د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود هڅه کوي چې د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره یوه نوې قانوني لاره رامنځته کړي. په دې طرحه کې به افغان ښځو او نجونو او فلسطیني کډوالو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د دې اقدام له مخې به هغه طرحه بېرته فعاله شي چې مخکې درول شوې وه، او تر ټولو زیانمنو کډوالو ته به دا زمینه برابره شي چې په چټکۍ سره د دایمي استوګنې حق ترلاسه کړي.
د افغان اتباعو د بیا مېشتېدو طرحه تېر کال بنده شوې وه.
د ګارډین په وینا، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت تمه لري چې د دې پروګرام له لارې د منل کېدونکو کسانو شاوخوا یوه څلورمه برخه به افغان ښځې او نجونې او فلسطیني کډوال وي. خو په لومړي سر کې به د منل کېدونکو کسانو شمېر ډېر لږ وي او هر کال به د منلو لپاره یو ټاکلی حد وټاکل شي. د دې طرحې له مخې، احتمالي کډوال به له امنیتي ارزونو او د جرمي سابقې له څېړنې تېرېږي.
هغه کسان چې د دې طرحې له لارې بریتانیا ته داخل شي، د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره به نسبتاً اسانه لاره ولري. هغوی ته به «نامحدودې استوګنې اجازه» ورکړل شي چې د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره پنځه کلنه لاره برابروي. په مقابل کې، د هغو کسانو وضعیت چې د نامنظمو لارو، لکه په کوچنیو کښتیو کې د سمندر له لارې، بریتانیا ته داخلېږي، په دوامداره توګه به بیاکتل کېږي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره به په رسمي ډول یوه بله طرحه هم فعاله کړي چې د روان کال په پیل کې اعلان شوې وه. د دې طرحې له مخې، له راتلونکې میاشتې څخه به ټولنیز ملاتړي وکولای شي د کډوالو د بریتانیا ته راوستلو او هغوی سره د نوي ژوند په جوړولو کې د مرستې لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي. تمه کېږي چې د کډوالو لپاره د کار پر بنسټ یوه بله د ملاتړ وړ لاره هم په پسرلي کې فعاله شي.
د کورنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې پلان دا دی چې دا طرحه په لومړي سر کې د څو سوه کسانو په منلو پیل شي او وروسته، د ناقانونه کډوالۍ د کچې له کمېدو سره، د منل کېدونکو کسانو شمېر څو زرو ته لوړ شي. سرچینو زیاته کړې چې هر کال به د منل کېدونکو کسانو لپاره یو مشخص حد ټاکل کېږي.
کډوال به د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د نړیوالو کډوالو د مرستې پروژې (IRAP) له خوا پېژندل او معرفي کېږي.
