض علي مړی سوځولی دی. کوچيان محکمې ته حاضر نشول، خو د سيمې اوسېدونکو ته يې وويل، چې د هغه وخت يوازې يو کوچی ژوندی دی او که د عوض علي خپلوان د قصاص اراده لري، نو هغه به د پشته‌ی غرغري اوسېدونکو ته وسپاري. د سيمې اوسېدونکو دا خبره رد کړه، ويې ويل چې له جعفري فقهې سره سم بايد کوچيان اووه ميليونه افغانۍ ديت ورکړي. دوی له کوچيانو د مالونو د لوټنې له وجې د تاوان د ورکړې غوښتنه هم وکړه. دا دعوه نه ده حل شوې او همداسې پاتې ده.

سږکال په پسرلي کې وسله وال کوچيان له څارويو پرته پشته‌ی غرغري ته ولاړل او دعوه يې بيا راپېل کړه. د عوض علي له خپلوانو سره ونښتل. د هغوی دوه تنه يې ووهل او ژوبل يې کړل. کوچيانو د سيمې اوسېدونکو ته د سيمې د خالي کولو امر هم وکړ. طالبانو د غبرګولي د مياشتې پر ۲۷مه نېټه د پشته‌ی غرغري او عوض علي خپلوان د کوچيانو د شکايت پر اساس د دعوې د تعقيب لپاره د باميانو مرکز ته وغوښتل. دوی ولاړل او په باميانو کې يې د طالبانو له والي عبدالله سرحدي سره وليدل. تر دې ليدنې وروسته يې هغوی يو څه وخت بنديان او وروسته خوشې کړل.

د زمري د مياشتې پر ۱۲مه د کوچيانو او کليوالو تر منځ د طالبانو د شخړو د حل کميسيون او په باميانو کې د طالبانو د قومونو او قبايلو د سرحداتو آمريت يو پلاوی پشته‌ی غرغري ته ولاړ. دې کسانو هڅه کوله چې تر دعوې لاندې ځمکه کوچيانو ته تسليم کړي. د کوچيانو د دعوې مقابل اړخ دا راپور ونه مانه او د محکمې له لوري يې د دعوې د بررسۍ غوښتنه وکړه. اطلاعات روز ته چې د طالبانو د راپور د ابلاغ ناستې کومه ويډيو رسيدلې، دا کس پکې وايي، چې د کوچيانو او کليوالو تر منځ د طالبانو د شخړو د حل کميسيون غواړي چې د ساحې له ليدنې پرته، دعوه په غير عادلانه توګه د کوچيانو په ګټه فيصله کړي: «تاسو غواړئ زموږ د څو سوو کلونو میراثي ځمکه کوچيانو ته وسپارئ. دا له اخلاقي، وجداني او ايماني اړخه سمه نه ده.» تر اعتراض وروسته د طالبانو د پلاوي غړی وايي: «موږ خبر يو. ځمکه ستا ده.»

تر دې وروسته طالبانو د پشته‌ی غرغري سیمې پنځه تنه اوسېدونکي ونيول. تېره اونۍ سرچينو وويل، چې د باميانو لپاره د طالبانو والي د باميانو مرکز ته د نيول شويو کسانو د انتقال امر کړی دی.

طالبانو د تېرکال په غوايي مياشت کې د ولايت او د باميانو د مرکز په کچه د کوچيانو او کليوالو تر منځ د شخړو د حل کميسيون جوړ کړ. په باميانو کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي وويل، چې دا کميسيونونه د کوچيانو او د سيمې د اوسېدونکو تر منځ ټولنيزو ستونزو او شخړو ته د رسيدګۍ مسووليت لري. د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي د مياشتې پر ۱۶مه  طالبانو د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو وزير د کوچيانو او هزاره‌وو تر منځ د شخړو د حل په موخه د يوه پلاوي په مشرۍ باميانو ته ولاړ. ده له کوچيانو او هزاره‌وو سره په يوه غونډه کې وويل، چې طالبان حق حقدار ته سپاري او د دې ډلې په حاکميت کې د «اهل ذمه» او «نورو لږکيو» حقونه خوندي دي. د طالبانو د استخباراتو د عمومي رياست مرستيال نجيب په دې غونډه کې وويل، چې دا دعوې بايد د طالبانو له لوري حل وفصل شي: «هيڅوک دي هم په خپل سر او په زور سره د حق اخيستنې هڅه نه کوي.» په باميانو کې د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې کله يې له کوچيانو سره د دعوو د حل لپاره د طالبانو ادارو ته مراجعه کړې ده، د طالبانو مسوولينو هغوی «شرير افراد» ګڼلي او د دوی سپکاوی يې کړی دی. د ۱۴۰۱ کال ‎په چنګاښ کې طالبانو خبر ورکړ چې په باميانو کې يې د کوچيانو او هزاره‌وو تر منځ د شخړو د حل کميسيون غړي زيات کړي او اوس ۲۰ تنه دي. په باميانو کې سرچينې وايي، چې د دې کميسيون غړي اوس ۲۰ تنو ته زيات شوي دي، خو ډیری يې کوچيان او پښتانه دي. د سرچينو په وينا، په دې کميسيون کې يوازې اووه تنه هزاره‌ګان دي چې هغوی هم د سيمې له خلکو سره له مشورې پرته ټاکل شوي دي. پاتې ۱۲ تنه کوچيان او يو بل تن له باميان مېشتو پښتنو څخه دی. عبدالله سرحدي د دې کميسيون له غړو څخه غوښتي چې خپل راپور دې د کوچيانو په ګټه وليکي.

د ملکيت دعوې او د ځايي اوسېدونکي په زور کډوال کول

د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ شخړې يوازې د تېرو قضيو تر حل کولو پورې نه دي تړلي. دوی د تېرو دوو کلونو پر مهال په ډېری سيمو کې له ځايي اوسېدونکو څخه په جګړييزه توګه غوښتنه کړې ده چې کلي، کرنيزې ځمکې او کورونه دي خوشې کړي. کوچيانو د دې سيمو د مالکيت په تړاو بېلابېل دلايل وړاندې کړي چې طالبانو تاييد کړي او ملاتړ يې کړی دی.

سرپل ولایت

«اسميدان» چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د تازه تأسيس شوې «البدر» ولسوالۍ برخه ده، په همدې سیمه کې ۲۶ کاله وړاندې ۱۵ ملکي وګړي د جهادي ګوندونو تر منځ په نښته کې ووژل شول. «تيمورشاه» او «علي شاه خان» چې زوی او پلار دي او کوچيان دي، په همدې وژل شويو کې شامل وو. د سيمې خلک وايي چې تيمورشاه تر دې پېښې څو کاله مخکې د اسميدان هزاره مېشتې سيمې ته پناه وړې وه او د سيمې له خلکو يې غوښتي و چې د يوه ژمي لپاره ده او کورنۍ ته ځای ورکړي. کليوالو ورته ځای ورکړ. په پسرلي کې يې هم اجازه وغوښته او همالته پاتې شو. ده د اوړي لپاره يو کور جوړ کړ او يو څو ونې يې د کور مخته کینولې. د تيمورشاه کورنۍ د تيمورشاه او د هغه د زوی تر وژل کېدو همالته ژوند وکړ. د هغوی تر وژل کېدو وروسته يې مړي واخيستل او له هغه ځايه يې کډه وکړه. تر دې وروسته بيا د طالبانو د سقوط تر وخته د تيمورشاه خپلوان هر کال د څارويو د څرونې لپاره اسميدان ته راتلل.

تېرکال دې کسانو طالبانو ته دعوه ور وړه او د يو زر او ۴۵۲ جريبه ځمکې د مکليت دعوه يې وکړه او د ديت، اجارې، بيعې او تاوان غوښتنه يې وکړه. په عين حال کې يې د اسميدان اوسېدونکي د وښو او کرنيزو محصولاتو له ټولولو منع کړل او لېرې پرتې سيمې يې نورو مالدارانو ته په اجاره ورکړې. يوه ښکېل کس وويل: «اجاره ګر ټول پښتانه دي.» په البدر کې د طالبانو ابتدايي محکمې دعوه د کوچيانو په ګټه فيصله کړې. ځمکه د دوی شوه او هزاره مکلف کړل شول چې د ونو د پرې کولو له وجې ۳۶ ميليون افغانۍ تاوان ورکړي. سرچينو وويل چې دا ونې د تېرو کلونو پر مهال د نه پاملرنې له امله له منځه تللې دي.

د طالبانو محکمې د «۳۰ سرايونو» د لوټونې په تړاو د کوچيانو د تاوان غوښتنه هم تاييد کړه. کوچيانو ادعا کوله چې دا سرايونه د کوچيانو د شپږو کورنيو و چې د پسونو، غواوو، وزو او نورو څارويو شپولونه هم پکې وو. دوی ادعا کوي چې د تلو پر وخت يې خپل وسايل او څاروي پر ځای پرېيښي او د اسميدان خلکو لوټلي دي. خو يوې ښکيلې سرچينې وويل، چې په «اسميدان» کې د تيمورشاه کورنۍ يوازې د «څو کلونو» لپاره ژوند کړی دی. طالبانو د هزاره‌وو اعتراضونه نه دې اورېدلي. د سرچينې په وينا، دا ټول احکام له کوچيانو څخه د «يوه سند» له غوښتنې پرته ورکړل شوي دي: «کله چې پلاوی راغی، کوچيانو د خلکو په شتون کې اسناد وړاندې نه کړل ... يوازې دومره يې وويل، چې قباله لري. [د ځمکې د ملکيت ثابتولو لپاره] يې نور تاريخي شواهد هم نه درلودل. هزاره‌ګان تر ۱۰۰ کلونو د زيات وخت شرعي او عرفي قباله لري. هديره، زاړه کورونه او ... لري. يوازې زور نه لري.» د سيمې اوسېدونکي ادعا کوي چې په البدر کې د طالبانو د ابتدائيه محکمې قاضي مولوي سيف الله د دې دعوې تر شا دی. د دوی په وينا، ده له کوچيانو خط اخيستی چې که يې دعوه وګټله، ده ته به ځمکه ورکوي. قاري سيف الله دا موضوع رد کړې ده.

د اسميدان اوسېدونکي د «تنګلاسۍ» له وجې نه دې توانيدلي چې کوچيانو ته تاوان ورکړي؛ خو کښتونه او څړځايونه يې کوچيانو په اجاره ورکړي دي. دوی په اسميدان سيمه کې د پلار او زوی د ديت غوښتنې په لړ کې د وژل شويو کسانو خپلوانو ته ورغلي او معذرت يې غوښتی. هغوی هم ويلي چې ديت نه غواړي.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې په اسميدان کې له شاوخوا يو زر او ۵۰۰ کورنيو څخه تقريبا نيمايي يې اوس سيمه پرېږدي: «تېر ژمی خلکو د غواوو او پسونو په خرڅولو تېر کړ. تر دې وروسته نه د ځمکې حاصلات شته او نه څاروي. خلک مجبور دي چې ولاړ شي.» د همدې پېښې پر مهال په سرپل کې له ازبکو شاوخوا ۶۰ جريبه ځمکه واخيستل شوه او د وردګ په نوم د يوه پښتانه قوم کسانو ته ورکړل شوه.

په اسمیدان کې سیمه او کورونه تر شخړې لاندې

په اسمیدان کې سیمه او کورونه تر شخړې لاندې

غزني ولايت

دا قضيه له هغو ټولو قضيو سره چې کوچيانو مطرح کړې دي، بې ورته والي نه ده. دوی د پخوانيو دولتونو د احکامو په استناد چې د ځايي خلکو له لوري تر ډېره حده ظالمانه ګڼل کېږي، ځايي خلک په ځينو سيمو کې د کورونو او ځمکې پرېښودلو ته اړ کړي او يا هم له هغوی سره په شخړه اوښتي او ډېری وختونه يې دا خلک له کښت کولو، کار او کرنې او يا هم د څړځايونو له استفادې راګرځولي دي. د بېلګې په توګه، تېر کال کوچيانو د ناور ټولو اوسېدونکو ته ويلي و چې «د ويالې هغه بل پلو سلطاني (دولتي) حق دی» او مالکان يې کوچيان دي. دوی د ناور اوسېدونکي په دې سيمو کې د وښو له راټولولو او د څارويو له څرولو منع کول. کوچيانو په «قشنګ» او «قاش‌ناله» سيمو کې د سيمې اوسېدونکي د کورونو جبري پرېښودلو ته اړ کړل. د تېر کال په چنګاښ کې د سيمې اوسېدونکو وويل، چې يوازې د قشنګ کي له ۴۰ کورونو پنځه کورونه پاتې دي. هغو کورنيو د کوچيانو او طالبانو د فشار او ګواښ له وجې له ناوره کډه کړې ده. سږکال د غبرګولي د مياشتې پر ۴مه په ناور کې ځايي سرچينو وويل، چې کوچیانو د قشنګ د کلي د اوسېدونکو مخه نيولې چې للمي کښت به نه کوي. کوم بزګران چې په کښت اخته و، هغوی هم د کوچيانو په ګواښ سره له ځمکې شړل شوي دي.

درخواست نیمه‌ی محصول زمین

درخواست نیمه‌ی محصول زمین

هغه سند چې د طالبانو په لومړي پړاو کې کوچیانو ته ورکړل شوی و

هغه سند چې د طالبانو په لومړي پړاو کې کوچیانو ته ورکړل شوی و

دايکندي ولايت

په همدې توګه، دوی نه يوازې دا چې د دې ځمکو د مالکيت دعوه وکړه او ځايي خلک يې پر ځمکه له کار کولو منع کړل، بلکې له ځايي خلکو يې جريمه هم وغوښته چې له ځمکې يې استفاده کړې ده. د بېلګې په توګه، د کاکړ، تايمني او سيني قومونو کوچيان تر دوو لسيزو وروسته د ۱۴۰۰ کال د تلې په مياشت کې د خدير ولسوالۍ «غم قول» سيمې ته ننوتل. دوی په درنو او سپکو وسلو سمبال و او له هلمند او ارزګان څخه دې سيمو ته راغلي وو. کله چې کوچيان دې سيمې ته راغلل نو د غم قول د مالکيت دعوه يې وکړه او شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ يې د کورونو په پرېښودلو تهديد کړې. د غم قول سيمې اوسېدونکو په خدير کې د طالبانو ولسوالۍ ته د کوچيانو پر خلاف شکايت وکړ او د خپل مالکيت اسناد او د ورکړو مالياتو سندونه يې وښودل. طالبانو ورته پاملرنه ونه کړه. په دايکندي کې د طالبانو پخواني امنيې قومندان صديق الله عابد وويل، چې د غم قول سيمې موضوع يوه حقوقي دعوه ده. دې ډلې هغه متنفذين بنديان کړل چې د کوچيانو پر خلاف د شکايت لپاره د دايکندي مرکز نيلي ښار ته تللي وو. د طالبانو له لوري په غم قول کې د کورونو او ځمکو د پرېښودلو ګواښ د ګيزاب ولسوالۍ په کندير او تګابدار سيمو کې د طالبانو له لوري د ۷۰۰ هزاره کورنيو د شړلو او جبري شړنې له پېښې سره هممهاله و.

غم قول ته د کوچيانو له راتلو سره دوی له خلکو د نغدي پيسو غوښتنه هم وکړه چې دلته يې شل کاله زراعتي محصولات اخيستي دي. کوم سند چې د اطلاعات روز لاس ته رسېدلی دی، يوازې دوو کوچيانو په غم قول کې د ۱۴۰۰ کال د تلې د مياشتې پر ۲۵مه د «ځمکې د نيمه [محصول]» په توګه د ۳۰۰ زره افغانيو غوښتنه کړې ده. د سرچينو په وينا، تراوسه شاوخوا ۱۰۰ کورنيو په اوسط توګه ۵۰ زره افغانۍ له دې پيسو څخه ورکړې دي. په يو شمېر کليو کې ځينو خلکو دا پيسې د څارويو، زراعتي محصولاتو او د تيارو غلو په پلورلو دا پيسې برابرې کړې او کوچيانو ته يې ورکړې دي. کوچيانو له غم قول څخه د ژمي په موسم کې ولاړل او خپلې دعوې يې په نيمايي کې پرېښودې. د ۱۴۰۱ کال د غوايي په مياشت کې د کوچيانو ۲۰ نورې کورنۍ له زرګونو څاريو سره له هلمند او د ارزګان له دهراوود څخه غم قول ته راغلې. دا کوچيان د دې سيمې په «خيرخانه»، «ګزبري»، «شکردره»، «پشني»، «جوز»، «پل بند»، «سرسنګ» او «شلغم» کليو کې ځای پر ځای شول. د سيمې اوسېدونکو د غوایي پر ۲۷مه وويل، چې د دوی څړځايونه او کښتونه د کوچيانو د رمو له وجې تخريب شوي دي. کوچیان په وسله سمبال و او يو ځل بيا يې د غم قول د تخليې امر وکړ. د غم قول له اوسېدونکو يې وغوښتل چې د ۱۴۰۰ لمريز کال پر خپلو زراعتي محصولاتو دې بيه کېږدي او دوی ته دې په نيمه بيه ورکړي. کوچيانو تر ۱۴۰۰ کال وړاندې له خلکو د کښت او کرنې د پيسو اخيستل بيرته پېل کړل. له دې کار سره د مخالفت چيغې د طالبانو د ګواښ له وجې تر کومه ځايه ونه رسيدې.

د دايکندي لپاره د طالبانو والي امين الله عبيد هغه وخت د کوچيانو هجوم او د غم قول او دره خودي په ګډون د کوچيانو له لوري د خدير د اوسېدونکو ځورونه تاييد کړه. ده وويل چې يو پلاوی ټاکل شوی دی تر څو کوچيان په دې سيمو کې «له اصولو سره سم» خپلو حقونو ته ورسېږي او د زياتو مشکلاتو د را پيدا کېدو مخه ونيول شي. عبيد په دې اړه چې کوچيان په دې سيمو کې څه حقونه لري، څه ونه ويل. يو سند چې اطلاعات روز ته رسېدلی دی، طالبانو او کوچيانو پکې د دره خودي اوسېدونکي متعهد کړي دي چې د کوچيانو «حقونه» د «وطندارۍ» له مخې ورکړي. په دې سند کې راغلي چې د کوچيانو ځمکې «په دوی پورې اړه لري» خو په سند کې د کوچيانو مکليت نه دی مشخص شوی.

په ځينو مواردو کې کوچيان پر ځايي اوسېدونکو يوازې د طالبانو له لارې پر فشار راوړلو بسنه نه کوي، دوی کله – کله ګواښ او يرغمل نيونې ته هم مخه کوي.

تېر کال په پسرلي کې کوچيان د ميرامور ولسوالۍ «برکر» سيمې ته تر دوو لسيزو وروسته د غزني د اجرستان ولسوالۍ له لارې داخل شول. دوی په څو ورځو کې د دې ولسوالۍ په «نَيَک»، «دنداب»، «آب زوارعلی»، «زدرګی»، «سبزقول»، «اختام»، «نوبريده»، «تکه‌تو»، «ګلک»، «نهال» او «غوجورک» کليو کې د خلکو کښتونو ته نږدې خېمې ووهلې.

کوچيانو تر مېشتېدو وروسته د دې کليو د ملکيت دعوه وکړه او د دې کليو له اوسېدونکو يې وغوښتل چې کډې دي بار کړي او خپل کورونه او ځمکې دي دوی ته پرېږدي. همدا راز يې د دې کليو له اوسېدونکو د «۲۰ کلنې اجارې» غوښتنه وکړه. کوچيانو خپلې رمې پر کښتونو ور پرېښودې او کليوال يې وګواښل چې که يې مخه ونيسي، نو ډزې به پرې وکړي.

کوچيانو په همدې وخت کې د دې ۱۲ کليو د ملکيت پر سر په دايکندي ولايت کې دعوه وکړه. تر دې وروسته طالبانو د دې کليو ۳۰ متنفذين نيلي ته جلب کړل. هلته د دې دعوې د حل او فصل لپاره کمېټه جوړه شوه. کوچيانو چې د دې لپاره کوم سند وړاندې کړ، هغه ضعيف وګڼل شو او د دواړو اړخونو تر منځ دعوه همداسې بې حله پاتې شوه. کوچيانو د دې کليو پر اوسېدونکو د فشار راوړلو لپاره له نيک کلي څخه د ۱۴۰۱ کال د زمري د مياشتې پر ۱ نېټه درې تنه وتښتول. په نيلي کې کوچيانو د دې کسانو د تښتول کېدو په اړه بې خبري وښوده، خو له ځينو نورو لارو څخه يې د دې کليو اوسېدونکو ته پيغام ورکړ چې د دعوې تر حل کېدو پورې هغوی له ځان سره ساتي.

هغه وخت کوچيانو ګواښ وکړ چې که دعوه د دوی په ګټه حل نشي، نو يرغمل شوي کسان به ووژني. يو څه وخت وروسته د دواړو لورو د متنفذينو تر خبرو وروسته دا کسان ازاد شول. سږ کال د زمري د مياشتې پر ۲۰مه نېټه، کوچيانو د زردرګي کلي شپون وواهه او ژوبل يې کړ. دليل يې دا و چې هغې سيمې ته يې د څرولو لپاره څاروي بوولي و چې هلته کوچيانو د هزاره‌وو ورتګ ممنوع اعلان کړی و.

تر دې پنځه ورځې وروسته (۲۵ د زمري) کوچيانو تر دعوې د لاندې کليو اوسېدونکو ته وويل، چې دا ځايونه دې د نور سر درد له جوړولو پرته تخليه کړي. کليوالو ورته په ځواب کې وويل، چې د کميټې د کار پايلې ته منتظر کېږي. د وږي د مياشتې پر ۷مه د وسله والو کوچيانو يوه ډله د چکه‌تو، آب زوارعلی او دنداب پر لوړو غونډيو سنګرونه ونيول او له کوم دليل پرته يې پر کورونو ډزې پېل کړې. د ډزو له وجې يو تن ژوبل شو. تر ۶۰ زيات پسونه او وزې په دې پېښه کې تلف شول. د وږي د مياشتې پر ۹مه نېټه کوچيانو د برکر سيمې يو شپون په بې رحمانه توګه وواژه. سرچينو وويل چې دا کس له کوچيانو سره تر بحث او خبرو وروسته لومړی په چاقو ژوبل شوی او وروسته په ډزو وژل شوی دی. د دې کلي شاوخوا ۲۵۰ څاروي هم د کوچيانو له لوري له ځان سره وړل شوي دي. کوچيانو د خلکو له بيا – بيا غوښتنو سره – سره د خپلو څارويو له ور ګرځولو انکار وکړ.

په کېتي ولسوالۍ کې کوچيان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته «تکه‌تو» کلي ته ننوتل او د دې کلي د مالکيت دعوه يې وکړه. په دې کلي کې تر ۶۰ زياتې کورنۍ ژوند کوي. کوچيانو له دوی څخه وغوښتل چې يا دې هم ځمکې او کورونه خوشې کړي او يا دې هم له دوی څخه واخلي. د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په مياشت کې د تکه تو اوسېدونکو وويل، چې لږ تر لږه ۱۵ کورنيو د کوچيانو د فشار له وجې خپل کورونه پرېښودل. کوچیان د ۱۴۰۱ کال په غبرګولي مياشت کې د کيتي «کيسو» ته ننوتل او د دې سيمې د ملکيت دعوه يې وکړه. په دې سيمه کې تر شپږ زره زياتې کورنۍ ژوند کوي. د سيمې اوسېدونکو وويل، چې کوچيانو د مالکيت له دعوې سره – سره، په ډیری سيمو کې د دوی کښتونه تخريب کړل. طالبانو د هيواد د شمالي ولايتونو په ځينو سيمو کې نه يوازې د کوچيانو د دعوو ملاتړ کړی دی، بلکې په ځينو سيمو کې يې د پاکستاني پښتني کورنيو د ځای پر ځای کولو اقدام هم کړی دی. دا اقدام د افغانستان په سياسي تاريخ کې بې مخينې نه دی او دا چاره د «ناقلينو د ځای پر ځای کولو» په نوم يادېږي. د دې ځای پر ځای کولو په بدل کې ګڼې نښتې شوې دي او د اطلاعات روز د موندنو پر اساس په ډېريو کې طالبانو په فعاله توګه د ناقلينو او کوچيانو ملاتړ کړی دی. د طالبانو، پاکستاني پښتنو او کوچيانو د فشار له امله د تېرو دوو کلونو پر مهال سلګونه کورنۍ د خپلو ځمکو او کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي.

تخار ولايت

په تخار او په ځانګړې توګه په خواجه بهاء الدين کې د ځمکې پر مالکيت د شخړو تر زياتېدو وروسته شاوخوا ۶۰۰ تاجکې، ازبکې او هزاره کورنۍ جبري کډې کولو ته اړې شوې دي. د تېرکال د زمري او وږي په مياشتو کې په سلګونو «ناقلين» او کوچيان د افغانستان له سویلي ولايتونو او د پاکستان له شمالي وزيرستان څخه خواجه بهاء الدين ته داخلې شوې. دا کسان د طالبانو له لوري په کورونو، مسجدونو او ښوونځيو کې ځای پر ځای شول.

«شورتوغی»، «مهاجر قشلاق»، «نوبهار»، «ګل‌بهار»، «لاله‌ګذر»، «کتکجر»، «بهارستان» او «مغول قشلاق» هغه سیمې دي چې ناقلينو او کوچيانو له راتلو سره سم د هغو د ملکيت دعوه وکړه. طالبانو هم سمدستي د دې کليو د تخليې امر وکړ. دا سيمې د آمو او کوکچې پر غاړه له تاجکستان سره پر پوله پرتې دي او د تخار ښېرازه سيمې دي. د تېر کال د وږي د مياشتې پر ۲۰مه چې کله کوچيانو د ګل‌بهار په کلي کې د خلکو پر کښتونو خپلې رمې ور پرېښودې، د سيمې خلکو يې مخه ونيوله چې له امله يې نښته را منځته شوه. کوچيانو د سیمې دوه کسان ژوبل کړل. تر دې وړاندې هم د سيمې ۱۰ تنه اوسېدونکي له کوچيانو سره د يوې اونۍ د نښتې پر مهال ژوبل شوي وو. په عين حال کې په کتکجر، مهاجرقشلاق او ګل بهار سيمو کې هم نښتې وشوې. په هغه وخت کې يوې روغتيايي سرچينې وويل، چې د دې نښتو له امله دوه تنه د کليو اوسېدونکي وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي. د تېر کال د وږي د مياشتې پر ۲۲مه کوچيانو په شورتوغي کلي کې د سيمې د خلکو مخه ونيوله چې زراعتي محصولات به نه ټولوي او پر هغوی يې ډزې وکړې. په دې پېښه کې درې تنه ژوبل شول. تر دې وروسته د همدې کلي او د ګل بهار بابيل، کلنګ او چوب کليو نر او ښځې د کوچيانو پر ضد وجنګېدل او يو شمېر کوچيان يې له خپلو سيمو وشړل. کوچيانو يو ځل بيا هجوم ور ووړ. لږ تر لږه ۸۰ کورنۍ يې کډوالۍ ته اړې کړې. د وږي د مياشتې پر ۲۴مه نېټه د سيمې د اوسېدونکو او کوچيانو تر منځ په مهاجرقشلاق سيمه کې نښته بيرته پېل شوه. کوچيانو په دې نښته کې سپکې او درنې وسلې وکارولې، خو د سیمې له خلکو سره لرګي، بېلچې او کولنګان وو. په دې نښته کې د سیمې ۱۵ تنه ژوبل شول.

په خواجه بهاءالدین کې نوي راغلي کوچیان او بار وړونکي

په خواجه بهاءالدین کې نوي راغلي کوچیان او بار وړونکي

د وږي د مياشتې پر ۲۵مه چې کله د ينګی قعله، رستاق او چاه‌آب ولسواليو اوسېدونکو د شورتوغی، مهاجرقشلاق او ګل‌بهار کليو د اوسيدونکو په ملاتړ پر ناقلينو او کوچيانو د يرغل کولو لپاره چمتووالی ونيوه، طالبان را ميدان ته شول او په دې ولسواليو کې يې د راټوليدو او د سيمې شخړې ته د تګ – راتګ مخه ونيوله. په خواجه بهاء الدين کې دوه اړخه سره ښکېل شول او په پايله کې يې د سیمې له اصلي اوسېدونکو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شول.ƒ

د سیمې اوسېدونکو وويل، چې په دې ټولو نښتو کې له کوچيانو او ناقلينو سره د طالبانو ملاتړ و.

طالبانو د وږي د مياشتې پر ۲۸مه نېټه په تخار کې د دې ډلې د مرستیال والي محمد کاظم طارق په مشرۍ خواجه بهاء الدين ته پلاوی ولېږه. دې پلاوي له دواړو اړخونو د نښتې د پای ته رسولو ژمنه واخيسته او ويې ويل چې دې ته دې «قومي او سیمه‌ييز رنګ» نه ورکول کېږي. طالبانو وويل چې وروستۍ پرېکړه د هغه لوري په ګټه ده چې د مالکيت اسناد ولري. د سيمې اوسېدونکو وويل چې په دې سيمه کې يې ځمکې ۳۵ څخه تر ۴۰ کلونو وړاندې له دولت څخه اخيستې دي او اسناد هم لري. په ځينو سيمو کې ځايي اوسېدونکو ويل چې له تېرو ۱۰۰ کلونو راهيسې يې نيکونه دلته ژوند کوي.

محمد کاظم طارق د تلې د مياشتې پر ۱۳مه نېټه يو ځل بيا د يوه پلاوي په مشرۍ خواجه بهاء الدين ته ولاړ او د دې ولسوالۍ په مرکز کې يې ۴۰۰ کورنيو ته د کډه کېدو امر وکړ. په هغه وخت کې سرچينو وويل، چې د دې خلکو کورونه او ځمکې ناقلينو او کوچيانو ته ورکول کېږي. طالبانو د لړم د مياشتې پر ۲مه نېټه په مهاجرقشلاق سيمه کې د پښتنو، ازبکو او تاجکو تر منځ د «سترو قومي اختلافونو» په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه. له پرېکړي سره سم، دا سيمه پښتنو ته ورکړل شوه او په بدل کې يې طالبانو وويل، چې د دې ډلې د مشر هبت الله آخوندزاده د «مهربانۍ د فرمان» له مخې په همدې ولسوالۍ کې ۱۵۰ جريبه ځمکه د بهاء الدين بې ځايه شويو ته توزيع کوي. د طالبانو له اعلان سره سم، په دې ځمکه کې د ۳۰۰ کورونو، عيدګاه، مسجد، ښوونځي، مدرسې، کلينيک او بازار ځای په پام کې نيول شوی دی. په ټولو کليو کې جنجالونه ناحل شوي پاتې دي. هغه وخت طالبانو وويل چې د پښتنو او ازبکو تر منځ جنجال به ډېر ژر حل شي.

په تخار کې ازبکو او تاجکو ته د ۱۵۰ جريبه ځمکې ځانګړي کول د پښتنو مخالفت راوپاراوه. په هغه وخت کې راپور ورکړل شو چې طالبانو د پښتنو د رضايت د تر لاسه کولو لپاره يو زر او ۵۰۰ جريبه ځمکې دوی ته ځانګړې کړې ده. د غوایي پر ۲۸مه نېټه طالبانو غوښتل چې ناقلينو او کوچيانو ته د دې ځمکې وېش پېل کړي خو د سيمې اوسېدونکو يې مخه ونيوله.

په خواجه بهاء الدين کې اختلافات نور هم ژور شوي دي. سږ کال د جوزا د مياشتې په وروستيو کې شاوخوا ۳۰۰ تنه کوچيان له خپلو رمو سره د جواجه بهاء الدين د «نوآباد سجاني» په کلي کې ځای پر ځای شول. د دې خلکو له ځای پر ځای کېدلو سره د سيمې د خلکو د مخالفت له امله نښته را منځته شوه. په دې نښته کې د سیمې پنځه تنه اوسېدونکي ژوبل شول. تر دې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو د وزير سراج الدين حقاني تر سفر وړاندې په دشت قلعه ولسوالۍ کې د تحريک طالبان پاکستان ۳۲۰ وسله وال کسان ځای پر ځای کړل شول. طالبانو او د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په تخار کې د پاکستاني طالبانو ځای پر ځای کېدل تاييد کړل.

کوچيانو او د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې ناقلينو د طالبانو په ملاتړ د بومي اوسېدونکو پر ځمکو د مالکيت دعوه وکړه. دې اقدام د سيمې د خلکو اعتراض راوپاراوه. طالبانو د معترضينو د ځپلو اقدام وکړ. د دې ډلې ځواکونو د تېر کال د وږي د مياشتې پر ۲۸مه نېټه د دې ولسوالۍ د «نوآباد» کلي د محلي شورا رييس مسعود مجاهد او يوه ورځ وروسته يو بل معترض په ډزو ووژل.

د تېر کال په کب مياشت کې په «اورته‌ظلم» کلي کې د پښتنو او په ځانګړې توګه کوچيانو د ځای پر ځای کولو لپاره د طالبانو پلاوی همدې ولسوالۍ ته ولاړ. د سيمې خلکو لاريون وکړ او د ځمکې او کورونو د توزيع پر وړاندې خنډ شول. له دې سره – سره، سرچينې وايي، چې طالبانو د تخار په مرکز تالقان ښار کې د هوايي ډګر شاوخوا ځمکې هم سروې کړې دي او هڅه کوي چې په دې سيمو کې ناقلين او کوچيان مېشت کړي.

فارياب ولايت

تر تخار وروسته د هيواد په شمال کې فارياب دويم ولايت دی چې له کوچيانو سره پکې د ځمکې او څړځايونو د مالکيت پر سر ډېرې شخړې شوې دي. تېرکال د چنګاښ د مياشتې پر ۳۰مه سهار مهال کوچيانو د پخوانيو محلي ځواکونو د رييس سخي پر کور بريد وکړ تر څو يې کرنيز حاصلات ولوټي، په دې شخړه کې د سخي مور ووژل شوه او دوې نورې ښځې ژوبلې شوې. کله چې يې خپلوانو غوښتل چې د حق غوښتنې لپاره د دې ښځې مړی او دواړه ژوبلې د ولسوالۍ مرکز ته يوسي، طالبانو يې مخه ونيوله.

د تېر کال په ژمي کې د کوچيانو يوې ډلې په فارياب کې د «خواجه موسی» په اوو کليو کې د ځايي ازبک خلکو ځمکې او څړځايونه غصب کړل. په دې سيمه کې ازبک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د ژمي په پای کې پر څړځايونو د دوی رمې څري.

پر دې سيمو د کوچيانو تر هجوم وروسته، د سيمې خلک د خپلو سيمو د نيولو لپاره له کوچيانو سره ښکېل شول. دوی په يوه اعتراضي حرکت کې پر غصب شويو ځمکو خېمه ووهله او موضوع يې طالبانو ته راجع کړه. کوچيانو په فارياب کې د طالبانو د پخواني مرستيال والي اتقاني په شتون کې پر معترضينو بريد وکړ. په دې بريد کې يې د معترضينو خېمه ړنګه کړه او يو شمېر يې ووهل او ژوبل يې کړل. طالبانو هم د کوچيانو ملاتړ کاوه. د خواجه موسی يوه ازبک مېشتي محمد ظريف د ۱۴۰۱ کال په سلواغې میاشت کې اطلاعات روز ته وويل، چې له خپلې مور سره يو ځای د کوچيانو له لوري وهل شوی دی او د ده پلار هم طالبانو بندي کړی دی.

تر دې وروسته د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير عطاء الله عمري فارياب ته ولاړ او ويې ويل چې د دواړو لورو ستونزه حل شوې ده. ده ادعا وکړه چې د دواړو لورو پر دولتي ځمکه جنجال و او خلکو له دې ځايونو «غير شرعي استفاده» کړې ده. عمري زياته کړه چې دا سيمې د طالبانو له لوري «بيرته راګرځول» کېږي.

سږ کال د وري پر ۲۶مه کوچيانو په دولت اباد کې د ترکمن قوم د خلکو پر څړځایونو يرغل ور ووړ. دوی په توره او لرګيو د ترکمنو اته  تنه ژوبل کړل او ويې وهل. د سيمې اوسېدونکو هغه مهال وويل، چې له کوچيانو سره د طالبانو ملاتړ وو. سږ کال د غویي د مياشتې پر ۲۲مه نېټه، کوچيان له قيصار څخه د ايماقو مېشتځای د کوهستان «بندر» سیمې ته ولاړل او د هغه ځای د مالکيت دعوه يې وکړه. د دې اقدام پايله نښته شوه. په دې نښته کې يو کوچی ووژل شو او يو ايماق ژوبل شو. تر دې پېښې يوه ورځ وروسته طالبانو په فارياب کې د خپل مرستيال والي حميد الله ارشاد په مشرۍ يو پلاوی د نښتې ځای ته ولېږه. نوموړی چې کله له کوهستانه درې ورځې وروسته راغی ويې ويل چې د دواړو لورو تر منځ جنجال حل شوی دی او د کوچي په وژنه تورن کس نيول شوی دی.

د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ پر شپږمه کوچيانو د قوش تيپې ولسوالۍ پر نوآباد، قدوق او جرقدوق کليو بريد وکړ. د دوی تر منځ مسلح خلک هم وو. کوچيانو له ورتلو سره سم، د دې سيمې ازبک او ترکمن وګړي په خپلو ځمکو کې له ژمنيو کښتونو منع کړل او د دې ځمکو د مالکيت دعوه يې وکړه. د دې سيمې خلکو له کوچيانو سره شخړه وکړه.

سيمه‌ييزو کسانو له اطلاعات روز سره په خبرو کې منلې ده چې په ډیری داسې نښتو کې طالبانو د کوچيانو ښکاره ملاتړ کاوه.

د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د نښتې صحنه

د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د نښتې صحنه

جوزجان ولايت

د ۱۴۰۱ کال په غبرګولي مياشت کې کوچيان د د جوزجان په مرکز شبرغان او درزاب او خواجه دوکوه ولسواليو کې د سيمه‌ييزو اوسېدونکو د څړخايونو او کښتونو په تخريب تورن شول. په دې ولسواليو کې په ځانګړې توګه په ليلي، آب ګرمي، زمرد او قوبان سيمو کې کوچيانو په لسګونو جريبه ځمکه غصب کړې ده. سيمه‌ييزو اوسېدونکو ويلي، چې په دې سيمو کې کوچيان د طالبانو د مرستيال والي مولوي ګل محمد او د طالبانو د محکمې د رييس مفتي زلمي له ځانګړي ملاتړ څخه برخمن وو. د دوی په وينا، د طالبانو له لوري د کوچيانو ملاتړ د دې سبب شوی دی چې د دوی شکايت وانه ورېدل شي. طالبانو په شبرغان ښار، درزاب او خواجه دوکوه کې د دواړو اړخونو د ادعاوو د ارزونې لپاره يو پلاوی وټاکه، د کوچيانو له لوري د غنمو د کښت ويجاړي او د ځمکو غصب يې تاييد کړو، خو له دې سره – سره د اصلي سيمه‌ييزو اوسېدونکو شکايتونو ته رسيدګي نه ده شوې.

تېر کال په کب کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په شبرغان کې راټول شول او مولوي ګل محمد يې تورن کړ چې تر شخړې لاندې ځمکې يې کوچيانو ته تسليم کړې دي. دوی ادعا وکړه چې مولوي ګل محمد له کوچيانو سره د قومي تړاو له وجې دا اقدام کړی دی.ƒ

بلخ ولايت

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بلخ ولايت په شولګره ولسوالۍ کې کوچيانو د «آقچه دالان» او «رحمت آباد» سيمو د ملکيت دعوه وکړه. په آقچه دالان کې هزاره او په رحمت آباد کې ازبک مېشت دي. د آقچه دالان يوه اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې کوچيانو او طالبانو تېر کال د دوی کښتونه تخريب کړي او سږ کال يې دوی په ځمکه کې له کښت کولو څخه منع کړي دي. ده زياته کړه چې له کليوالو سره يو ځای اړ شوی دی چې په ځمکه او څړځايونو کې د هر پسه او وزې د څرېدو پر سر کوچيانو ته ۲۰۰ افغانۍ ورکړي.

تېر کال په پسرلي کې کوچيانو د طالبانو په ملاتړ د رحمت اباد د اوسېدونکو ځمکې يوې کولې. د سيمې خلکو يې مخه ونيوله چې له کبله يې جګړه پېښه شوه. په دې جګړه کې لس سيمه‌ييز اوسېدونکي ژوبل شول.

د بادغيس ولايت په «آب پوده» سيمه کې هم کوچيانو شاوخوا ۱۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه غصب کړ او تر خپل منځ يې وېشلې ده. اطلاعات روز ورځپاڼې راپور ورکړی چې کومو کوچيانو دا ځمکه غصب کړې ده، د «بابکزي» قوم خلک دي. د سيمې اوسېدونکو وويل، چې کوچيان د مالکيت اسناد نه لري. دوی د طالبانو ځايي ادارو ته شکايت وکړ، خو تراوسه هم قضيې ته رسيدګي نه ده شوې. د طالبانو عدليې وزارت هم په «جوند» کې د دواړو قومونو تر منځ جنجال تاييد کړی دی. دې ډلې ويلي چې دې موضوع ته رسيدګي کېږي.

کابل ولايت

د ځمکې پر سر شخړه کابل ته هم رسيدلې ده. د ۱۴۰۰ کال په لړم مياشت کې کوچيانو د کابل ښار په لوېديځ کې د «خيرآباد» او «نوآباد» سيمو د مالکيت دعوه وکړه. طالبانو په دې سيمه کې د کوچيانو ملاتړ وکړ. دوی په يوه اونۍ کې ۱۵ کورونه ويجاړ کړل. کوچيانو ادعا کوله چې په دې سيمه کې د اوسېدو کورونه د دوی پر څړځايونو په غير قانوني توګه جوړ شوي دي. هغه وخت د سيمې خلکو وويل چې غوښتل يې په کابل ښار کې د طالبانو اتلسمې امنيتي حوزې ته شکايت وکړي، خو هلته ورته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.

وران شوي کورونه

وران شوي کورونه

په بېلابېلو ځايونو کې د کوچيانو له لوري د ځايي خلکو د ځمکې د غصبولو او تهاجم په تړاو د شکايتونو تر زياتېدو وروسته، طالبانو فراه ښار ته څېرمه د درې زره او ۲۰ جريبه ښارګوټی کوچيانو ته ځانګړی کړ. د دې ښارګوټي د وېش بهير د تېر کال د وږي د مياشتې پر ۲۴مه نېټه پېل شو.

غور ولايت

د تېرو کلونو د پورونو غوښتنه يو بل هغه مورد دی چې کوچيان يې په وسيله له ځايي خلکو پيسې اخلي. د بېلګې په توګه په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې، چې د لعل و سرجنګل په ټولو ځايونو کې کوچيانو خلک په تېرو کلونو کې خپل پوروړي ګڼلي دي او له هغوی يې پيسې اخيستې دي. همدا راز کوچيانو د دې ولسوالۍ په اکثريت سيمو کې له خلکو د ځمکې د اجارې غوښتنه کړې ده. د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په مرکز کې يوې سرچينې وويل، چې پلار او نيکه يې هيڅکله هم له کوچيانو سره راکړه-ورکړه نه ده کړې، خو کوچيانو ترې سږ کال له ده ۱۵۰ زره افغانۍ د ځمکې د اجارې او تېرو کلونو د پور په توګه اخيستې دي. په ځينو سيمو کې چې د سيمې خلکو اجاره نه ده ورکړې، کوچیانو ګواښلي دي چې ځمکې به يې نورو کسانو ته په اجاره ورکړي. د سرچينو په وينا، خلک د طالبانو له وېرې د کوچيانو غوښتنې مني. کوچيانو په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د ټولو څړځايونو او يو شمېر کرنيزو ځمکو د مالکيت دعوه کړې ده. په لعل کې يو ځل طالبانو کوچيان د خلکو زراعتي ځمکې ته ور لېږلې دي او ويلي يې دي چې هغه ځايونه دولتي ځمکه ده. کله چې خلکو د غور په زراعت رياست کې د ځمکو د مالکيت اسناد ښودلي، نو طالبانو ويلي، چې رهبر يې ورته امر کړی دی چې کوچيانو ته د هزاره‌وو په سيمه کې څړځايونه پيدا کړي. طالبانو دوی ته وړانديز کړی چې خپل څړځايونه کوچیانو ته په اجاره ورکړي. کوچيان اوس هم د لعل و سرجنګل په ډیری سيمو کې له کوم تړون پرته حضور لري.


بامیان ولايت

تېرکال کوچيانو تر دوه نيمو لسيزو وروسته ځانونه د باميانو پنجاب او ورس ولسواليو – د هزاره جات تر ټولو مرکزي سيمو- ته ورسول. شاوخوا ۲۰ ورځې دلته پاتې شول چې په څړځايونو کې د کوچيانو د پاتې کېدلو تر ټولو کم وخت دی. دوی په باميانو کې هم له ډېر وخت راهيسې دعوې کړې دي.

د تېرکال د غوایي مياشتې پر مهال يوه کوچي د ورس په بازار کې د اوبو رسونې شبکې د ځمکې د ملکيت دعوه وکړه. دې کس له هغو کسانو د اوبو د قيمت ادا کولو غوښتنه وکړه چې استفاده يې ترې کوله. طالبانو د دې دعوې د بررسۍ لپاره يو پلاوی ورس ته ولېږه. د دواړو اړخونو تر منځ دعوه د کوچي په ګټه فيصله شوه. همدا راز کوچيانو په ورس کې د ځمکې د ملکيت له دعوې سره-سره، د سيمې له اوسېدونکو د ځمکې د اجارې او يو څه کرنيزو محصولاتو د بيې غوښتنه وکړه.

تېرکال کوچيانو د پنجاب په «پشته‌ی غرغري» کې د ځمکې د مالکيت دعوه وکړه، همدا راز يې د سیمې له خلکو د ۴۳ کلنې اجارې د قيمت ادا کولو او د دې کلونو پر مهال د نيمو کرنيزو محصولاتو د قيمت د ورکړې غوښتنه وکړه.

د کښتونو ويجاړول

اطلاعات روز په ډېری هغو سيمو کې چې د کوچيانو د تګ-راتګ لارې دي، له سيمه‌ييزو خلکو سره په مرکه کې موندلي چې کوچيانو په دې سيمو کې د دوی پر کرنيزو ځمکو خپل څاروي څرولي او ځينې وختونه يې د خلکو کښتونه سوځولي او ويجاړ کړي دي.

غزني ولايت

سږکال د غبرګولي مياشتې په لومړيو کې کوچيان د ارزګان له لارې د مالستان سرحدي کليو «شيرداغ» ته ولاړل. د سيمې خلکو يې د مخکې تګ مخنيوی وکړ. د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه. کوچيانو د شيرداغ دوه تنه ژوبل کړل. دوی په مالستان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ ته دعوه يووړه او له کوچيانو څخه يې د تاوان غوښتنه وکړه. د طالبانو له پرېکړې سره سم، کوچيانو ۳۶۰ زره کالدارې تاوان ورکړ. تر دې وروسته کوچيانو سيمه پرېښوده او د شيرداغ پر اوسېدونکو يې دعوه وکړه او ويې ويل، چې اووه پسونه يې د سيمې د خلکو له لوري تښتول شوي دي. دا دعوه تر اوسه هم نه ده وروستۍ شوې. وړاندې د مالستان اوسېدونکو د طالبانو د يوې پرېکړې له مخې، د اجرستان دریو پښتنو ته ۲۵۰ زره کالدارې ورکړې، هغوی ادعا کړې وه چې پسونه يې تښتول شوي دي.

د غبرګولي د مياشتې پر ۱۴مه کوچيانو د مالستان په «کندلي» کې دوه بزګران ځکه ووهل او ژوبل يې کړل چې هغوی په خپله کرنيزه ځمکه کې د کوچيانو د څارویو د څرېدو مخه ونيوله.

همدا راز تېر کال هم په پسرلي کې کوچيان د جاغوري ولسوالۍ «حوتقول» سيمې ته ننوتل او د خلکو پر کښتونو يې خپلې رمې ورخوشې کړې. کله چې يې د سيمې خلکو مخه ونيوله، دواړه اړخونه له يوه-بل سره ښکېل شول او کوچيانو د دې سيمې دوه تنه ووهل او ژوبل يې کړل.

که څه هم د کوچيانو ملاتړې سرچينې د کوچيانو له لوري د پيسو اخيستل او د ځمکې غصب ردوي، خو په ځينو مواردو کې په خپله کوچيانو هم منلې ده چې د سيمې د خلکو کښتونه او مالونه يې ويجاړ کړي دي. د بېلګې په توګه، کوچيانو د طالبانو په ملاتړ د دايکندي ولايت په غم قول سيمه کې کښتونه ويجاړ کړل؛ دا موضوع د کوچيانو له منځه هم ځينو سرچينو موږ ته تاييد کړې ده. په همدې توګه د ۱۴۰۱ کال د غوايي په مياشت کې کوچيان له خپلو رمو سره له اجرستان څخه د شهرستان ولسوالۍ سرحدي سيمو ته راغلل. د سيمې اوسېدونکو وويل چې کښتونه يې د کوچيانو د رمو په وسيله تخريب شوي دي.

پروان ولایت

د ۱۴۰۱ کال د غوايي مياشتې پر ۲۷مه کوچيان تر ۴۵ کلونو وروسته د پروان ولايت د شيخ علي ولسوالۍ هزاره مېشتې کلي جرف ته له زرګونو څارويو سره راغلل. په لسګونو وسله والو کسانو د دې رمې څارنه کوله. پر کښتونو د رمو له بريد سره د سیمې خلک حيران-دريان شول. کوچيانو ته ورغلل او له هغوی څخه يې غوښتنه وکړه چې خپل څاروي دې له کښتونو وباسي. د دواړو تر منځ خبرې په نښته واووښتې او وروسته کوچيانو ډزې وکړې. لږ تر لږه ۲۰ تنه کليوال يې ژوبل کړل. دوی طالبانو ته شکايت وکړ. کله چې طالبان سيمې ته راغلل، نو ويې ويل چې له هغوی سره د جنګ جواز نه لري او د هغوی د اقداماتو مخه نه نيسي. د سيمې خلک د کوچيانو پر وړاندې ودرېدل او کوچيانو هم د کښتونو تر منځ له پرمختګ څخه ډډه وکړه.

کوچيانو د جرف پر شاوخوا سيمو هم هجوم ور ووړ او کښتونه يې تخريب کړل. دوی په جرف کې له نښتې سره هممهاله د شيخ علي پر «شنګريان» سيمې هم هجوم ور ووړ او دلته هم د سيمې له خلکو سره ښکېل شول. نښتې مرګ ژوبله نه درلوده. د تېر کال د غبرګولي مياشتې پر ۴مه دوی د شيخ علي «جنګلک» سيمې ته هم ورښکته شول. خلکو يې د مخکې تګ مخه ونيوله او دوی هم ټوپک ته لاس کړ. د دواړو اړخونو تر منځ د وسله والې جګړې په پايله کې يو کوچي او لس تنه د جنګلک اوسېدونکي ژوبل شول.

غور ولایت

د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې د کوچيانو يوه ډله له هلمند او فارياب څخه د غور ولايت تيوره، دولت يار او لعل و سرجنګل ولسواليو ته ولاړه. تېرکال هم کوچيان په دې سيمو کې موجود و، خو سږ کال پسرلی يې حضور ډېر زيات دی او په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو په ملاتړ پيسې اخلي او باج ټولوي.

لعل و سرجنګل ته له ننوتلو سره سم، کوچيانو خپل څاروي پر کرنيزو ځمکو ور پرېښودل. کله چې يې د سيمې خلکو مخه ونيوله، نو وسله والو کوچيانو په وهلو، ژوبلولو او وژلو وګواښل. سرچينې چې نه غواړي هويت يې معلوم شي، وايي چې کوچيانو په «سرجنګل» ساحه کې يو ښوونکی ځکه وهلی او ژوبل کړی چې پر خپله کرنيزه ځمکه يې د کوچيانو د څارويو د څرېدو مخه نيولې وه. په «دهن خشنو» او «کرمان» سيمو کې هم د سيمې اوسېدونکي ورته پېښو کې د کوچيانو له لوري وهل شوي او ژوبل شوي دي. زموږ موندنې ښيي چې د ميدان وردګ ولايت په بهسودو او دايمرداد ولسواليو کې په تر ټولو زياته کچه د خلکو کښتونه او ملکيتونه ویجاړ شوي دي.

میدان وردک ولایت

د طالبانو د لومړۍ دورې د حاکميت تر سقوط وروسته کوچيان د ۱۴۰۱ کال په پسرلي کې له کوم خنډ پرته جلريز، دايميرداد او بهسودو ته ولاړل او د کوه بابا په لمنو کې يې واړول. د بهسودو د اوسېدونکو په وينا، دوی د طالبانو په امر په داسې ځايونو کې مېشت شول چې هلته د دې ډلې پر وړاندې د مقاومت د کېدو شونتيا وه. کوچيان د کليو تر منځ وشيندل شول او د بهسودو د اوسېدونکو پر کرنيزو ځمکو يې خيمې ووهلې. دې کار د دواړو لورو تر منځ شخړه راپورته کړه او د ۱۴۰۱ کال د غوايي مياشتې پر ۹مه نېټه په ميدان وردګ کې د طالبانو پخوانی والي حافظ امين عمري بهسودو ته ولاړ. دواړه اړخونه يې ارامۍ ته راوبلل او د پرېکړه‌ليک د رعايتولو يې ورته وويل. کوچيان د کښتونو د تخريب له وجې ۲۰ زره افغانۍ جريمه شول، خو وريې نه کړې. تر دې وړاندې د کوچيانو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ د طالبانو د شخړو د حل کميسيون چې د ۱۴۰۱ کال په وري مياشت کې جوړ شو، د يوه پرېکړه‌ليک له مخې کوچيانو ته يوازې په عمومي څړځايونو کې د څارويو د څرولو حق ورکړ.

د غوايي د مياشتې پر ۲۰مه چې کله کوچيانو بهسودو د لومړۍ برخې په «سياه‌سنګ» کې پر عمومي کرنيزو ځمکو خپل څاروي ور خوشې کړل، څلورو نامعلومو کسانو پرې بريد وکړ. د نښتې پر مهال يو کوچی ووژل شو او دوه نور ژوبل شول. بريد کوونکو سيمه پرېښوده. طالبانو د «بادقول»، «قول‌قويي»، «کوديکګ» او «شيغ سنګ» ۲۰ تنه اوسېدونکي له دې وجې ونيول چې هغه څلور کسان پر همدې سيمو تېر شوي دي. له دې سره – سره، کوچيانو خپل څاروي د سيمې د اوسېدونکو له کښتونو بهر نه کړل. د غبرګولي د مياشتې پر ۱۵مه نېټه د طالبانو د سرحدونو او قومونو د وزير نورالله نوري په مشرۍ يو پلاوی چې د دې ډلې د کورنيو چارو معين نور جلال جلالي يې هم غړی و، بهسودو ته ولاړ. دا سفر په بهسودو کې د کوچيانو او نامعلومو کسانو تر منځ تر جګړې وروسته وشو او د سيمې د خلکو د غوښتنو او اندېښنو له اورېدلو پرته پای ته ورسېد. د پلاوي تر سفر وروسته، کوچيانو د سیمې خلکو ته وخت ورکړ چې خپل کښتونه ورېبي. دوی وويل چې که يې ونه رېبي، کښتونه به يې پايمال کړي. د وخت تر ختمېدلو وروسته کوچيانو خپل څاروي پر کښتونو ور خوشې کړل. د بهسودو، جلريز او دايميرداد په ټولو سيمو کې د کښتونو د تخريب راپورونه ورکړل شول.

په بهسودو کې کوچیان

په بهسودو کې کوچیان

د بهسود د سيمه‌ييزو اوسېدونکو او کوچيانو تر منځ نښته دومره سخته شوه چې د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ مياشتې پر ۶مه د طالبانو کابينې پرېکړه وکړه چې د کوچيانو او سيمه‌ييزو خلکو تر منځ د شخړو د مخنيوي لپاره په باميان او ميدان وردګو کې دوې امنيتي قطعې پر ځای کوي. له پرېکړي سره سم، په ميدان وردګ ولايت کې د طالبانو والي موظف کړل شو چې کوم کوچيان په بهسودو کې څړځای نه لري، هغه دې بل ځای ته انتقال کړي او تر «څو چې په باميان ولايت کې د دوی د څړځايونو مشکل نه وي حل شوی، دې ولايت ته دې کډه نه کوي». طالبانو له هزاره‌وو سره ژمنه وکړه چې د دوی امنيتي کسان به د پلټنې پر پوستو د کوچيانو اسناد ارزوي خو دا ژمنه عملي نشوه.

سږکال په پسرلي کې کوچيان د «دره میدان»، «دايميرداد» او «کجاب» له لارې بهسود، جلريز او دايميرداد ته ننوتل. د کوچيانو او ځایي اوسیدونکو ترمنځ د طالبانو د شخړې د حل کميسيون يوه غړي چې نه يې غوښتل هويت يې په ډاګه شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې سږکال په دې ولسواليو کې د کوچيانو له لوري د ځايي وګړو د څړځايونو او کښتونو د تخريب تر سل زيات راپورونه ورکړل شوي دي. د تخريب سلنه د ۵۰ او ۶۰ تر منځ ده. کوچيانو تر اوسه پورې د بهسودو ۳۰ تنه ژوبل کړي دي. له دې کسانو څخه د ځينو ټپونه سخت و او د درملنې لپاره کابل ته تللي دي. کوچيانو د کورونو او مسجدونو وسايل هم لوت کړي دي او په «زور او ګواښ» يې د سيمې له خلکو سون‌توکي، اوبه او ډوډۍ اخيستي دي.

دوی د دې ولسواليو په ډیری سيمو کې خپلې خيمې د کليو تر منځ وهلې دي چې دا چاره د ښوونځيو د تړل کېدو سبب شوې ده. د سرچينې په وينا، کوچيانو په بهسودو کې خپلو څارويو د ورکېدو څو ادعاوې کړې دي او د سيمې له خلکو يې د تاوان د ورکړې غوښتنه کړې ده.

ارزګان ولايت

په ارزګان ولايت کې په تر ټولو بده توګه د هزاره‌وو مالونه او کښتونه ويجاړ کړل شوي دي. د دې ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ يو له هغو ګوتو په شمېر ولسواليو څخه ده چې پخواني هزاره ګان پکې ژوند کوي. د ۱۴۰۱ کال په غبرګولي مياشت کې د سيمې اوسېدونکو وويل، چې کوچيانو يې پر کرنيزو ځمکو خپل څاروي ور خوشې کړي دي. د سيمې اوسېدونکو د کوچيانو د ادعا له مخې وويل چې طالبانو د دوی څړځايونه او کرکيلې د کوچيانو ملکيت ګڼلي دي. په هغه وخت کې د کښتونو د ويجاړۍ په يوه خپره شوې ويډيو کې يوه سړي ويلي و، چې د کوچيانو د برید پر وړاندې پاتې راغلی او له خپلو کښتونو د ساتنې په موخه يې پر خپله ځمکه د طالبانو بیرغ درولی دی. سږکال په پسرلي کې هم کوچيانو د سيمې د خلکو پر کښتونو خپلې رمې ور خوشې کړې. سرچينو چې نه يې غوښتل هويت يې معلوم شي، وويل چې کوچيان اوس هم په ټولو سيمو کې شته دي او خلک يې سخت تنګ کړي دي. د دوی په وينا، خلک په څړځايونو کې د څارويو له څرولو منع شوي دي. د هغو اطلاعاتو له مخې چې د اطلاعاتو روز لاس ته ورغلي دي، ښيي چې کوچيان د شپې مهال د خلکو کښتونه او کرنيز محصولات، کورونه او حتا نقليه وسایط سوځوي. د سيمه‌ييزو عيني شاهدنو په وينا، تر اوسه په دې ولسوالۍ کې څو تنه ځايي خلک وژل شوي دي. په دې کې ځينې کسان دشپې مهال په خپلو کورونو کې وژل شوي دي. يو عيني شاهد وايي چې طالبان او کوچيان تکل لري پر خلکو عشر او سختې جريمې تحميل کړي او مالونه يې وسوځوي، تر څو دا ولسوالۍ له هزاره‌وو تخليه کړي.

د ارزګان ولایت خاص ارزګان

د ارزګان ولایت خاص ارزګان

پنجشېر ولايت

د پنجشېر د کليو اوسېدونکي چې د اوړي په موسم کې ډېری وخت خپل څاروي د هندوکش لوړو سيمو ته د څرېدلو لپاره بيايي، له کليوالو (ځايي اوسېدونکو) سره د طالبانو له چلنده شکايت کوي او وايي چې طالبان يې د څړځايونو پرېښودلو ته مجبوروي.

دې ډلې په تېرو دوو کلونو کې له «ملي مقاومت جبهې» سره تر نښتو وروسته، غرونو ته د سيمه‌ييزو خلکو تګ ممنوع کړی دی. طالبانو د پنجشېر د خلکو لپاره داسې شرايط وضع کړي، چې که کوم کسان په غرونو کې اړوي، بايد هغه امنيتي فورم ډک کړي چې د طالبانو له خوا ورکول کېږي. له سيمې د راپورونو پر اساس، طالبانو د کوچيانو په هڅونه سږکال هغه ځايي خلک چې امنيتي فورم به يې نه درلود د کليو يا هم د اوړي د اوسیدو ځای پرېښودلو ته اړ کړي دي. ځايي سرچينې د پنجشېر ولايت له پريان ولسوالۍ څخه وايي، چې سږکال د چنګاښ د مياشتې په نيمايي کې طالبانو د کليو يا هم يلاقونو څو ساحې په زور له غرونو را ښکته کړې. د سرچينو په وينا، د «دره جمکو»، «منده کما»، «دهن دوآب»، «پايين کر»، «شالزور» او «درګک» کلي يا هم يلاقونه تخليه شوي دي.

کوچيتوب د تاريخ په اوږدو کې

د کوچي او ځايي خلکو تر منځ شخړه د يوې نيمې پېړۍ مخينه لري. په افغانستان کې کوچيان په درې ډوله شخړو کې دخيل دي: له کوچي سره د کوچي شخړه، له حکومتونو سره د کوچي شخړه او له کليوالو سره د کوچيانو شخړه. حکومتونو له لومړۍ او دويم ډول شخړې سره د جرمي، جنايي او حقوقي قضيې په توګه چلند کړی، خو له درېيم ډول شخړې سره هر وخت سياسي چلند شوی دی. دا شخړه د کوچي قشر يوه اوږده، بالګښته او تر ټولو خونړۍ شخړه ده چې د هزاره‌وو د سيمو لور ته له خپلې ټولنې د دباندي پښتنو کوچيانو پر مسير او د هغو د لاندې کولو له کبله پېښه شوې ده. ټولنپوه مجيد محمدي وايي، چې په افغانستان کې د موډرن دولت د بنسټګر عبدالرحمن خان له لوري پر هزاره جات تر يرغل، په دې يرغل کې د عبدالرحمن خان په غوښتنه د کوچيانو تر ګډون او د هزاره‌وو تر عام وژنې وروسته له کليوالو سره د کوچيانو شخړه را پيدا شوې ده. د ښاغلي محمدي په وينا، تر دې وروسته پښتانه کوچيان له «خپلو جغرافيوي حدونو دباندې ولاړل او د تېري او تجاوز بڼه يې خپله کړه». ولس‌پوه نظيف شهراني وايي، چې د عبدالرحمان تر جګړو وړاندې پښتانه کوچيان يوازې په پښتنو سيمو کې په حرکت کې وو. تاريخ ليکونکي عباس دلجو په دې اړه د خپلې څېړنې پايلې له اطلاعات روز سره شريکې کړې دي، وايي چې عبدالرحمان د «هزاره‌وو او نورو قومونو تر عام وژنې وروسته، د هزاره‌وو څړځايونه او ځمکې په رسمي توګه پښتنو کوچيانو ته د ده له حکومت سره د همکارۍ د بدلې په توګه ورکړې او کوچيان يې د خلکو پر ځان، مال او نواميسو مسلط کړل». ډنمارکی قومپوه کلاوس فرديناند وايي: «[د عبدالرحمان له لوري د هزاره جات تر نيولو وروسته] د هزاره جات څړځايونه د بېلابېلو کوچي [پښتنو] قبايلو تر منځ په دې فتحه کې د همکارۍ د بدلې او د دې ډاډ لپاره ووېشل شوې چې هزاره بیرته قدرت ونه نيسي ... دا نظام چې د هزاره‌وو او کوچيانو تر منځ د ځمکې وېش دی، اوس هم له کمو بدلونونو سره پر خپل حال پاتې دی» (۲: ۲۶)

د ځمکې د ملکيت شنونکي ليزآلدين ویلي په خپل کتاب «د څړځايونو پر سر شخړې: په افغانستان کې پټه جګړه» ويلي دي، چې شاوخوا له ۳۰ څخه تر ۴۰ زرو کوچيانو د ۱۸۹۲ پسرلي پرمهال پر هزاره جات د عبدالرحمان خان د يرغل کولو غوښتنه ومنله. ده د فيض محمد کاتب په وينا ليکلي، چې عبدالرحمان خان په هزاره جات کې تر بريا وروسته، د ۱۸۹۴ پرمهال د يوه امر له لارې د هغه ځای له څړځايونو څخه د هزاره‌وو استفاده ممنوع کړه. کاتب ويلي چې دا حکم د «رعايا» او «حکام هزاره‌جات» په نوم په ارزګان، اشکارآباد، ميرادينه او مالستان، هجرستان، جاغوري، بهسود، ګيزاب، يکه‌ولنګ، باميان، کهمرد، سيغان او غزنين کې صادر کړل شو: «هغه څړځايونه چې هلته د هزاره‌وو څاروي تر دې وخته څرېدلي او د هغه ځای خلکو ګټه ترې اخيستې او د مالدارۍ له لارې يې خپل ژوند او اقتصاد ښه کړی دی، امر دا شوی چې هزاره وګړي دې ترې منع شي.» (۴: ۹۸۶) ليزآلدن ويلي چې تر همدې فرمان وروسته هزاره‌جات پښتنو قبايلو ته ووېشل شولو. د تاريخ ليکونکي سيد عسکر موسوي په وينا، د عبدالرحمان له لوري د هزاره جات د څړځايونو د مصادرې په تړاو د فرمانونو تر ورکولو وروسته کوچيانو د هزاره وو تر کښت لاندې ځمکې هم غصب کړې. (۵: ۱۸۰) روسی تاريخ ليکونکی الکساندر کنيا زيف وايي، چې د عبدالرحمان له لوري د هزاره‌وو تر ماتولو وروسته هزاره ميشتې سيمې د پښتنو د فشار له وجې له «۱۵۰ زره کيلومټره مربع څخه سل زره کيلومټره مربع» ته راکمې شوې. روسی تاريخ ليکونکی تيمور خانوف وايي، چې کوچيانو په هزاره جات کې کښتونه تخريبول او هغه کسان به يې وژل چې د دوی د تخريب مخه به يې نيوله. (۱: ۲۵۹)

د شخړې ډولونه

د شخړې يا دعوې ډول د دعوې يا شخړې بېلګې له دعوې يا شخړې سره چلند د دعوې يا شخړې د دواړو اړخونو قوميت
کوچی له کوچي سره په بادغيس کې د څړځای پر سر شخړه چې دوه پکې مړه او دوه ژوبل شول طالبانو د شخړې پر وخت مداخله وکړه او درې تنه يې ونيول پښتون له پښتون سره
کوچي له حکومت سره د غزني د ښار د «شيخ عبدالسلام» د سيمې د مالکيت پر سر له طالبانو سره د کوچيانو نښته طالبانو اته کوچيان ژوبل کړل طالبان له پښتنو کوچيانو سره
کوچيان له کليوالو سره د مالکيت دعوې، په غزني، دايکندي، تخار، باميان، فارياب، جوزجان، سرپل، پروان، بلخ، ميدان وردګ، غور او ارزګان کې د قتل او ټپ د ديت، تاوان، قرض او کرنيزو محصولاتو د بيې غوښتنې په دې دعوه کې شاملېږي. په اکثريت دعوو کې طالبانو د کوچيانو اړخ نيولی دی. پښتون له زهراه، ازبک، تاجک، ترکمن او ... سره په شخړه کې

عباس دلجو زياتوي چې د هزاره جات سيمو  ته د کوچيانو له ورتګ سره يې د هزاره‌وو د اقتصادي شاهرګ د غوڅولو په موخه د مرکزي دولت په ملاتړ سره د «راکړې-ورکړې» (سوداګرۍ) چارې په خپل انحصار کې واخيستې. کلاوس فرديناند هم وايي چې دې کار د کوچيانو لپاره تر «۲۰۰ سلنه» هم زياته ګټه درلوده او برعکس يې هزاره‌ګان پوروړي کړل: «هزاره‌وو به چې له کوچيانو کوم څه اخيستل ندرتا به يې په نغدو اخيستل؛ پور به ثبت کېده او تر يوه کال پورې به ځنډول کېده. ډېری وخت به د پور ورکړه په راتلونکي کال کې د غنمو تر اخيستلو پورې ځنډول کېده. که به د پورونو ورکړې تر يوه کال زيات وخت واخيست، نو معمولا به يې د هر کال په تېرېدو بيه دوه چنده او يا هم درې چنده کېده. په دې توګه د غنمو د مخکيني او اوسني قيمت تر منځ توپير راځي چې د کوچيانو لپاره يو تر ټولو ګټور نظام و ... د هزاره‌وو لپاره دا يو باطل تسلسل و ځکه د ځنډول شوي پور د تصفيې پر وخت به کوچيانو پسونه، وزې او يا هم په اخر کې د ځمکې ملکيت اخيست.» دی زياتوي چې له همدې امله يو شمېر پښتنو قبايلو مالداري پرېښوده او سوداګرۍ ته يې مخه کړه. (۲: ۲۸) په داسې حال کې چې د ليزآلدن ويلي په وينا، د عبدالرحمان تر يرغل وروسته د هزاره‌وو کسب او کار «په کمه [ځمکه] کې تر کرکيلې» پورې محدود شو.

تر خپلې ټولنې دباندې د کوچيانو تګ – راتګ چې د عبدالرحمان تر يرغل وروسته يې هزاره جات ته مخه کړه، د کوچيانو لپاره يو نوی مسير شو. د سيد عسکر موسوي د وينا له مخې، د ۱۸۹۳ کال پر مهال د هزاره جات له لارې د کوچيانو لپاره يو «قانوني مسير» وټاکل شو. (۵: ۱۸۰) د دوی اکثريت له پاکستانه د هيواد د ختيځ، سويل ختيځ، سويل او سويل لوېديځ پولو را اوړيی او د هزاره جات سيمو لور ته حرکت کوي. د دوی ځينې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې ځای پر ځای شوي دي، هغوی هم د دوبي پر مهال د هزاره جات لور ته ځي. د تېرې يوه نيمې پېړۍ پر مهال پښتنو کوچيانو تل پر دې مسير تګ-راتګ کاوه.

د عبدالرحمان د لښکر تر يرغل او د دې قومي ډلې تر تکفير وروسته د هزاره‌وو ځمکې ولوټل شوې. د ليزآلدِن ويلي د وينا له مخې، عبدالرحمان د خپل لښکر د چمتو کولو لپاره د «بې دينه شيعه هزاره‌وو» شعار کارولی دی. دا بهير د عبدالرحمان د زوی حبيب الله د پاچاهۍ پر مهال هم روان و. مجيد محمدي وايي چې دا اقدامات د افغانستان په ټولو ټلونو کې د پښتنو د ځای پر ځای کولو لامل شوي دي. دا نفوس‌پوه وايي چې اوس هم پر غير پښتني ټولنو د تېري او تعرض لپاره د «کوچيتوب له وسيلې» استفاده کېږي او په همدې وسيله په دې ټولنو کې خلک ځای پر ځای کوي.

سيد عسکر موسوي وايي، چې پر هزاره جات د عبدالرحمان تر يرغل وروسته «له افغانستانه دباندې مېشت پښتانه کوچيان» په ټول هيواد کې د هزاره وو، ازبکو او تاجکو پر ځمکو د ناقلينو په نوم مېشت کړل شول. د ده په وينا، د دوی اکثريت تر اوسه هم هم د پاکستان او هم د افغانستان تابعيت لري. دی زياتوي: «دا ځمکه د افغانستان د نفوس د بيا توزيع کولو په موخه په تدريج سره پښتنو ته ورکړل شوه ... حکومت غوښتل له دې لارې خپل قومي او سياسي بنسټ پياوړی کړي او د افغانستان پښتون کولو ته مشروعيت ورکړي.» (۵: ۱۸۹) اکثريت ناقلين له سويل او ختيځو ولايتونو څخه په قطغن (بدخشان، کندز، بغلان او تخار) او ترکستان (بلخ، جوزجان، فارياب او سرپل) کې ځای پر ځای کړل شول. دوی په قطغن او ترکستان کې له ځانګړي دولتي معافيت څخه برخمن و. د ۱۳۰۲ پر مهال د ناقلينو د نظام‌نامې له مخې قطغن ته د تلونکو ناقلينو هر فرد ته اته جريبه آبي ځمکه، غنم او اوربشې د کرلو لپاره ورکول کېدل. همدا راز هغوی شپږ کاله له ماليات ورکولو معاف وو. ولس‌پوه نظيف شهراني وايي چې کوچيانو ته د څړځايونو تر ورکولو وروسته، ناقلين ځکه د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شول چې د کوچيانو د ځواکمنېدو مخه ونيسي. له دې سره – سره، د کوچيانو د دقيقې مېشتېدا په اړه ارقام نشته. د ۲۰۱۲ پر مهال چې په کابل کې د سامويل هال په نوم بنسټ له لوري د کوچيانو د ځای پر ځای کولو په اړه کوم راپور خپور شو، پکې راغلي و چې تر ۱۹۹۰ کال پورې په ډېره کمه فيصدي کوچيان ځای پر ځای شوي دي. په ۹۰ لسيزه کې او په ځانګړې توګه د طالبانو په واکمنېدو سره د کوچيانو ځای پر ځای کېدل چټک کېږي. ۱۱.۴ سلنه کوچيان دا مهال په کابل کې ځای پر ځای شوي دي خو د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۶ کلونو تر منځ کوچيان په کابل کې په ډېره لوړه کچه (۳۳.۳ سلنه) مېشت کړل شول. د ثابت ژوند جذابيت، جنګ، د آبي سرچينو او څړځای نشتون او وچکالي د کوچيانو د مېشتېدا اصلي دلايل ګڼل کېږي.

د جمهوريت په دوره کې د کوچيانو ځانګړی حيثيت

د ۲۰۰۱ پر مهال د طالبانو د لومړۍ دورې د حکومت تر سقوط او ډيموکراټيک نظام تر راتلو وروسته، د اساسي قانون څورلسمې مادې «د کوچيانو د ژوند پر ښه کولو او مېشتولو» ټينګار وکړ او دولت يې په دې برخه کې د ځينو برنامو په عملي کولو مکلف کړ. د همدې قانون پر اساس، په سنا کې دوې څوکۍ کوچيانو ته ځانګړې شوې او په محلي شوراګانو کې د دې قشر سهم قانوني شو. همدا راز هغوی په پارلمان کې لس څوکۍ او په ملي بودیجه کې ځانګړې برخه درلوده. افغانستان او پاکستان ته د هغوی تګ-راتګ او د دوی د تابعيت موضوع، ټولنيز جوړښت، د مېشتېدا حقوقي ستونزې او د کوچيانو جغرافيايي حوزه په اساسي قانون او نورو ټولو قوانينو کې څرګند نه کړای شول.

د طالبانو تر سقوط وروسته کوچيان د ۱۳۸۳ پر مهال په لومړي ځل د دويم بهسود «کجاب» هزاره مېشتي سیمې ته ننوتل. راتلونکی کال هم کوچيانو پر دې سيمه هجوم ور ووړ. د سيمې اوسېدونکي يې وشيندل او کورونه او ښوونځي يې وسوځول. هغه وخت جمهوري رياست د دواړو اړخونو د ستونزو د ارزونې لپاره يو کميسيون وټاکه. د دې کميسيون غړی قربان علي عرفاني چې د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې سناتور و، له دويچه‌وله سره يې په خبرو کې وويل، چې د دې کميسيون غړو د نښتې د ساحې تر ليدلو وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته وويل، چې هزاره جات ته د کوچيانو تګ امکان نه لري. دوی د وسله والو کوچيانو په اړه هم اندېښنه وښوده. د دې کميسيون يوه بل غړي چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي، اطلاعات روز ته وويل، چې په هغه وخت کې جمهوري رياست ته راپور ورکړل شو چې «که کوچيان هزاره جات سيمې ته ننوزي نو جګړه پېښېږي». له دې سره – سره کوم اقدام ونشو. د ۱۳۸۶ کال پر مهال کوچيانو په لا زيات تاوتريخوالي د لومړي او دويم بهسود پر سيمو يرغل ور ووړ او کوچيان له ځايي اوسېدونکو سره په جګړه کښېوتل. د دواړو اړخونو تر منځ جګړې مرګ ژوبله او تاوانونه درلودل. حامد کرزي له کوچيانو وغوښتل چې د ستونزو د حل په موخه دې «موقتا» له بهسود څخه ووزي. کوچيانو هغه ځای پرېښود. تر دې وروسته د قومونو او قبايلو په چارو کې د کرزي مشاور وحيدالله سباوون وويل، چې د کوچيانو د مېشتېدو لپاره د هندوکش په شمال او سویل کې ۱۲ ښارګوټي رغېږي.

د ۱۳۸۷ پر مهال کوچيان نور هم خونړي شول او ابعاد يې نور هم پراخ شول. دوی هممهاله بهسودو او دايميرداد ته ولاړل. د شاګردانو په شمول ملکي وګړي په نښتو کې ووژل شول او په لسګونو کلي له اوسېدونکو خالي شول. له همدې وجې په کابل او باميانو کې لاريونونه وشول او هزاره توکمو سياستوالو په پارلمان کې اعتراض وکړ. محمد محقق چې هغه وخت د استازو د مجلس غړی و، غذايي اعتصاب يې وکړ. د اعتراضاتو تر پراخېدو وروسته، حامد کرزي د «د نښتې د انګېزو او حل لارې د موندنې» لپاره يو کميسيون وټاکه. په سيمه کې مېشتو امنيتي ځواکونو هم وویل، چې کوچيانو پرې وسله وال بريد کړی دی. په همدې حال کې په دايکندي او ناور کې پر سيمه‌ييزو خلکو بريد وکړ. حامد کرزي د همدې کال د چنګاښ پر ۳۰مه د کوچيانو او هزاره‌وو د شخړې د حل په موخه فرمان ورکړ. په دې فرمان کې د دواړو لورو تر منځ شخړه «د څړځای پر سر اختلاف» او «حقوقي موضوع» وګڼل شوه او له کوچيانو وغوښتل شول چې بهسود پرېږدي. پوليس او پوځ هم موظف کړل شول چې د کوچيانو د وتلو پر وخت د هغوی امنيت ونيسي. د فرمان له مخې بايد شخړه شرعي، عرفي او دولتي اسنادو ته په کتلو د دولت د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري حل کېدلای او دايمي حل‌لارې يې وړاندې کړې وای. د ۱۳۸۸ کال پر مهال وحيدالله سباوون چې د کوچيانو او د بهسودو د اوسېدونکو ستونزو ته د رسيدګۍ کميسيون رياست يې کاوه، وويل چې په بهسودو کې د کوچيانو د ځمکې د مالکيت ادعا د سترې محکمې له لوري حل کېږي. د همدې کال د دلوې پر ۲۸مه سباوون د کوچيانو او د سيمې د اوسېدونکو تر منځ د ځمکې ستونزې ته د رسيدګۍ په موخه د ځانګړې محکمې د جوړېدو خبر ورکړ. د ۱۳۸۹ کال په پسرلي کې کوچيانو يو ځل بيا پر بهسودو، دايميرداد، ناور او کابل ښار هجوم ور ووړ او له هزاره‌وو سره ښکېل شول. کريم خليلي چې د جمهوري رياست دويم مرستيال و، د کرزي د فرمان د نه عملي کېدو په تړاو په اعتراضي شکل بهسودو ته ولاړ. په همدې وخت کې د استازو د مجلس ۳۰ غړو هم تحصن وکړ. تر دې وروسته د وزيرانو شورا يوه کمېټه جوړه کړه تر څو د دریو مياشتو پر مهال د کوچيانو د مېشتېدو لپاره يوه «دايمي حل‌لاره» پيدا کړي. خليلي تر همدې پرېکړې او له بهسودو څخه د کوچيانو د وتلو په تړاو د جمهوري رياست تر فرمان وروسته دويم ځل کابل ته ولاړ. ده هماغه وخت په کابل کې په يوه غونډه کې وويل، چې حامد کرزی يو «منتخب»، «مشروع» او «قانوني» ولسمشر دی او د همده له فرمان سره سم، د هزاره جات د څړځايونو په تړاو «پخواني فرمانونه» او «مستندات» لغوه دي. له دې سره-سره، نوموړي زياته کړه چې په هزاره جات کې د کرنيزو ځمکو د مالکيت شرعي سند لري او کولای شي هلته ژوند وکړي.

په 1387 کې په بهسودو کې کوچیان/ عکس: مسعود حسینی، اسوشیتدپرس

په 1387 کې په بهسودو کې کوچیان/ عکس: مسعود حسینی، اسوشیتدپرس

د ۱۳۹۰ کال د غوايي د مياشتې پر ۲۵مه د استازو د مجلس د کوچيانو کميسيون اعلان وکړ چې کوچيان په ۱۸ ولايتونو کې له کليوالو سره په شخړه کې دي. عبدالقيوم کټوازی چې هغه مهال د ملي امنيت د ولايتي رياست معين و، د دې مجلس په يوه استجوابيه غونډه کې وويل، چې طالبان د کوچيانو له شتون څخه په استفادې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي. صاحب شاه چې هغه وخت د غزني د ولايتي شورا غړی و، پر ناور د کوچيانو په هجوم کې د طالبانو د شتون خبره مطرح کړه. ده زياته کړه چې په ناور کې کوچيان وسله وال دي او د طالبانو غړي دي. د ۱۳۹۱ کال پر مهال جمهوري رياست وويل چې طالبانو د کوچيانو په نوم پر بهسودو حمله کړې ده. تر دې وړاندې د ۱۳۸۸ کال پر مهال، ويکلي‌ليکس افشا کړه چې د کوچيانو يوه استازي په کابل کې د امريکا سفير ته ويلي و چې د طالبانو ۵۰ سلنه ځواکونه کوچيان دي.

د ۱۳۹۱ کال پر مهال، کوچيان د کابل ښار په «قصبه» نومې سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره ښکېل شول. جګړه د ښار جوړونې د وزارت د هستوګنيزې ځمکې د مالکيت پر سر را منځته شوه چې کوچيانو خپله بلله. کوچيان د لوګر په شمول په نورو ولايتونو کې هم د سيمې له اوسېدونکو سره په شخړه کې ښکېل شوي وو.

د ۱۳۹۳ کال د جمهوري رياست د انتخاباتي کمپاين د کشمکش پر مهال د کوچيانو او کليوالو تر منځ د شخړې د حل موضوع يو ځل بيا راپورته شوه. اشرف غني اعلان وکړ چې که بريالی شي نو د شخړې سيمو ته د کوچيانو د ورتګ مخه نيسي. ده د ۱۳۹۳ کال د ټاکنيزو سياليو پر مهال وويل، چې کوچيان به هزاره جات ته نه ځي.

تر ټاکنيزو کشمکشونو وروسته چې کله اشرف غني ولسمشر شو، د ۱۳۹۴ کال د غوايي د مياشتې پر اوومه نېټه يې د کوچيانو او کليوالو تر منځ د شخړو د «بنيادي او دايمي» حل لپاره يو کميسيون وټاکه. کميسيون صلاحيت درلود چې د دریو مياشتو په موده کې ټولې هغه ځمکې تثبيت کړي چې شخړې پرې روانې دي، د کوچيانو د ملکيت اسناد وارزوي، دسته بندي يې کړي او حل‌لاره وړاندې کړي. همدا راز کوچيان تر هغه وخته هغو سيمو ته له ورتګه ممنوع شول چې شخړې پرې روانې دي. دې کميسيون څه ونه کړل. د دې کميسيون د دارالانشا مشر عبدالعلي محمدي وويل: «د دې کميسيون د ماتې لامل د داخلي ډلو يا هم هغو قبايلو تر منځ اختلاف و چې خپل ځانونه يې کوچيان بلل.» له دې سره-سره، د افغانستان په مرکزي، شمالي، سويل ختيځو او لوېديځو سيمو کې د کوچيانو د شخړو راپورونه ورکړل شول. د ۱۳۹۴ کال د زمري د مياشتې پر ۲۰مه نېټه، کوچيانو دقره‌باغ په دښته کې د جاغوري اوسېدونکي وتښتول او يرغمل يې کړل. دا سيمه د طالبانو تر واک لاندې وه. په بهسودو کې د سيمې اوسېدونکو پنځه تنه کوچيان د سيمې پر خلکو د کوچيانو تر بريد وروسته يرغمل ونيول. اشرف غني د کوچيانو د خوشې کولو په اړه سمدستي امر ورکړ.

کوچيانو د ۱۳۹۵ کال په زمري مياشت کې ۱۱ هزاره مسافر په جلريز کې د خپلو څارويو په بدل کې يرغمل کړل. دا څاروي د بهسودو اوسېدونکو له کوچیانو سره د نښتې پر مهال نيولي وو. ځونډي ګل زخاني چې په هغه وخت کې د ميدان وردګو والي و د دې افرادو د خلاصون لپاره يې د نظامي عملياتو غوښتنه کړې وه، خو مرکزي حکومت يې مخه نيولې وه. د دې په مقابل کې عبدالغني علي‌پور د ولسي پاڅون ځواکونه را منځته کړل او بهسودو ته د کوچيانو د تګ – راتګ لاره يې وتړله. ځونډي ګل زماني هم وويل، چې د طالبانو په ځپلو، د هغوی د بريدونو په دفاع او په بهسودو کې د کوچيانو پر وړاندې له علي پور سره «تفاهم» لري. ده زياته کړه چې علي پور د نظام پر ضد فعاليت نه کوي او په سيمه کې محلي حکومت هڅه کوي چې د ده فعاليت قانوني کړي. د ۱۳۹۵ پر مهال، کوچيان په ناور کې له امنيتي ځواکونو سره کښېوتل. د همدې کال په غبرګولي مياشت کې د کوچيانو د هرات آمر عارف اسحاقزي وويل، چې د دولت نه پاملرنې کوچيان اړ کړي دي چې د دولت پر ضد وسله واخلي.

اشرف غني د ۱۳۹۵ کال د وږي مياشتې پر ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې د بندونو په جوړولو سره به يوه برخه ځمکه چې له دې لارې به تر اوبو لاندې راځي، کوچيانو ته ورکوي. د ۱۳۹۷ کال د لړم مياشتې پر ۱۱مه ده زياته کړه چې د کوچيانو ستونزه يوازې د څړځايونو په اړه د فرمان په ورکولو سره نه حل کېږي، بلکې د بندونو په جوړولو او د لويو پروژو په تطبيق سره به حل شي. غني وويل چې ټولو وزارتونو ته يې امر کړی دی چې په ملي بودیجه کې کوچیانو ته ځانګړی سهم ورکړي او هغوی ته د ولسي تړون په پروګرام کې هم ځانګړې برخه وټاکي. ده د ۱۳۹۸ کال د غوايي د مياشتې پر ۱۱مه اعلان وکړ چې د هر وزارت په بودیجه کې يوه برخه کوچيانو ته ځانګړې کېږي او د کوچيانو بودیجه دوه ميليارده افغانيو ته لوړېږي. د کليو د پراختيا وزارت هم وويل، چې د پروژو د تطبيق لپاره يې تر ۲۰۲۲ کال پورې د کوچيانو لومړيتوبونو او اړتياوو ته په پام ۳۰ ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د ۱۳۹۸ کال د غوايي د مياشتې پر ۲۱مه نېټه کوچيانو او طالبانو يو ځای په بهسودو کې د امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو پر پوستو پراخ بريدونه وکړل. مظفر الدين يمين چې هغه وخت د ميدان وردګو والي و، د ۱۳۹۹ پر مهال يې په دې جګړه کې د کوچيانو ګډون تاييد کړ. ده له يوه پارلماني پلاوي سره په خبرو کې وويل، چې د ۱۳۹۸ پر مهال يې موضوع په داسې توګه مطرح کړې ده چې هيڅ کوچي په دې جګړه کې ګډون نه دی کړی. د يمين په وينا، په ناور او دايميرداد کې له خلکو سره د کوچيانو د جنګ پر مهال، طالبانو له کوچيانو سره مرسته کوله. د پارلمان پلاوی چې غوښتل يې د شخړې سيمې وارزوي، هم د «طالبانو او کوچيانو» له بريد سره مخ شو. اشرف غني د ۱۴۰۰ لمريز کال د وري د مياشتې پر ۹مه نېټه د کوچيانو دا غوښتنه ومنله چې د هيواد د بندرونو پر شاوخوا لس سلنه ځمکه به ورکوي. ټاکل شوې وه چې کوچيانو ته د ځمکې وېش په نېمروز کې له کمال خان بند څخه شروع شي. په همدې کال په ټول هيواد کې ۴۹ د اوبو بندونه تر کار لاندې و او د غني او کوچيانو د استازو تر منځ د پرېکړې له مخې د دې بندونو پر شاوخوا لس سلنه ځمکه بايد کوچيانو ته وېشل شوې وای.

قومي برلاسي، د سرچينو کمښت او د شخړې راتلونکی

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو د ادارې په وينا، د ۱۴۰۰ لمريز کال پر مهال د هيواد د ټولې خاورې ۲۶۲ زره هکټاره (۴۶.۳۵ سلنه) ځمکه څړځايونه و. په افغانستان کې څړځايونه د څارويو د غذا اصلي سرچينې دي؛ افغانستان چې تر ډېره حده يو کرنيز هيواد دی او د څارويو سکټور يې د اقتصاد يوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د «۱۳۹۵ پر مهال په افغانستان کې د ژوند د وضعيت سروې» له مخې، په افغانستان کې ۳۰.۹۵ سلنه کورنۍ د غواوو، وزې، پسه او اوښ په څېر څاروي ساتي چې له څړځايونو بايد استفاده وکړي.

د پخواني حکومت له اعلان سره سم، له ۱۹۸۷ کال راهيسې بيا تر ۲۰۱۳ کال پورې د افغانستان شاوخوا ۳۰ سلنه کرنه او څړځايونه ختم شوي دي. يوازې له ۲۰۰۵ کال راهيسې، د افغانستان څړځایونه په ټول هيواد کې له ۵۲ سلنې څخه ۴۶.۳۵ سلنې ته راټيټ شوي دي. د دې يو علت د نفوسو چټکه وده ده چې له کبله يې د څړځايونو په شمول پر ځمکو کرنه شوې او يا د اوسېدو په سيمو بدله شوې ده. د پخواني حکومت د چاپېريال ساتنې رياست، ويلي و چې څړځايونه او نورې کرنيزې سرچينې د زياتېدونکي نفوس له فشار سره مخ دي او په اوسنيو څړځايونو کې للمي کښت يوازې تر «دوو يا دریو نسلونو» پورې دوام کولای شي.

د ژغورنې نړيوالې کميټې افغانستان د ۲۰۲۳ کال پر مهال د هغو لسو هيوادونو په لړ کې راوستلی چې له اقليمي بدلونونو په زياته کچه زيانمن دي. په دې هيوادونو کې د اوبو تر سرچينو وروسته ځنګلونه او څړځايونه د اقليمي بدلونونو پر وړاندې تر ټولو ډېر زيانمنونکي سکټورونه دي. د اقليمي بدلون نښې لکه لنډ او بې واورې ژمی، اوږد او ګرم اوړی، پرلپسې وچکالۍ، د طبيعي کنګلونو ويلې کېدل او د دښتې پراخېدل چې د خاورې د توږل کېدو او څړځايونو د تخريب لامل کېږي، په افغانستان کې ليدل شوي دي. د دې تخريب له امله څاروي د څرېدلو لپاره لوړو سيمو ته بوول کېږي چې د څړځايونو پر ايکوسيسټم دوه چنده منفي اغېز کوي. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افراطي څرېدنې واښه نور هم کم کړي او خاوره نوره هم توږل شوې ده.

سره له دې چې د داسې بدلونونو له کبله ښایي ځايي خلک هم د مالدارۍ او کرنې په برخه کې د اذوقې د تأمين په لړ کې له ستونزو سره مخ شي، خو کوچيان لا هم د پخوا په څېر د ځمکې د ملکيت دعوې کوي. داسې ښکاري چې د يوې سوکرې پښتنې ډلې په توګه واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته، په طالبانو کې د کوچيانو حضور او د افغانستان له پخواني حکومت او نړيوالې ټولنې سره د طالبانو په جګړه کې د کوچيانو ګډون، يو ځل بيا کوچيانو ته د ځمکې او څړځايونو د اخيستنې فرصت برابروي. د اطلاعات روز له موندنو سره سم، طالبانو اکثريت دعوې د کوچيانو په ګټه کړې دي او په تړاو يې رسمي – دولتي اسناد هم صادر کړي دي؛ هغه څه چې مجيد محمدي يې د ځمکې او د غير پښتنو قومونو د جغرافيې غصب بولي. دا ټولنپوه وايي: «طالبان د نورو قومونو جغرافيه کوچيانو ته د بدلې په توګه ورکوي.» د ده په باور، په مرکز او شمال کې د کوچيانو مېشتول د پښتنو د برلاسۍ د تثبيتولو او دوامداره کولو يو ابزار دی.

نظيف شهراني وايي، چې د کوچيتوب پديده او هغې ته لمن وهل د «پښتنو د قومي حکومت» د برترۍ غوښتنې پايله ده. د دې ټولنپوه په وينا، طالبان اوس هم هڅه کوي چې په شمالي او مرکزي سيمو کې د نفوس د جوړښت په بدلون سره قومي برتري ولري او نور قومونه وځپي. شهراني زياتوي چې طالبان کوچيان، ناقلين او پاکستاني طالبان په دې سيمو کې د کوچي او مهاجر په نوم مېشتوي تر څو ورته له دوی سره د دوو لسيزو په جګړه کې د ګډون بدله ورکړي. د ده په وينا، دا اقدامات په افغانستان کې اوږدمهالی کړکېچ راپيدا کوي.

ليزآلدِن ويلي په خپل کتاب «د څړځايونو پر سر جګړه: په افغانستان کې پټ جنګ» کې د څړځايونو مبهم مالکيت د څړځايونو پر سر د شخړې يو بل عامل ګڼي. د ده په وينا، هم دولت، هم کوچيان او هم اصلي اوسېدونکي د څړځايونو د مالکيت دعوه کوي. ويلي زياته کړې چې پخوا د دولتونو مداخله د کوچيانو په ګټه وه او په خپله د شخړې يو لامل دی. د افغانستان پخوانی دولت نه دی توانېدلی چې دا موضوع حل کړي. په وروستي ځل د ۱۳۹۶ کال پر مهال د افغانستان د پخواني حکومت له لوري د ځمکو د چارو د تنظيم قانون نافذ شو. په دې قانون کې درې ډوله ملکيتونه عامه، دولتي او شخصي او پنځه ډوله ځمکې  دولتي، شخصي، عامه، مرعي او وقفي په رسميت وپېژندل شوې. مرعي ځمکې په تعريف شوي څړځای او پر دوه ډوله خاص او عام ووېشل شوې. د دې قانون په دوولسمه ماده کې، عامې مرعي ځمکې هغه دي چې «د هيواد ټول اتباع پکې د څارويو د څرولو حق لري». د مرعي ځمکو د حدودو د تعين څرنګوالی يوې بلې مقررې ته پرېښودل شوي دي. دا مقرره چمتو نشوه.

په افغانستان کې د مرعي ځمکې د حدودو تعيين سخت کار دی ځکه چې د ځمکې د ملکيت محدوده د محلي عرف پر اساس تعينېږي چې ځای پر ځای توپیر کوي. د څړځايونو پر لور د کډوالۍ پرمهال له موډرنو وسايلو د کوچيانو استفادې هم دا شخړه پراخه کړې ده. په سنتي توګه چې د کوچيانو د تګ – راتګ لارې او د اوسېدو کوم وخت ټاکل شوی و، اوس څړځايونو ته د سړکونو په تېرېدو سره د کوچيانو له لوري نقض کېږي. د پسرلي په موسم کې کوچيان هڅه کوي چې ژر تر ژره ځان څړځايونو ته ورسوي، له همدې کبله دوی ټاکل شويو مسيرونو ته له پام پرته نوي مسيرونه انتخابوي. په تازه مسيرونو کې د سيمې خلک د هغوی مخه نيسي او ورسره شخړه رامنځته کېږي. د اطلاعات روز موندنې دا موضوع تاييدوي.

کوچیان د مهاجرت پر مهال په غزني کې د تراکتورونو په کارولو سره

کوچیان د مهاجرت پر مهال په غزني کې د تراکتورونو په کارولو سره

د کوچيانو مېشتېدنه هم تل له شخړې سره مله وه. مجيد محمدي يې دليل د نورو قومونو په سيمو کې د کوچيانو مېشتول ګڼي. د دې ټولنپوه په وينا، د هر قوم کوچيان بايد د خپل اصلي قوم په جغرافيه کې مېشت کړل شي.

نظيف شهراني وايي، چې د کوچيانو او کليوالو تر منځ د شخړې اصلي لامل هغه سياسي نظام دی چې «د پښتنو د يوې ځانګړې ډلې» له لوري اداره کېږي: «تر څو چې خالص د یوه قوم دا نظام او برتري غوښتنه حاکمه وي، نه يوازې دا چې حل‌لاره نشته بلکې [وضعيت] بد او بدتر کېږي.» د دې ټولنپوه په وينا، بنسټيزه حل‌لاره يوازې «د ولسواک نظام» را منځته کېدل دي چې د سيمو اصلي خلک پکې له خپلو څړځايونو د استفادې حق ولري. دی زياتوي چې د دې شخړې د حل لپاره بايد کوچيانو ته د څرېدلو حق بايد په قرارداد بدل شي او د څرېدلو د حق په بدل کې پيسې ورکړي.

همدا راز د شهراني په وينا، په ولسواک نظام کې د کوچيتوب پديده اوسنی ارزښت چې «پر قبيلوي او سياسي مسايلو» متکي دی، له لاسه ورکوي.

مجيد محمدي وايي، چې د دې شخړې د حل لپاره بېړنۍ حل‌لاره نشته: «په افغانستان کې تل يو شی مشروعيت لري او هغه ډاګيز قدرت (مخامخ جګړې) دي.» دا ټولنپوه وايي چې که د کوچيانو د هجوم په وړاندې مقاومت ونشي، غير پښتانه قومونه به نوره ځمکه هم له لاسه ورکړي. د ده په وينا، طالبان همدا اوس «د حاکميت (دولتي) سند [ملکيت]» کوچيانو ته ورکوي چې په راتلونکې کې د رد وړ نه دی. له دې سره – سره، د کوچيانو او کليوالو تر منځ د شخړو د حل لپاره د طالبانو د کميسيون رييس وايي، چې حل‌لاره له څړځايونو څخه مشترکه استفاده ده. د ده په وينا، په دوبي کې دې کوچيان د کليوالو څړځايونو او په ژمي کې دې کليوال د سویل په ګرمو سيمو کې د کوچيانو څړځايونو ته څاروي بوزي.

تاريخي سرچينې:

1. تیمور خانوف، ل. (1372). «تاریخ ملی هزاره». ژباړن: عزیز طغیان. لومړی چاپ. ایران: مؤسسه مطبوعاتی اسماعیلیان.

2. فردیناند، کلاوس. (1372). «کوچ‌نشینی در افغانستان» در: افغانستان؛ اقوام – کوچ‌نشینی. ټولوونکی: محمدحسین پاپلی یزدی. ژباړن: حسن خباززاده. تهران: مؤسسه چاپ و انتشارات آستان قدس رضوی.

3. کاتب، ملا فیض‌محمد. (1372). «نژادنامه افغان». تحشیه‌نویس: محمدکاظم یزدانی. لومړی چاپ، قم: مؤسسه مطبوعاتی اسماعیلیان.

4. کاتب، ملا فیض‌محمد. (1291). «سراج‌التواریخ». کابل. مطبعه حروفی دارالسلطنه.

5. موسوی، سیدعسکر. (1379). «هزاره‌های افغانستان (تاریخ، فرهنگ، اقتصاد و سیاست». ژباړن: اسدالله شفایی. تهران: مؤسسه فرهنگی هنری نقش سیمرغ.