اطلاعات روز: د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي يان اګلينډ وايي چې د ناټو غړو هيوادونو په افغانستان کې...
د تورخم لپاره د طالبانو د کمیسارۍ مرستیال نصرت الله اخندزاده وایي، چې یاده ماشومه صادقه نومیده او د سپین غر ولسوالۍ اړوند «مامند» اوسیدونکې وه.
یو شمیر نور ارزګانیان چې روغتون ته یې خپل ماشومان راوستلي وایي، چې د کمزوري اقتصاد له امله نه دي توانیدلي چې خپلو ماشومانو ته د موسم سره سم چاپیریال برابر کړي.
هغه میندې چې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته شوي وایي، چې زیاتره کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشي کولای چې خپلو اولادونو ته څه ډول چې لازمه ده په پوره ډول خواړه ور ورسوي.
د هلمند ولايت څخه راغلی سيدګل زياته کړه، چې د خراب اقتصادي وضعيت له امله يې هيڅ ډول حفظ الصحه نه ده برابره او له موسېساتو په شته برخو کې د مرستې غوښتنه کوي.
روغتیاپالان وایي، په کم عمر کې واده، باکيفيته خوړو ته نه لاس رسی، بې وزلي، بې سوادي او د زیږون ترمنځ د فاصلي نه مراعت کول هغه لاملونه دي چې په ماشومانو کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.
د سرچینې په حواله چې په خوست کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ پولیسو تېره شپه (دوشنبه، ۹ زمري) د ځانګړو عملیاتو پر مهال د دغه ماشوم جسد د هغوی د یو ګاونډي په کور کې په داسې مهال پیدا کړ، چې له وژلو وروسته یې په یو تشناب کې غورځولی و.
د سره صليب نړيوالې کميټې ويلي، چې که څه هم په افغانستان کې جنګ کم شوی دی، خو د ۲۰۲۱ کال تر اګست مياشتې وروسته د ماين او نورو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله مرګ ژوبله زياته شوې ده.
يوناما ويلي، چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې څخه چې طالبان واک ته رسېدلي دي، بيا د ۲۰۲۳ کال د می تر مياشتې يې د يو زر او ۹۶ تنو وژل کېدل او د دوه زره او ۶۷۹ تنو ژوبلېدل ثبت کړي دي. د يوناما په وينا، د دې مرګ ژوبلې درې پر څلور برخه ملکيان دي چې ټولټال ۷۰۱ تنه وژل شوي او ۱۱۳ نور ژوبل شوي دي.
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز په شپږمه ناحیه کې یو ۱۰ کلن ماشوم د سیند اوبو ډوب او مړ شوی دی.