وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د ایران وړاندیز رد کړ، په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیه له دوو سلنې څخه ډېره لوړه شوه او د یوه بېرل بیه ۱۰۷ ډالرو ته نږدې شوه.
د رویټرز د راپور له مخې، نن سهار په ۸:۰۰ بجو (دوشنبه، د تلې ۶مه) د ګرینویچ پر وخت، د برېنټ خام تېلو د یوه بېرل د راتلونکو معاملو بیه ۲.۴۹ سلنه لوړه شوه او ۱۰۶.۹۲ ډالرو ته ورسېده.
دې رسنۍ زیاته کړې چې د امریکا د «وېسټ ټکساس» خام تېلو د یوه بېرل بیه هم ۲.۲۵ سلنه لوړه شوې او ۹۴.۴۹ ډالرو ته رسېدلې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د برېنټ خام تېلو د یوه بېرل بیه ۲.۶۰ ډالره او د وېسټ ټکساس خام تېلو بیه ۲.۰۸ ډالره لوړه شوې ده.
د «کپیتال اکونومیکس» مؤسسې مشر اقتصادپوه حمد حسین رویټرز ته ویلي: «داسې ښکاري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د سولې وړاندیز تر ردولو وروسته د تېلو بیې لوړې شوې دي.»
هغه زیاته کړې: «که څه هم د هرمز له تنګي څخه د تېلو د زیات جریان رامنځته کېدل ښايي تر یوه حده د بیو د لوړېدو فشار کم کړي، خو عمومي واقعیت دا دی چې د تېلو بازار لا هم د عرضې له کموالي سره مخ دی.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې هرمز تنګی باید د اوو ورځو لپاره بېرته پرانیستل شوی وای.
ایران دغه طرحه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په څنډه کې، د قطر د منځګړو له لارې، امریکا ته وړاندې کړې وه.
ایران د تېر لمریز کال د کب میاشتې په نهمه پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته هرمز تنګی وتاړه، خو د دې نړیوالې اوبو لارې د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې اترې تر اوسه بریالۍ شوې نه دي.
د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته، په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې دي او په تېرو اتو میاشتو کې څو ځله د یوه بېرل لپاره له ۱۰۰ ډالرو څخه اوښتې دي.
