د اوچا په اعلاميه کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په ۷۲ هيوادونو کې شاوخوا ۱۸۱ ميليونه خلک په راتلونکي کال کې د بشرپالو مرستو او ملاتړ لپاره په نښه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام رييس زياته کړې، چې اقليمي بدلونونه اوبو، خاورې او کرنيزو محصولاتو ته د لاسرسي د کمېدو او د هغوی د کيفيت د خرابېدو لپاره ګواښ دي او د ميليونونو وګړو ژوند له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس، د سپټمبر مياشتې له نيمايي بيا تراوسه له پاکستانه افغانستان ته تر ۳۲۷ زره زيات کډوال او پناه غوښتونکي راغلي دي.
له نشه يي توکو او جرايمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په وينا، که څه هم د غنمو کښت تر يوه حده د غذايي ناامنۍ کچه کمولای شي، خو دا محصول د تارياکو په پرتله کم عايد لري. دې دفتر ويلي چې د ۲۰۲۳ کال پرمهال په څلورو ولايتونو کې بزګرانو د غنمو په کرلو سره خپل يو ميليارد ډالر احتمالي عايد له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د دې دورې په غونډه کې د افغانستان وضعيت په اجنډا کې شامل نه و، خو په هيواد کې روان کړکېچ د دې لامل شوی دی چې د هيوادونو زيات رهبران د افغانستان د روان وضعيت په اړه دريځ ونيسي. د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو د مشرانو له خبرو سره-سره چې د افغانستان په اړه يې وکړې، د هيواد وضعيت د هغو ګڼو ناستو موضوع هم وه چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وشوې.
د ملګرو ملتونو دې چارواکي ويلي، چې بشري حقونو ماتې نه ده خوړلې، «بلکې بشري حقونو ته نه پاملرنه، د هغو نه رعايتول او د بشري حقونو په تړاو خبرداريو ته توجه موږ تر دې ځايه را رسولي يو».
بابر بلوچ ویلي: «د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د پاکستان له دولته غواړي چې د ژمي په سخت موسم کې دې [د کډوالو د ايستلو بهير] ودروي، ځکه په افغانستان کې يخني وژونکې ده او کولای شي د انسانانو ژوند واخلي.»
د اوچا په وروستي راپور کې راغلي چې لومړنۍ څو اړخيزې ارزونې ښيي چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له کبله تر ۴۸ زره زياتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، ښاغلي سينيرلي اوغلو همدا راز ويلي، چې د بېلابېلو هيوادونو له استازو سره په ليدنه کې يې موندلې چې هيڅ هيواد په افغانستان کې د جنګ غوښتونکی او ملاتړی نه دی.
اغلې اوتنبايوا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعيت ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې يوناما د افغانستان په اړه د امنيت شورا تر وروستۍ غونډې وروسته درې راپورونه خپاره کړي چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض يې مستند کړی دی.