د لعل پورې ولسوالۍ اوسیدونکی نعمت الله چې سیلابونو او ږلۍ یې کرنیزه ځمکه تخریب کړې او دغه راز یې په لس جریبه ځمکه کرل شوې هندواڼې سیلاب وړي د مرستې غوښتنه کوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، دغه سیلابونه تېره شپه (یکشنبه، ۲۶ د وږي) د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو په ګڼ شمېر سیمو کې راوتلي دي.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمیر رضاکاره ځوانانو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او سیلابونو د اوبو ذخیره کولو لپاره د اوبو ۱۲ کوچني بندونه جوړ کړي دي.
اطلاعات روز: د ژغورنې نړيواله کمېټه (آی آر سي) وايي، چې په کابل، ميدان وردګ او لوګر ولايتونو کې تر...
په میدان وردګو کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د تېرې شپې (شنبه، ۳۱ د چنګاښ) سیلابونو د دغه ولایت په جلریز، چک، سید اباد، نرخ او جغتو ولسوالیو ۲۲ کسان مړه کړي او ۴۰ نور لادرکه دي.
لغمان کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لپاره د طالبانو ریيس قاري خیر محمد غازي وايي، دغه سیلابونه پرون (جمعه، ۷ د تلې) سهار د دولت شاه ولسوالۍ په نویا، بنګړۍ، رساني، ملنګاني او نورو سیمو کې را وتلي دي.
د نرنګ ولسوالۍ کروندګر میا رسول له نړۍ والو مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دغه کانال وېجاړې شوې برخې ورغوي او کروندګرو ته دې په دې برخه کې لاس ورکړي.
خوست کې ځايي سرچینې وايي، سېلاب دغه ځاني تلفات د مرکز اړوند «شمل» سیمه کې اړولی چې د یوې کورنۍ د مور او پلار په ګډون د هغوی دوه زامن او یوې لور یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی خان محمد وایي، سیلابونو یې کرنیزه ځمکه تخریب کړې او دغه راز یې په څلور جریبه ځمکه حاصل ته رسیدلي تازه سبزجات او نور فصلونه له منځه وړي او دوی ته یې په زیاته اندازه مالي زیانونه هم اړولي دي.
په خوست ولایت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست طالب مسوولین وايي، د تېرو دوو ورځو راهیسې د سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.