خليلزاد د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ته ويلي، چې هيچا هم نه ده ارزولې چې طالبان د دوحې توافقليک ته ژمن دي او کنه.
يو څه وخت وړاندې د کابل پر هوايي ډګر د بريد د کليزې پوره کېدو پر مهال د امريکا له فلوريډا ايالت څخه جمهوري غوښتونکي استازي کوري ميلز اعلان وکړ چې د دې هيواد د دفاع وزير لوويډ آسټين د استيضاح په اړه يې طرحه د متحده ايالاتو کانګرس ته لېږلې ده.
ښاغلي پامپيو دا وضعيت «د رهبرۍ بشپړه ماتې» ګڼلې او زياته کړې يې ده چې د افغانستان فاجعهناک وضعيت پوتين وهڅاوه چې پر اوکراين بريد وکړي.
اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د څار او ځواب ويلو کميټې رييس جيمز کامر وايي، چې له افغانستانه...
مايک مک کال زياته کړې: «د شواهدو د راټولولو په دوام کميټه د حکومت له هغو پخوانيو او اوسنيو چارواکو سره مرکې کوي چې [له افغانستانه] د وتلو د برنامې په پلانولو کې داخل و.»
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايک مک کال هم ويلي: «د بايډن حکومت له امريکايانو غواړي چې له افغانستانه خپله بې نظمه وتنه هيره کړي، همدې شي په ټوله نړۍ کې زموږ دښمنان زړور کړل، زموږ شريکان او متحدين يې تر شا پرېښودل او د ۱۳ زړورو امريکايي سرتېرو ژوند يې واخيست.»
ميلي چې د سپټمبر مياشتې په پای کې تقاعد کېږي، له بي بي سره په مرکه کې ویلي: «څه ډول چې مې غوښتل، هغسې ونشول. هيڅ هم په هغه ډول پای ته ونه رسېدل چې موږ غوښتل.»
په دې راپور کې راغلي، چې امريکايي چارواکو ونشول کولای چې پر وخت پرېکړه وکړي او مشخصه کړي چې د افغانستان کوم اتباع په خطر کې دي تر څو د تخليې په بهير کې شامل شي.
مک کال له سي اين اين سره په مرکه کې ويلي، چې د محرمو پيغامونو د لاسرسي په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وړانديز يو پرمختګ دی.
مک کال په يوه اعلاميه کې ويلي، چې بلينکن دی اړ کړی دی چې د بهرنيو اړيکو د کميټې د رييس په توګه لومړنۍ احضاريه صادره کړي.