په کندهار کې د پخواني وژل شوي خبریال عبدالمنان ارغند ورور، صبغت الله ارغند، وايي چې تېره شپه د کندهار ښاروالۍ د ده د ورور په نوم د نومول شوي واټ هغه لوحه لیرې کړې چې «عبدالمنان ارغند واټ» ورباندې لیکل شوي وه.
هغه لیکلي دي چې: «زما پوښتنه دا ده چې په همدې سیمه کې د نورو کسانو په نوم تر سلو زیاتې لوحې ولاړې دي، ولې یوازې دا لوحه؟ که کومه ستونزه وه، ماته یې ویلای شوای.»
صبغت الله ارغند وايي، هغه جاده چې د هغه د وژل شوي ورور په نوم نومول شوې وه، څه موده مخکې د یادې جادې د رغېدو چارې پیل شوې وې چې نوموړي هم د خپل ورور لوحه لیرې کړې وه او تېره ورځ د دغې جادې د چارو تر بشپړېدو وروسته یې په خپل شخصي لګښت بیا ځلي یاده لوحه ولګوله، خو تېره شپه طالبان ورغلي او دغه لوحه یې پرې کړې ده.
هغه وايي: «یو موټر ځانګړی پسې راځي، د شپې لخوا لوحه رېبي او موټر ته یې غورځوي. دا کار ډېرې پوښتنې راولاړوي.
زه نه وسله لرم، نه جنګ کوم، نه مې په کورنۍ کې څوک د نظام پر ضد ولاړ دي او نه به څوک د نظام پر ضد ودرېږي.»
د دغه وژل شوي خبریال د کورنۍ غړو د عدالت غوښتنه کړې وه.
عبدالمنان ارغند په ۱۳۹۷ کال کې د غويي میاشتې پر پنځمه نېټه د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند، له یارانې مارکېټ سره نږدې، د موټرسایکل سپرو وسله والو لخوا په مخامخ ډزو کې ووژل شو.
عبدالمنان ارغند د سویلي حوزې په کچه پېژندل شوی خبریال و او د کابل ټایمز په نوم له یوه خصوصي ټلویزیون سره یې د خبریال په توګه کار کاوه..
