په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په ښار کې د دې ډلې د یوې «امنیتي غرفې» د چاودنې پېښه تایید کړې ده.
په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسيني ویلي، د چاودنې د څرنګوالي په اړه لومړنۍ څېړنې شوې دي او لومړنۍ موندنې ښيي چې «دا پېښه په غیر قصدي ډول او په سیمه کې د موجودو مهماتو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې امنیتي غرفه زیانمنه شوې ده.»
هغه ویلي چې په دې چاودنه کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
حسیني د دې چاودنې د وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي.
څو ساعته مخکې د هرات ښار په اتمه ناحیه کې د طالبانو په یوه امنیتي پوسته کې د چاودنې راپور ورکړل شوی و. د راپورونو له مخې، په دغو چاودنو کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي دي، خو طالبانو دغه شمېره نه ده تایید کړې.
