د پېښور عالي محکمې د ۱۷ افغان ډاکټرانو د ایستلو حکم وځنډاوه

Oplus_131072

د پاکستان د پېښور عالي محکمې د ۱۷ افغان ډاکټرانو د ایستلو حکم په موقتي توګه وځنډاوه او اړوندو قانون پلي کوونکو ادارو ته یې امر وکړ چې دغه ډاکټران ونه نیسي او له هېواده یې ونه باسي.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغې محکمې قضايي پلاوي نن (چهارشنبه، د تلې ۲مه) د پاکستان له طبي او غاښونو شورا څخه وغوښتل چې د افغان ډاکټرانو د عریضې په اړه خپل وضاحت وړاندې کړي.

د راپور له مخې، دغه افغان ډاکټران د پېښور په عمومي روغتون او د «نارت وېسټ» روغتون او څېړنیز مرکز کې د تخصصي کارآموزۍ او لوړو زده‌کړو پروګرامونه ترسره کوي.

وروسته له هغې چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا په طبي او غاښونو برخو کې د ټولو افغان زده‌کوونکو د ایستلو حکم صادر کړ، د دغو افغان ډاکټرانو کار او تخصصي زده‌کړې هم ودرول شوې.

دغو ډاکټرانو پېښور عالي محکمې ته د عریضې په وړاندې کولو سره غوښتنه کړې وه چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا حکم، او همدارنګه د هغو دوو روغتونونو لیکونه چې د دوی د کار او زده‌کړو د درولو په اړه وو، «غیرقانوني او خپلسري» وبلل شي.

دوی له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د دواړو روغتونونو مدیریتونه اړ کړي څو سمدستي دوی ته اجازه ورکړي چې خپلو دندو او تخصصي زده‌کړو ته بېرته ستانه شي، او یوازې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د یاد شوي حکم یا د دوی د ویزو د تمدید غوښتنلیکونو د ځنډ له امله د دوی د زده‌کړو د دوام مخه ونه نیسي.

د دغو ډاکټرانو وکیل ویلي چې هغوی د معتبرې تحصیلي ویزې له لارې او د «پاکستان د ډاکټرانو او جراحانو کالج» د فیلوشیپ پروګرام په چوکاټ کې دغه هېواد ته تللي دي. نوموړي ویلي چې د ویزو د تمدید لپاره یې هم قانوني اداري مراحل بشپړ کړي، خو غوښتنلیکونه یې له غیرمعقولې مودې راهیسې بې‌برخلیکه پاتې دي.

د پاکستان طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه د ټولو افغان زده‌کوونکو د ایستلو حکم صادر کړ او د نویو افغان زده‌کوونکو پر منلو یې هم بندیز ولګاوه.

دغه حکم له پراخو غبرګونونو سره مخ شو او د لاهور او سند عالي محاکمو هم د یاد حکم د عملي کېدو مخه په موقتي توګه ونیوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته