لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال
اطلاعات روز: هلمند کې کې د روغتیا مسوولین وایي، يوازي په تيرو شپږو مياشتو کې ۱۵۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
هلمند کي د شدیدو خوارځواکه ماشومانو د داخلي بستر مسوول ډاکټر بسم الله احمدزي اطلاعات روز سره د يوې مرکې پرمهال وويل چې په دغه ولايت کې ورځ تربلي په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمير زياتيږي او په تيرو ۶ مياشتو کې دوئ ۱۵۰۰ داسي ماشومان د درملني په هدف بيستر کړي دي چې له خوارځواکۍ څخه کړيدل.
هغه وايي په بيستر شوو ماشومان کې ۷۲۰ تنه روغ شوي ۳ تنه مړه شوي ۲۰ تنه د ښه درملني په هدف کندهار او کابل ته انتقال شوي اوپاته نور لاهم بيستر دي.
نوموړی زیاتوي چي د لوږي پر وړاندي د مبارزې یا TFU کلینک ته د هلمند تر څنګ د کندهار ولایت د یوشمېر ولسوالیو څخه هم په خوراځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږي، چي په وینا یې په کلینیک کي هره ورځ هغو مېرمنو ته چي د خپلو ماشومانو سره پایوزانې وي د سوء تغذې د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکوي.
دغه راز د سوء تغذیې د برخې ډاکتره نظیفه واحدي وایي، د پیدایښت ورسته زیات شمېر مېندې خپل ماشومان سم نه تغذیه کوي نوموړې زیاتوي چي هر ماشوم ته باید تر ۲ کلنۍ پوري د مور شیدې ورکړل شي.
واحدي وايي په خوارځواکۍ زیاتره تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کېږي ،چي علت یې د مېندو د ځان او ماشوم حفظ الصحې ته نه پاملرنه ، د ماشومانو تر منځ د زېږون د واټن نه مراعت او په ټولنه کي د عامه پوهاوي نشتووالی دی .
هغې وویل؛ د مور شېدې د ماشومانو لپاره زیاتې ګټورې او ماشوم له ګڼو ناروغیو ژغوري .
ډاکترې نظېفې پر ورته مهال له مېرمنو او د کورنیو له مشرانو غوښتنه وکړه، چي خپلو ماشومانو ته د پوډري شېدو د ورکولو ډډه وکړي ځکه؛ د دې په وینا افغانستان ته بېلا بېل ډول بې کیفیته پوډري شیدې را واردېږي ،چي د ګټې پر ځای یې زیانونه زیات دي.
پر ورته وخت یوشمېر مېرمنو چي یاد کلینیک ته یې خپل ماشومان د درملنې په موخه راوړي وایي،چي بې وزلۍ له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او اوس یې د خوراځواکۍ د درملنې په کلینیک کي بستر کړي دي.
دوئ وایي، چي دلته یې نه یوازي دا چي په ښه توګه د ماشومانو درملنه کېږي بلکي د ډاکترانو لخوا ورته عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.
دوئ زیاتوي،چي یوه میاشت وړاندي یې ماشومان د درملنې په موخه کلینیک ته راوړي خو، د ډاکترانو د ښې درملنې له امله یې اوس ماشومان چاغ او روغتیایي حالات یې ښه شوی دی.
د ماشومانو د ساتنې صندوق ‘save the children’ په خپل تازه راپور کې د افغان ماشومانو وضعیت ته کتنه کړې، دغه صندوق په خپل یو تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.
سیمه کې د ماشومانو د ساتنې دغه نړیوال صندوق د رسنیو مسوولې شارلوټ روز په یو غږیز پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه برابره زیات شوی دی.
د مېرمن روز په خبره دا یوه لویه ستونزه ده ځکه ماشومان د اړتیا وړ روغتیايي توکو ته لاس رسۍ نه لري او یو شمېر ماشومان هم د ډاکټرانو او د درملو د نشتون له امله له درمنلې وړاندې له روغتونه کور ته لېږل کېږي.
د خوړو د نړيوال پروګرام د نوې څېړنې نتیجه ښیي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري او دغه بحران لا د ژور کېدو په حال کې دی.
دغه سروې ښيي چې افغانستان کې د خوړو او تغذیې وضعیت په دوامداره توګه د خرابېدو په حال کې دی او تر اوسه داسې کوم منظم پلان شتون نه لري چې دغه حالات کنترول کړي.