سویلي کوریا له بېساري ګرمۍ څپې سره مخ ده او تر اوسه لږ تر لږه ۱۶ کسان د ګرمۍ اړوندو ناروغیو له امله مړه شوي دي.
د یونهاپ خبري اژانس د راپور له مخې، د مې میاشتې له ۱۵مې نېټې راهیسې تر اوسه پورې ۲ زره او ۲۵ کسان د سختې ګرمۍ له امله رامنځته شویو ناروغیو لپاره تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ګرمۍ دې څپې په ټول سویلي کوریا کې روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی او حکومت د لومړي ځل لپاره د پلازمېنې سېول د ټولو اوسېدونکو لپاره د سختې ګرمۍ جدي خبرداری صادر کړی دی.
تر اوسه تر ټولو لوړه تودوخه د سویلي کوریا په سوېل ختیځ کې د «یانګسان» ښار کې ثبت شوې چې ۴۲.۵ سانتيګراد ته رسېدلې ده.
دا لومړی ځل دی چې په ۱۹۰۴ کال کې د تودوخې د ثبت له پیل راهیسې د سویلي کوریا د هوا تودوخه ۴۲.۵ سانتيګراد ته رسېږي.
همدارنګه د «دایګو» ښار او د سېول سوېل ختیځ ته د «ګوریونګ» ولسوالۍ تودوخه په ترتیب سره ۴۰.۹ او ۴۱.۲ سانتيګراد ثبت شوې ده.
په پلازمېنه سېول کې هم د هوا تودوخه له ۳۸ سانتيګراد څخه لوړه شوې، چې له امله یې د ښار د ټولو اوسېدونکو لپاره د سختې ګرمۍ جدي خبرداری اعلان شوی دی.
د روان اوړي په اوږدو کې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه د بېساري ګرمۍ له څپو سره مخ شوي دي.
په څو اروپایي هېوادونو کې د سختې ګرمۍ له امله پراخ ځنګلي اورونه لګېدلي او همدارنګه یوازې د جون په میاشت کې په اروپا کې له ۱۰ زرو څخه ډېر اضافي مړینې ثبت شوې دي.
کارپوهان وایي، د اقلیم بدلونونه د دې لامل شوي چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه د سختې ګرمۍ له څپو سره مخ شي.
دوی د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د جدي مبارزې او د فوسیلي سونتوکو د کارونې پر کمولو ټینګار کړی دی.
