انځور: باختر اژانس

نورستان کې له لسګونه ښځینه او نارینه‌وو سره د وړو کاروبارونو په موخه نغدي مرسته وشوه

اطلاعات روز: نورستان ولایت کې د طالبانو ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پارون او وانټ وایګل ولسوالۍ له سلو نارینه او ښځینه‌وو سره د وړو کاروبارونو جوړولو په موخه د ۵ مېلیونه افغانیو نغدي مرسته شوې.

نورستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرستې نن (دوشنبه، ۴ د مرغومي) د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري ویشل شوې دي.

اعلامیه کې راغلي، چې په دغو کورنیو کې ۵۲ نارینه او ۴۸ ښځینه شاملې دي، چې هرې کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.

د اعلامیې له مخې په یادو کاروبارونو کې دوکانداري، ترکاڼي، خیاطي او رخت پلورنه شامل دي، ترڅو د یادو کورنیو اقتصاد ښه او پر ځان بسیا شي.

که څه هم دغو اړمنو کورنیو پر شویو مرستو خوښي ښودلې، خو له نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه دې ورسره مرستې لا زیاتې او دوامدارې شي.