ان‌بي‌سي: د ایران په توغندیز برید کې اته امریکايي سمندري ځواکونه ټپیان شوي

Oplus_131072

د امریکا «ان‌بي‌سي» شبکې راپور ورکړی چې د هرمز تنګي په سیمه کې پر یوه بېړۍ د ایران په توغندیز برید کې اته امریکايي سمندري ځواکونه ټپیان شوي دي.

د دې شبکې په هغه راپور کې چې نن، دوشنبه د میزان په ۶مه، خپور شوی، ویل شوي چې درې امریکايي دولتي چارواکو د دغو سمندري ځواکونو ټپي کېدل تایید کړي دي.

ان‌بي‌سي د درېیو امریکايي دولتي چارواکو له قوله ویلي چې اته سمندري ځواکونه د هرمز تنګي پر یوې بېړۍ د ایران د توغندیز برید له امله «ټپیان» شوي دي.

د سرچینو په وینا، په دغو اتو کسانو کې اووه سرتېري او یو افسر شامل وو. هغوی دوه اوونۍ مخکې، د سنبلې په ۲۳مه، د یوې بېړۍ ضد کروز توغندي د لګېدو له امله د رامنځته شوې چاودنې په پایله کې ټپیان شوي دي.

امریکايي چارواکو نه دي ویلي چې دغه ځواکونه په کوم ډول بېړۍ کې سپاره وو، خو څرګنده کړې یې ده چې هغه د امریکا جنګي بېړۍ نه وه.

په راپور کې راغلي چې دغو اتو سمندري ځواکونو د احتمالي دماغي زیان نښې، سر درد او د لوګي د تنفس ستونزې لرلې.

که څه هم هغوی ډېر ژر بېرته خپلې دندې ته ستانه شول، خو شاوخوا لس ورځې وروسته د پنټاګون په رسمي وېب‌پاڼه کې د تلفاتو په شمېرو کې د «ټپیانو» په توګه ثبت شول.

د تلفاتو په هغه لېست کې چې څلور ورځې مخکې تازه شوی، د امریکا پر وړاندې د ایران په جګړه کې د ټپیانو شمېر ۳۷ تنه زیات شوی؛ په دې ډله کې ۲۹ سمندري ځواکونه او اته سمندري پلي ځواکونه شامل دي.

اوس د ایران په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د تلفاتو رسمي شمېر ۱۹ وژل شوي او ۸۶۱ ټپیان ښودل شوی دی.

خو «واشنګټن پوسټ» د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د وژل شویو امریکايي ځواکونو شمېر لږ تر لږه ۲۲ یا ۲۳کسانو ته رسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته