د افغانستان د بشري مرستو صندوق اعلان کړی چې ناروې دې صندوق ته ۲۵ میلیونه ناروېژي کرونې، چې شاوخوا ۲.۵ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
د افغانستان د بشري مرستو صندوق نن، دوشنبه د تلې ۶مه، په «اېکس» کې د یوه پوسټ له لارې د دې مرستې له امله له ناروې مننه کړې ده.
دغه صندوق ویلي چې دا مرسته به د ملګرو ملتونو بنسټونو ته زمینه برابره کړي چې د افغانستان خلکو ته لا ډېر بشري خدمات وړاندې کړي.
ناروې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم افغانستان ته ۱۵ میلیونه ناروېژي کرونې، چې د ۱.۶۳ میلیونه امریکایي ډالرو معادل کېږي، مرسته کړې وه.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د بشري مرستو له پروګرام سره د بودجې له جدي کمښت سره مخ دی.
ملګرو ملتونو سږ کال په افغانستان کې د ۱۷.۵ میلیونه زیانمنو او اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه د دې بودجې یوازې څه باندې ۳۰ سلنه تمویل شوې ده.
