د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې په دې برخه کې د طالبانو پر کم کارۍ نیوکې لري.
د نورستان د امنیې قومندانۍ ویاند ابوالیمان وایي، دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۶ د وري) ماښام ۵:۳۰ بجې د کامدېش ولسوالۍ په «چپو» کلي کې را منځته شوې.
د نورستان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول ابوالیمان نورستاني وایي چې دا پېښه تېره شپه د وانټ وایګل ولسوالۍ په «کنډ» کلي کې را منځته شوې.
دغه راز د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره اعلان کړی، چې په هېواد کې د واورې د پرلپسې ورښت له امله د سالنک لویه لارې ترڅنګ د هیواد د اوو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي.
د تودو اوبو دغې چینې ته چې ځايي خلک او له لېرې پرتو سیمو ګڼ ناروغان د درملنې په موخه ورځي لاهم ورته د سړک اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.
ابوالیمان زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي او شپږ تنه ټپیان د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدړل شوي، چې د یو تن روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.
ځايي خلک د بې کارۍ او وسله والو غلاوو د له منځه وړلو په برخه کې طالب چارواکي ګرم بولي او زیاتوي، چې د دغې ډلې د ناغېړۍ له امله په دغو ولایتونو کې ورځ بلې ستونزې په ډېرېدو دي.
نورستان کې د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي بیا په ښوونځیو او د پوهنې په اړوندو ادارو کې د طالبانو له لوري د نویو ګمارل شویو مسوولینو له ناسم چلند شکایت کوي.
د خوست، کندهار او نورستان خلک په روغتونونو کې د کافي امکاناتو او درملو نشتون یوه جدي ننګونه بولي او وایي، د خلکو د نفوسو زیاتوالي سره په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو زیاتوالي ته هیڅ پام نه دی شوی.
د نورستان د تیتین درې ځایي اوسېدونکی سعدالله وایي، د غره ښوییدنې پېښې له امله شاوخوا دیرش کورونه وېجاړ شوي او په هغو کې پنځه کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.