ذبیح الله مجاهد: پر خوست د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې پاکستاني پوځ تېره شپه (دوشنبه، ۳ د لیندۍ) د خوست د ګربز ولسوالۍ اړوند «مغلګۍ» سیمه کې پر یو کور بمبار کړی، چې پر مهال یې یوه میرمن او ۹ ماشومان وژل شوي دي.

مجاهد نن سهار ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې پاکستاني پوځ د خوست سربیره په پکتیکا او کونړ کې هم هوایي بریدونه کړي، چې څلور ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې پاکستاني پوځ دغه بریدونه تېره شپه ۱۲:۰۰ بجې د هیواد په دریو ولایتونو؛ خوست، پکتیکا او کونړ کړي دي.

د طالبانو ویاند وایي، چې خوست کې د وژل شویو ماشومانو په ډله کې پنځه یې هلکان او څلور یې نجونې دي. هغه پکتیکا او کونړ کې د ټپیانو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

مجاهد لیکلي: «تېره شپه د شپې ۱۲ بجې د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ مغلګۍ سیمه کې پاکستاني متجاوز پوځ د یو تن ملکي ځایي اوسېدونکي ولایت‌خان ولد قاضي‌میر په کور بمبار وکړ، چې له امله یې ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ نجونې) او یوه ښځه شهیدان شول او کور یې ویجاړ شو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په پیښور ښار کې په یوه وسله وال برید کې پاکستاني سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته