د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، د وږي ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په دې ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، اسحاق ډار د انرژۍ د بېوقفې عرضې پر دوام او د کښتیو د خوندي او چټک تګ راتګ پر اهمیت ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې دا موضوع په ځانګړي ډول د مخ پر ودې هېوادونو او د نړۍ د اکمالاتي ځنځیرونو لپاره مهمه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکا ترمنځ جګړې ته په اشارې ویلي چې خبرې او ډیپلوماسي لا هم په سیمه کې د سولې او ثبات د تضمین لپاره یوازینۍ عملي لار ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دواړو وزیرانو ټیلیفوني خبرې تایید کړې او ویلي یې دي چې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د ګډو علاقې وړ موضوعاتو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده. دغه وزارت د خبرو نور جزیات نه دي ورکړي.
پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رسمي رول لري او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پای ته ورسېږي. د دغو هڅو په پایله کې دواړو هېوادونو د «اسلاماباد تفاهملیک» په نوم یو هوکړهلیک لاسلیک کړی و، خو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته یې یو بل د دغه تفاهملیک پر نقض تورن کړل او جګړه یې بیا پیل کړه.
د جګړې له بیا پیل سره ایران یو ځل بیا د هرمز تنګی تړلی او د دې نړیوالې اوبهلارې له لارې پر تېرېدونکو څو کښتیو بریدونه شوي دي. امریکا هم د ایران سمندري محاصره بیا پیل کړې ده.
د هرمز تنګي تړل او په یمن کې هممهاله جګړه د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیو د لوړېدو او د سونتوکو د نړیوالې عرضې د کمېدو لامل شوې ده.
