خوست کې د ځوانانو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي

خوست کې د ځوانانو د ځان‌وژنې زیاتېدونکو پېښو اندېښنې راپارولي. photo: Social Media

په دې وروستیو کې د هېواد له نورو ولایتونو سربېره په خوست ولایت کې د ځوانانو ترمنځ د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې او یوازې په تېره یوه اوونۍ کې دغه ولایت کې درې ځوانانو ځان وژنه کړې ده.

ځوانان ولې ځان وژنه کوي؟

د خوست یو شمېر اوسېدونکي او ټولنیز فعالان بې‌وزلي، د طالبانو محدودیتونه، بې‌کاري، اقتصادي ستونزې، کورنۍ شخړې او تاوتریخوالی هغه عمده عوامل بولي چې له امله یې زیاتره ځوانان ځان وژنې ته مجبورېږي.

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د مقبلو سیمې اوسېدونکی مستعار نوم رفیع الله وایي، چې د روانې میاشتې په څلورمه نېټه د دوی یو نږدې خپلوان، چې شاوخوا ۳۷ کلن و، ځان‌وژنه کړې وه.

د هغه په وینا، دغه کس پر نشه‌یي توکو هم روږدی و، پنځه ماشومان یې لرل او مشر ورور یې په یوې سختې ناروغۍ اخته و.

د هغه په خبره، چې د نوموړي د کورنۍ خراب اقتصادي وضعیت، بې‌کاري او د ناروغ ورور د درملنې لپاره د پیسو نشتوالی د دې پېښې له عمده لاملونو څخه وو.

رفیع الله زیاته کړه: «زموږ یو نږدې خپلوان چې په نشه یي توکو روږدی و، مشر ورور یې سخت ناروغ و او ان د هغه د ناروغۍ د درملنې لپاره یې پېسې هم نه درلودې؛ کورنۍ زیاتې اقتصادي ستونزې درلودې کار روزګار هم ورته نه پیدا کېده ډېر بد وضعیت کې و او همدا لامل شوی چې ځان وژنه وکړي او دا ستونزې په ټولنه کې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی.»

د خوست نادر شاه کوټ سیمې هغه اوسېدونکی چې د اقتصادي ستونزو له امله یې ځان وژلی و. photo: Social Media

نوموړی زیاتوي چې د دغه کس پنځه ماشومان، مېرمن، ناروغ مشر ورور او د هغه ماشومان اوس هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

د خوست د درګې سیمې اوسېدونکی مستعار نوم شفیع الله هم د خپل یو کلیوال ۲۰ کلن (سید عمر) کیسه کوي چې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یې ځان وژنه کړې.

هغه وویل چې سیدعمر له دولسم ټولګي فارغ و او د معلوماتو له مخې یې د ځان‌وژنې تر شا کورنۍ ستونزې وې.

شفیع‌الله زیاته کړه: «یوه اوونۍ کېږي چې زموږ یو ځوان کلیوال چې سیدعمر نومېده او ځان یې وژلی و، هغه له دولسم ټولګي فارغ شوی و؛ څومره چې ما معلومات وکړل کورنۍ اقتصادي ستونزې یې زیاتې وې او همدا د دې لامل شوی و چې هغه ځان وژنه وکړي.»

نوموړی د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې په تېرو څو اوونیو کې د دوی په کلي کې له څلورو تر پنځو ځوانانو د بېلابېلو لاملونو له مله ځان وژنه کړې ده.

د خوست د لټکو سیمې یو بل ځوان، «واحدیار»، هم شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې ځان‌وژنه کړې وه.

د هغه یو کلیوال وايي چې نوموړی له اقتصادي او کورنیو ستونزو له امله مجبور شوی و، چې ځان وژنه وکړي او ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

هغه زیاتوي: «تر ډېره همدا اقتصادي ستونزې او په کورنیو کې تاوتریخوالی د دې لامل کېږي چې ځوانان ځان وژنه وکړي، ځوانان له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي، کار روزګار نشته ورځ تر بلې اقتصادي ستونزې زیاتېږي او همدا ټولې ناخوالې د دې لامل کېږي چې ځوانان ځان وژنه وکړي.»

د خوست اوسېدونکی واحدیار چې څه موده وړاندې یې ځان وژنه کړې وه. photo: Social Media

د ځان وژنې پېښې ولې پټې پاتې کېږي؟

د خوست ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي که څه هم خلکو ته د طالب چارواکوو لخوا خبرداری ورکړل شوی چې د هغو کسانو په جنازو، فاتحو مراسمو کې دې ګډون نه کوي چې ځان وژنې یې کړې وي او په خبره یې چې ډیری د ځان وژنې پېښې پټې پاتي کیږي او هیڅوک دا ډول پېښې نه روښانه کوي.

خوست یو ټولنیز فعال مستعار نور روف خان وایي، په دې وروستیو کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي او د دغو پېښو ډېری لاملونه بې روزګاري، اقتصادي ستونزې، بې‌وزلي، کورنی تاوتریخوالی او دوښمني په ګوته شوي دي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان او ځانګړي ډول خوست ولایت د ځوانانو د ځان وژنې پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي او تر ډېره د ځان وژنې پېښې نه رسنیزې کېږي او ځینې کورنۍ د طالبانو له لوري ګواښل کیږي، چې د ځان وژنې پېښو قربانیانو جنازې او فاتحو مراسم د خلکو له حضور پرته تر سره کړي.

د خوست یو بل کمکی ځوان چې اقتصادي ستونزو له امله ځان وژلی و. photo: Social Media

هغه وايي که د ځان‌وژنې پېښې په دقیق ډول ثبت او احصایه شي، ښايي شمېرې یې «زړه‌بوږنوونکې» وي: «په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د ځان‌وژنې پېښې رښتیا هم خورا زیاتې شوې دي، هېڅ داسې یوه یا دوې ورځې نه وي چې د ځان‌وژنې یوه پېښه نه وي رامنځته شوې؛ خو ډېری یې پټې پاتې کېږي  پټ په پټه پاتې کېږي ګنې په خوست د ځوانانو د ځان وژنې پېښې زیاتې دي.»

بلخوا، په خوست کې د رواني ناروغیو یو ډاکټر، محمد رفیق، وايي چې یو انسان هغه مهال ځان‌وژنې ته مخه کوي چې له سختې ناهیلۍ او ژور خپګان سره مخ شي.

د هغه په خبره، کورنۍ تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې، بې روزګاري، ناڅرګند برخلیک، بیسوادی او د کورنیو د زد کړو د سطحې ټیټوالي په سبب ځوانانو کی د ځان وژنې پیښې زیاتې کړي دي.

نوموړی ټينګار کوي او وایي، که کورنۍ او نور خپل او خپلوان له دغو کسانو سره پر وخت مرسته او درملنه وکړي، د ځان‌وژنې مخه یې نیول کېدای شي.

ډاکتر محمد رفیق زیاته کړه: «ډېر داسې کسان ماته راځي چې په ژور خپګان اخته وي، که سمه درملنه یې ونه شي، همدا کسان بیا ځان‌وژنې ته زړه ښه کوي؛ کورنیو ته په کار ده چې د دوی درملنه وکړي او دغه راز د روزګار زمینه ورته برابره کړي چې دی په کې مصروف وي.»

د هغه په وینا، کله چې یو ځوان د کورنۍ د لګښتونو مسوولیت ولري، خو د کار او عاید زمینه ورته برابره نه وي، نو دغه وضعیت کولای شي پر رواني روغتیا یې جدي اغېز وکړي.

موږ هڅه وکړه په دې اړه خوست کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشو.

خوست مېشتي اندېښنه لري چې د اقتصادي ستونزو ، کورنې تاوترېخوالې د مخدره موادو د استعمال او داسی نورو اجتماعی ستونزو له امله په دې ولایت کی هره ورځ دوه دری تنه ځان وژنې کوي.

دوی وايي، د ځان‌وژنې د پېښو د مخنیوي لپاره باید د بې‌کارۍ، فقر، کورني تاوتریخوالي او نورو ټولنیزو ستونزو د کمولو ترڅنګ، ځوانانو ته د رواني روغتیايي خدمتونو او مشورې زمینه هم برابره شي.

دوی ټینګار کوي چې د ځان‌وژنې د پېښو پټول د ستونزې د حل پر ځای د هغې د کچې مالومول لا ستونزمنوي او اړینه ده چې د دې پدیدې د مخنیوي لپاره پر بنسټیزو عواملو تمرکز وشي.

په هېواد کې ګڼ خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې خلکو ته د کار زمینې په برابرولو سره هغوی له رواني فشارونو خوندي کړي او د ځان‌وژنو د پېښو مخنیوی دې وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته