د اسرائیلو «۱۲مې شبکې» راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ابوظبۍ ته د یوه پټ سفر پر مهال د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
دې رسنۍ په خپل راپور کې لیکلي چې نتانیاهو پرون، یکشنبه د میزان په ۵مه، شاوخوا څلور ساعته په ابوظبۍ کې و او له بن زاید سره یې ۴۵ دقیقې لیدنه کړې ده.
د راپور له مخې، دوو سرچینو تایید کړې چې نتانیاهو په ځانګړې جټ الوتکه او څو ملګریو الوتکو سره ابوظبۍ ته تللی و او له بن زاید سره تر لیدنې وروسته یې ماښام بېرته اسرائیلو ته ستنېدلی دی.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د دې لیدنې په اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې، او متحده عربي اماراتو هم تر اوسه دغه لیدنه نه ده تایید کړې.
۱۲مې شبکې لیکلي چې د نتانیاهو او بن زاید لیدنه په خصوصي او مخامخ ډول، یعنې یوازې د دواړو مشرانو ترمنځ، ترسره شوې ده.
دغه پټ سفر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نتانیاهو له وینا دوه ورځې وروسته ترسره شوی. د نتانیاهو د وینا پر مهال د شاوخوا ۷۰ هېوادونو استازو، په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو استازو، تالار پرېښود؛ خو د متحده عربي اماراتو استازی پر خپل ځای پاتې شو.
د روان میلادي کال په مې میاشت کې، د امریکا او اسرائیلو له ایران سره د جګړې پر مهال هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې بنیامین نتانیاهو «په پټه او له همغږۍ پرته» ابوظبۍ ته تللی و. خو متحده عربي اماراتو هغه مهال دغه راپورونه رد کړل.
متحده عربي امارات یو له هغو لږ شمېر هېوادونو څخه دی چې د «ابراهیم تړونونو» سره یوځای شوی دی. د دغو تړونونو له مخې اسرائیل په رسمیت پېژندل شوی او له تلآویو سره د اسلامي نړۍ د هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو غوښتنه شوې ده.
