د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د «افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز» د طرحې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه مرکز د جوړولو موخه د کورني انټرنېټي ټرافیک خوندي کول دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه، د وږي ۲۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تجهیزات، سیستمونه، تخنیکي خدمتونه او نور وسایل برابر او نصب شوي دي.
د مخابراتو وزارت ویلي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په هېواد کې د انټرنېټي ټرافیک د کورنۍ تبادلې لپاره مهمه زیربنا رامنځته شي. د دې کار موخه د کورني انټرنېټي ټرافیک د لا ښه مدیریت، د اړیکو د کیفیت او سرعت د ښه والي، د معلوماتو د امنیت د پیاوړتیا او له بهرنیو مسیرونو پر زیربناوو د اتکا د کمولو په توګه ښودل شوې ده.
دغه وزارت ویلي چې د پروژې مهمې برخې فایروالونه، سرورونه، د بیکاپ سیستمونه، مجازيسازي، د انټرنېټي ټرافیک د شننې سیستمونه، د لاګونو مدیریت او نور تجهیزات دي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت زیاته کړې چې دغه پروژه په کور دننه د وېبپاڼو، برېښنالیک، «Shared Hosting» او نورو ډیجیټلي خدمتونو د کوربهتوب لپاره لازم ظرفیت برابروي. د وزارت په وینا، دا چاره کولای شي د دولتي ادارو، ښوونیزو بنسټونو او خصوصي سکتور اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.
د دې ډول سیستم بېلګه د ایران حکومت هم جوړه کړې ده چې ورته «ملي انټرنېټ» وايي. دا یو داخلي شبکه ده چې کاروونکو ته اجازه ورکوي د هېواد له دننه وېبپاڼو او خدمتونو سره وصل شي. په تېرو لږ تر لږه یوه کال کې د ایران حکومت درې ځله د جګړې او اعتراضونو له امله انټرنېټ پرې کړی او د دغه هېواد د وګړو لاسرسی یې یوازې تر داخلي شبکې محدود کړی دی.
طالبان په داسې حال کې د «کورني انټرنېټ د تبادلې مرکز» د جوړېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې هم د انټرنېټ د محدودېدو یا بشپړ پرې کېدو په اړه اندېښنې شته.
دغه ډلې تېر کال، د نامعلوم دلیل له امله، د دوو ورځو لپاره د هېواد ټول انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه بند کړي وو. له دې سراسري بندښت مخکې د طالبانو مشر د فایبر نوري انټرنېټ د بندولو امر هم صادر کړی و.
طالبانو په دې وروستیو کې د «سټارلنک» سپوږمکیز انټرنېټ کارول هم منع اعلان کړي دي.
په تېرو پنځو کلونو کې، سره له دې چې طالبانو د افغانستان د وګړو پر حقونو او ازادیو سخت محدودیتونه لګولي، په هېواد کې لا هم انټرنېټ ته لاسرسی شونی دی؛ که څه هم د افغانستان انټرنېټ ورو او ګران دی.
د انټرنېټ فعال پاتې کېدل د طالبانو د اقداماتو څارنه ممکنه کړې او په ورته وخت کې د دې ډلې ځینې محدودیتونه هم له ننګونې سره مخ کوي. طالبانو د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی، خو بیا هم یو شمېر ښځې او نجونې هڅه کوي خپلې زدهکړې د انټرنېټ له لارې دوام ورکړي.
