د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغانستان د پاکستان تازه بریدونه «پر هغو منفي سیاستونو ټینګار» بللي چې د نوموړي په وینا، لمبې یې اوس خپله اسلاماباد هم راګیر کړی دی.
کرزي نن (پنجشنبه، د تلې ۲مه) پر فېسبوک په یوه خپاره کړي پیغام کې له پاکستان څخه غوښتي چې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب اصول مراعات کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي دي: «پاکستان یو ځل بیا د کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي دي. داسې ښکاري چې اسلاماباد لا هم پر هغه ډېر منفي سیاست ټینګار کوي چې لمبې یې اوس خپله دغه هېواد هم راګیر کړی دی.»
هغه زیاته کړې ده: «پاکستان باید پوه شي چې ټول افغانان، پرته له استثنا، د دغو تېري کوونکو اقداماتو پر وړاندې متحد او یو موټی دي.»
حامد کرزي له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د «ښه ګاونډیتوب» لاره خپله کړي او له افغانستان سره خپلې اړیکې «په متمدنانه توګه» مدیریت کړي.
پاکستان اعلان کړی چې نن سهار وختي یې د کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو په لسو سیمو هوايي او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي او هغه مرکزونه یې په نښه کړي چې د پاکستان په وینا، له هماغو ځایونو څخه یوه ورځ وړاندې د پاکستان خاورې ته بېپیلوټه الوتکې توغول شوې وې.
طالبانو ویلي چې په دغو بریدونو کې هېڅ ډول ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی. خو سیمهییزو سرچینو «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته تایید کړې چې پاکستان د طالبانو مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د سرچینو په وینا، په کندهار کې د مهماتو او پوځي وسلو یو مهم ګودام، په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قولاردو مرکز، د خوست په ګربز ولسوالۍ کې «کمپ ګلها» چې ویل کېږي د پاکستان د وزیرستان مېشتو کډوالو او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو د اوسېدو مرکز دی، او د خوست ښار په مرکز کې د طالبانو د پوځ یوه پوځي اډه د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.
