«د مقاومت شورا»: د خاتم‌النبیین پوهنتون تړل د طالبانو له علم او زده‌کړو سره د دښمنۍ څرګندونه ده

Oplus_131072

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» وایي، د طالبانو له خوا د خاتم‌النبیین پوهنتون او د هغه د ټولو څانګو د تړلو پرېکړه، سره له دې چې دغه پوهنتون د لوړو زده‌کړو وزارت رسمي جواز درلود، «خپل‌سری اقدام، له هر ډول حقوقي توجیه څخه بې‌برخې او له علم، زده‌کړو او د اکادمیکو بنسټونو له خپلواکۍ سره د ښکاره دښمنۍ څرګندونه» ده.

دې شورا نن (جمعه، د وږي ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه اقدام زرګونه محصلین، استادان او د هغوی کورنۍ زیانمنې کړې دي. د شورا په وینا، دا پرېکړه ښيي چې طالبان د هېواد د علمي پرمختګ پر ځای د افغانستان د تعلیمي، څېړنیزو او فکري بنسټونو د له منځه وړلو پر لور ګامونه اخلي.

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» همداراز ویلي چې «د افغانستان له پوهنتونونو څخه د حقوقو او سیاسي علومو د څانګو حذفول، د طالبانو د هغې منظمې تګلارې دوام دی چې موخه یې د لوړو زده‌کړو د نظام کمزوري کول، د بشري علومو له منځه وړل، د انتقادي فکر محدودول او د ځوان نسل محرومول له تخصصي زده‌کړو څخه په حقوقو، عدالت، حکومتولۍ او سیاست برخو کې دي.»

د دې شورا په وینا، د دغې تګلارې پایله به د قانون حاکمیت کمزوري کېدل، د هېواد د علمي ظرفیتونو کمېدل او افغانستان له حقوقي او سیاسي برخو کې له مسلکي او ژمنو کادرونو څخه محرومېدل وي.

شورا همداراز پر ازادو رسنیو د محدودیتونو زیاتېدل، د خپلواکو رسنیو تړل، د خبریالانو نیول، ګواښل او ډارول، او د سانسور پراخېدل په کلکه غندلي دي. شورا ویلي چې د بیان ازادي او د رسنیو ازادي د ملتونو له بنسټیزو حقونو څخه دي او هغه ډله چې د زور او ځپنې له لارې د منتقدانو غږ خاموشوي، د خلکو په وړاندې له اخلاقي او سیاسي مشروعیت څخه برخمنه نه ده.

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» په دوام کې لیکلي چې «طالبانو د تبعیضي او انحصار غوښتونکو سیاستونو له لارې د افغانستان د ټولو وګړو، قومونو او مذهبونو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کړي او د هېواد د ادارې له ډګر څخه یې د قومونو، مذهبونو، ملي څېرو او سیاسي ځواکونو په سیستماتیک ډول په ایستلو سره، ملي یووالی، ټولنیز پیوستون او د خلکو باور له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.»

دې شورا له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا، د اسلامي همکاریو سازمان، د سیمې او نړۍ له هېوادونو او د بشري حقونو له ټولو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د بشري حقونو د پرله‌پسې سرغړونو، د بنسټیزو آزادیو د ځپلو، منظم تبعیض، د علمي او مدني بنسټونو د له منځه وړلو او د طالبانو د استبدادي سیاستونو د دوام پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

شورا له دغو بنسټونو غوښتي چې د ټولو حقوقي، سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو په کارولو سره طالبان د افغانستان د خلکو د بنسټیزو حقونو رعایت او حساب ورکولو ته اړ کړي.

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» ټینګار کړی چې «افغانستان د ټولو خپلو وګړو ګډ هېواد دی او هېڅ ډله حق نه لري چې د زور، استبداد، انحصار، تبعیض او ځپنې له لارې د یوه ملت برخلیک یرغمل کړي.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت دوه ورځې وړاندې د خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ. له دې وروسته په کابل کې د دغه پوهنتون د ودانۍ او په غزني کې د هغې د نمایندګۍ دروازې وتړل شوې.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د دغه پوهنتون د جواز د لغوه کېدو دلیل «د وزارت د پالیسۍ نه رعایتول، د اسلامي ارزښتونو سپکاوی او د پوهنتون له حیثیت او مقام څخه ناسمه ګټه اخیستنه» بللې ده.

طالبانو تر دې وړاندې د خاتم‌النبیین مدرسه او د تمدن ټلویزیون هم تړلي وو. دغه درې تعلیمي، دیني او فرهنګي بنسټونه د شیعه دیني عالم آیت‌الله شیخ محمد آصف محسني له خوا جوړ شوي وو او د نوموړي له مړینې وروسته یې د کورنۍ غړو اداره پر مخ وړله.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د «راه فردا» خصوصي ټلویزیون خپرونې هم درولې او د دغه ټلویزیون امتیاز خاوند یې نیولی دی. دغه ډلې همداراز یو شمېر شیعه او هزاره بانفوذه کسان، چې د «افغانستان د شیعیانو د عالي شورا» مشر او غړي هم پکې شامل دي، نیولي او زنداني کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته