کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د سختو ورښتو او سیلابونو د راوتلو له امله دوه کسان مړه او ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
سرچینه وایي، دا سیلابونه تېره ورځ(دوشنبه د زمري ۱۲مه) مازیکر ناوخته دنورګل ولسوالۍ د مزار درې په «سهیل تنګي» سیمه کې را وتلي.
سرچینې ویلي، دسیلابونو له امله د نورګل ولسوالۍ د مزار درې زلزله ځپلو پنډغالی هم زیانمن کړی چې د زلزلې اغېزمن یې له ستونزو سره مخ کړي.
په همدې حال کونړ ګې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست لپاره د مسوولینو هم دا پېښه منلې او تایید کړې ځایي خلکو ته یې ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې ختیځ ولایتونه کې سختو ورښتونو او سیلابونو ځايي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه ور اړولي دي.
