انځور: باختر خبري اژانس

نورستان کې د یوه سل بستریز روغتون په ګډون د څلورو روغتیایي پروژو پرانیسته وشوه

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو روغتیایي چارواکو وایي، چې په دغه ولایت کې یو سل بستریز روغتون، د روږدو د درملنې لپاره شل بستریز روغتون، د واکسینو خوندي ساتلو ودانۍ او د نورستان په ټولو ولسوالیو کې د (FHH) ۲۵ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول.

د نورستان لپاره د طالبانو د روغتیا رییس نقیب الله نوري وایي، دغه څلور روغتیايي پروژې نن (سې شنبه، ۷ د وږي) د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو مالي او اداري مرستیال اسحاق صاحبزاده له لوري د دغه ولایت په مرکز پارون کې پرانیستل شوې.

نوري زیاتوي، چې ولایتي سل بستریز روغتون او د روږدو شل بستریز روغتون ودانۍ نه لري او په کرایه کورونو کې به روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، چې د بودیجې په پیدا کولو سره به ورته بنسټیزې ودانۍ جوړې کړي.

نوموړی دغه راز وایي، چې د یونیسف موسېسې د ۱۲.۵ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت د نورستان په مرکز پارون کې د واکسینو د خوندي ساتلو دوه پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارله، چې لس قلمه واکسین به په کې ساتل کېږي.

د نورستان د عامې روغتیا طالب رییس په خبره، چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د (FHH) ۲۵ روغتیایي مرکزونه هم پرانیستل شول.

تر دې وړاندې  په نورستان کې ولایتي روغتون شتون نه درلود، چې ځايي خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د خپلو روغتیایي ستونزو د حل په موخه کونړ او ننګرهار ولایتونو ته ورتلل.

د نورستان خلکو د دغو روغتیایي مرکزونو په پرانیستل کېدو خوښ دي، خو د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې د سل بستریز روغتون لپاره معیاري ودانۍ، بشپړ تجهیزات او په کار پوه او مسلکي ډاکټران په دندو وګماري.