د طالبانو د مالیې وزارت د شپږو ډوله وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو د لوړولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه د کورني صنعت او داخلي تولیداتو د ملاتړ په موخه شوې ده.
د دې پرېکړې له مخې، پر بوتلونو ګمرکي تعرفه له ۱۲ سلنې څخه ۱۶ سلنې، پر ساختماني رنګ له ۱۶ سلنې څخه ۳۰ سلنې، پر چرمي بوټانو له ۲۰ سلنې څخه ۴۰ سلنې، پر پلاستیکي بوټانو له ۵۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې، پر ګچ له ۵۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې او پر ماشومانو ډایپرونو (پمپرونو) له ۲۰ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
د طالبانو د مالیې وزارت د اعلامیې له مخې، د زړه د سپرېنګ ګمرکي تعرفه بیا له ۸ سلنې څخه ۳.۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.
افغانستان په لوړه کچه پر وارداتو متکي دی او د دغه هېواد له ۱۳ میلیارد ډالرو کلنۍ سوداګرۍ څخه شاوخوا ۱۱ میلیارد ډالر یې واردات جوړوي.
اوس مهال ایران، چین، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان د وارداتو له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.
