سرچینې وایي چې د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د «سپینې شګې» په سیمه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي، چې جګړه نن ماښام شاوخوا، اووه بجې (یکشنبه، ٢٩ د وږي) پیل شوې او نږدې یو ساعت یې دوام کړی دی.
د سرچینې په وینا، چې په دې نښته کې له دواړو لورو درنې وسلې کارول شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې تر اوسه د جګړې د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
تر اوسه په پکتیا کې د طالبانو امنیتي ادارو او پاکستاني لوري د دې نښتې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا په ګډون د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې وخت ناوخت د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.
