وروسته له هغې چې پاکستان اعلان وکړ چې د افغانستان په خاوره کې یې پر یو شمېر نقطو بریدونه کړي، طالبانو هم تایید کړه چې د پاکستان پوځ نن سهار (پنجشنبه، د تلې ۲مه) په کندهار او خوست کې پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ په ایکس کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد پوځ د «غضب للحق» عملیاتو په چوکاټ کې د افغانستان په خاوره کې ۱۰ هوايي او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
هغه ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان له خاورې څخه د پرونیو بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې شوي دي.
ښاغلي تارړ زیاته کړې چې «پاکستان د خپل حاکمیت د حق او د مشروع دفاع په موخه، په افغانستان کې پر هغو ۱۰ نقطو دقیق هوايي او بېپیلوټه بریدونه کړي چې د دغو بېپیلوټه الوتکو د توغولو او سات ذبیحالله مجاهد کورنیو رسنیو ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۳ بجې د پاکستان پوځ د کندهار ښار د نهمې ناحلو لپاره کارېدې.»
د هغه په وینا، دغه بریدونه یوازې پر هغو پېژندل شوو پوځي اهدافو محدود وو چې له پاکستان سره د برید د هڅې مستقیمه اړیکه یې لرله.
په همدې حال کې، د طالبانو چارواکو هم تایید کړې چې د پاکستان پوځ د افغانستان په کندهار او خوست ولایتونو کې بریدونه کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد کورنیو رسنیو ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۳ بجې د پاکستان پوځ د کندهار ښار د نهمې ناحیې یوه سیمه بمبار کړې ده.
مجاهد ویلي چې برید په یوه دښتي سیمه کې شوی او هېڅ مرګژوبله او مالي زیان یې نه دی اړولی. خو سیمهییزو سرچینو ویلي چې په کندهار کې چاودنې «ډېرې زورورې» وې او د ښار په ټولو برخو کې یې غږ اورېدل شوی دی.
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز هم تایید کړې چې د دغه ولایت ځینې سیمې د پاکستان د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
ګربز په ایکس کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان هوايي بریدونه نن سهار شاوخوا ۳:۳۰ بجې ترسره شوي دي.
هغه ویلي چې د ګربز ولسوالۍ «کمپ ګلها»، د خوست ولایت مرکز ته نږدې سیمې، او د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو ځینې سیمې په دغو بریدونو کې په نښه شوې دي.
ګربز زیاته کړې چې د پاکستان په دغو بریدونو کې هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د دوشنبې په سهار هم په کنړ او پکتیکا کې پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي وو. طالبانو ادعا کړې وه چې په کنړ کې د دغو بریدونو له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان ویلي وو چې په دغو بریدونو کې ۲۸ «ترهګر» وژل شوي دي.
