sent to Etilaatroz

په فارياب او سرپل کې د مرګونو سیلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: په فارياب او سرپل کې د طالبانو ځايي مسوولين وایي، چې په دې دوو ولايتونو کې د سختو سيلابونو د راوتلو له امله ۱۴ تنه مړه شوي دي.

د طالبانو د ځايي مسوولينو په وينا، تېره شپه (چهارشنبه، ۲ د غبرګولي) د فارياب ولسوالۍ د کوهستان ولسوالۍ ځينو برخو او د سرپل په کوهستانات ولسولۍ کې سخت سيلابونه راوتلي دي.

په فارياب کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ وياند عبدالله مرادي ويلي، چې سېلاب د کوهستان ولسوالۍ په «هشتمین»، «تګاب ایماق» او «غرجي» کليو کې نهه تنه مړه کړي او څو کورونه يې ويجاړ کړي دي.

ورته مهال سرپل کې د طالبانو د والي وياند هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېره شپه د کوهستانات ولسوالۍ په «صوفک» کلي کې د سېلابونو د راوتلو له امله يو ماشوم او څلور ښځې مړې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په کوهستاناتو کې سېلابونو ۱۵۰ کورونه هم ويجاړ کړي دي.

په فارياب کې څو ورځې وړاندې هم مرګوني سېلابونه راغلي وو. د شمېرو له مخې، په فارياب کې د وروستيو سيلابونو له امله تر ۱۸۰ زيات کسان مړه شوي دي.