د طالبانو د بلخاب ولسوالۍ کسانو د دې ولسوالۍ د حقوقو ادارې یو کارکوونکی سخت ډبولی

Oplus_131072

ځايي سرچینې وايي چې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د حقوقو مدیریت یو کارکوونکی د طالبانو د ولسوال عبدالقادر فروتن د کسانو له خوا سخت ډبول شوی او له دې پېښې وروسته یې د مغز جراحي کړې ده.

یوه سرچینه «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي چې د پېښې قرباني «نعیم رحیمي» نومېږي او د حقوقو د ادارې کارکوونکی دی. نوموړی د طالبانو د ولسوال د ساتونکي «سعادت» او د هغه د درېیو نورو ساتونکو له خوا وهل شوی دی.

سرچینې ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ (د سنبلې ۲۹مه) د رحیمي او فروتن ترمنځ د «مدعلي» په نوم یوه کس ته د حقوقي دوسیې د سپارلو پر سر له خبرو وروسته رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، په بلخاب کې د طالبانو ولسوال عبدالقادر فروتن، د حقوقو کارکوونکی نعیم رحیمي خپل دفتر ته وربولي او ورته امر کوي چې یوه دوسیه «مدعلي» نومي کس ته وسپاري.

کله چې رحیمي ورته وضاحت ورکوي چې حقوقي دوسیه د محکمې له حکم پرته بل کس ته نه سپارل کېږي او دا کار «د اصولو خلاف» دی، فروتن هغه په سپکو او ښکنځلو سپکاوی او تحقیر کوي. له دې وروسته رحیمي دوسیه ولسوال ته سپاري او په دې ویلو چې «دوسیه هر چا ته چې ورکوې، ورکړه»، له دفتر څخه وځي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، څو دقیقې وروسته د طالبانو ولسوال خپل یو شخصي ساتونکی، چې «سعادت» نومېږي، د حقوقو مدیریت ته لېږي، څو نعیم رحیمي په زور له څانګې څخه وباسي.

سرچینه وايي، کله چې د سعادت او رحیمي ترمنځ لفظي شخړه رامنځته کېږي، سعادت د ولسوال درې نور ساتونکي هم راغواړي او هغوی په ټوپکونو او نورو وسایلو د رحیمي پر سر او بدن «په بې‌رحمۍ» ګوزارونه کوي.

نعیم رحیمي له ډبول کېدو وروسته د بلخاب روغتون ته انتقالېږي. خو د ټپونو د شدت، په ځانګړي ډول د سر د سخت ټپ له امله، د بلخاب ډاکټران د هغه له درملنې عاجز کېږي. رحیمي د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار «آفتاب» روغتون ته انتقالېږي او وروسته له هغه چې ډاکټران یې د درملنې وس نه لري، کابل ته لېږدول کېږي.

سرچینه وايي، ټاکل شوې چې نعیم رحیمي د کابل په یوه روغتون کې د «مغز جراحي» ترسره کړي او «روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی».

عبدالقادر فروتن شاوخوا ۷۰ ورځې وړاندې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په توګه خپله دنده پیل کړې ده. نوموړي تر دې وړاندې د سرپل په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته