د اروپايي پارلمان غړې: د طالبانو جزایي اصول نامه د ښځو او نجونو پر وړاندې جنسیتي اپارتاید رامنځته کوي

اطلاعات روز: د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، چې د طالبانو جزایي اصول نامه «جنسیتي اپارتاید او د ښځو او نجونو بالفعل غلامۍ رامنځته کوي».

نوموړې ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «طالبانو په افغانستان کې نوی جزایي قانون جوړ کړی. په حقیقت کې دا قانون جنسیتي اپارتاید او د ښځو او نجونو پر وړاندې بالفعل غلامۍ رامنځته کوي.»

هانا نیومن زیاته کړې، چې طالبان د خپلو جنایاتو اړوند ځواب ورکولو په تړاو ناوخته شوې.

هغې ټینګار کړی، چې طالبان به هیڅ کله عادي نه شي.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د دې ډلې «د محاکمو جزايي اصول‌نامه» توشیح کړې او د عملي کیدو اعلان یې کړی دی.

د دې اصول‌نامې تصویب پراخ غبرګونونه راپارولي او بېلابېلو سیاسي بهیرونو یې پایلې د اندېښنې وړ بللې دي.

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو بنسټ ویلي، چې په دې اصول‌نامه کې طالبانو د حنفي مذهب له پیروانو پرته د اسلامي مذاهبو نور پیروان «بدعتيان» بللي او ټولنیز طبقه‌بندي او غلامي یې مشروع ګرځولې ده.

د رواداري د اعلامیې له مخې، په دې اصول‌نامه کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې په سخت فزیکي تاوتریخوالي پورې محدود بلل شوی او رواني او جنسي تاوتریخوالی پکې منع شوی نه دی.

په ورته مهال بیا د طالبانو عدلیې وزارت د دې ډلې د جزايي اصول‌نامې پر وړاندې د نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو پر قوانینو اعتراض کول له شرعي پلوه جرم دی او معترض کسان به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

دې وزارت ویلي، چې د طالبانو تقنیني اسناد له قرآن، سنت او «حنفي فقهې مستندو کتابونو» پر بنسټ تدوین او تصویب شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې د دوی پر قوانینو اعتراض «شرعي او علمي بنسټ نه لري بلکې د جهل او یا هم د تجاهل له مخې ترسره کېږي او شرعاً جرم دی او پر دغو قوانینو اعتراض کوونکي کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته