د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ یوې سیمهییزې معتبرې سرچینې اطلاعات روز ته وویل چې نن، دوشنبه، د بختالله ګل په نوم یو ځوان هغه مهال ووژل شو چې یوه کس په واده کې ډزې کولې او د ډزو پر مهال یې توپک له لاسه ښکته شوی او پر یاد ځوان لګېدلی دی.
سرچینې وویل، وژل شوی ځوان شاوخوا ۳۵ کاله عمر درلود او د وادهوالو له خپلوانو څخه و.
سرچینې ادعا وکړه چې په ودونو کې ډزې کول منع دي، خو طالبان هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې واسطه ولري یا له سیمهییزو طالب چارواکو سره اړیکې ولري.
د سرچینې په خبره، په ودونو کې د هوایي ډزو له امله ډېری وخت ناوړه پېښې رامنځته کېږي چې د مخنیوي لپاره یې باید جدي ګامونه واخیستل شي.
