راضیه احمدي لا هم ځان د ډاکټرۍ په سپین چپن کې تصوروي؛ له هغه ستېتوسکوپ سره چې یوه ورځ یې غوښتل پر غاړه ځوړند کړي او له هغه راتلونکي سره چې د ترلاسه کولو لپاره یې کلونه هڅې کړې وې خو د هغې خوب هغه مهال له یوه لوی خنډ سره مخ شو چې د پوهنتون د لومړي کال وروستیو ازموینو ته نږدې شوې وه. طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او د راضیه د معالجوي طب زدهکړې نیمګړې پاتې شوې.
د هغې لپاره د پوهنتون تړل کېدل یوازې د یوه تعلیمي پړاو پای نه و، بلکې د هغه راتلونکي له لاسه ورکول وو چې د جوړولو لپاره یې هڅې کړې وې. خو هغې ونه شوای کولای د ډاکټرۍ له خوبه لاس واخلي.
پنځه کاله وروسته له هغې چې په پوهنتون کې یې د زدهکړو لاره بنده شوه، پرېکړه یې وکړه چې بېرته ښوونځي ته لاړه شي؛ نه د یوه نوي خوب د پیلولو لپاره، بلکې د دې لپاره چې داسې لاره ومومي چې خپل پخواني خوب ته یې ورسوي.
راضیه اوس د «پل آموزش برای افغانستان» انلاین ښوونځي د یوولسم ټولګي زدهکوونکې ده. هغې تر دې مخکې د افغانستان په یوه خصوصي پوهنتون کې د معالجوي طب د څانګې لومړی کال لوستی و، خو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته اړ شوه چې د زدهکړو لاره بدله کړي. اوس هیله لري چې د ښوونځي د زدهکړو په بشپړولو او د یوه معتبر تحصیلي سند په ترلاسه کولو سره د افغانستان له بهرنیو پوهنتونونو ته د داخلې غوښتنه وکړي او د طب په څانګه کې خپلې زدهکړې دوامداره کړي. هغه وايي: «حتا که پوه شم چې د مرګ یوه میاشت مخکې به هغه څه ته ورسېږم چې غواړم یې، بیا هم به خپلو هڅو ته دوام ورکړم.»
هغه خوب چې د پوهنتونونو په تړل کېدو ودرېد
راضیه په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په یوه خصوصي پوهنتون کې د معالجوي طب د څانګې د لومړي کال زدهکوونکې وه. هغه مهال د لومړي سمستر وروستیو ازموینو ته نږدې شوې وه چې د پوهنتونونو د تړل کېدو اوازې د محصلانو ترمنځ خپرې شوې.
په پیل کې ورته د دې خبر منل ستونزمن وو. ښايي فکر یې کاوه چې دا به هم له هغو خبرونو څخه وي چې د لنډ وخت لپاره د خلکو پر ژبو وي او وروسته به هېر شي؛ خو ډېر وخت نه و تېر شوی چې اوازې پر واقعیت بدلې شوې او د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې.
هغه وايي: «زما لپاره د پوهنتون او ښوونځي تړل کېدل یوازې د یوه ښوونیز مرکز رخصتي نه وه؛ دا د مرګ په څېر وو. د یوه خوب مرګ، د کلونو هڅو مرګ او د هغه راتلونکي مرګ چې ما د ځان لپاره تصور کړی و.»
پوهنتون ته رسېدل د راضیه لپاره اسانه نه وو. هغې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې دوه ځله د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و. په لومړي ځل یې ۳۰۱ او په دویم ځل یې ۳۱۱ نمرې ترلاسه کړې وې او دواړه ځله د عمومي ارواپوهنې په څانګه کې بریالۍ شوې وه؛ خو له طب سره یې مینه دومره زیاته وه چې د یوه سمستر له لوستلو وروسته یې پرېکړه وکړه خپله تعلیمي لاره بدله کړي او په یوه خصوصي پوهنتون کې د معالجوي طب زدهکړې پیل کړي.
د هغې لپاره د طب د څانګې ټاکل د هغه راتلونکي یوه برخه وه چې غوښتل یې په خپلو هڅو جوړ کړي، خلکو ته خدمت وکړي او هغه هیلې ته ورسېږي چې د پوره کولو لپاره یې له ګڼو ستونزو تېرې شوې وه خو د پوهنتونونو له تړل کېدو سره راضیه ناڅاپه له داسې وضعیت سره مخ شوه چې نور یې د خپل راتلونکي په اړه د خپلې خوښې پرېکړه نه شوای کولای.
د طب زدهکړو ته د رسېدو لاره یې وتړل شوه او په افغانستان کې د زدهکړو دوام د زرګونو نورو نجونو په څېر د هغې پر وړاندې هم په یوه لوی خنډ بدل شو.
له دې وروسته یې څلور کاله په یوه خصوصي ښوونځي کې تدریس وکړ. تدریس هغې ته دا فرصت ورکاوه چې له زدهکړو سره اړیکه وساتي او خپل ژوند ته دوام ورکړي، خو د پوهنتون ځای یې نه شوای نیولای. د زدهکړو خوب یې لا هم په ذهن کې و او د وخت په تېرېدو له منځه لاړ نه هغې فکر کاوه چې څنګه بېرته پوهنتون ته ستنه شي او هغه نیمګړې لاره بشپړه کړي. د راضیه لپاره اصلي ستونزه یوازې دا نه وه چې نور په افغانستان کې په پوهنتونونو کې زدهکړې نه شي کولای؛ ستونزه دا وه چې خپل هماغه هدف ته د رسېدو لپاره باید بله لاره پیدا کړي هغې نه غوښتل چې د پوهنتونونو تړل کېدل د هغې د خوب د تلپاتې پای په معنا وي.
بېرته ښوونځي ته ستنېدل؛ پوهنتون ته د رسېدو بله لاره
کله چې مې له راضیه وپوښتل چې ولې یې پرېکړه کړې بېرته ښوونځي ته لاړه شي، په داسې حال کې چې مخکې یې د پوهنتون لومړی کال لوستی و، هغې وویل چې دا پرېکړه پوهنتون ته د بېرته رسېدو لپاره د یوې لارې موندلو هڅه ده؛ ځکه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته اړ شوې چې خپل هدف ته د رسېدو لپاره بله لاره غوره کړي.
هغه وايي، اوس چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي، پرېکړه یې کړې چې د ښوونځي دوره بېرته بشپړه کړي، د افغانستان له بهرنیو پوهنتونونو ته د داخلې غوښتنه وکړي او د طب په څانګه کې خپلې زدهکړې دوامداره کړي.
راضیه دا لاره له لسم ټولګي پیل کړې ده. د «پل آموزش برای افغانستان» ښوونیز پروګرام دوه برخې لري: عادي او چټکه. په عادي پروسه کې د ټولګیو بشپړول ډېر وخت نیسي او د زدهکړې موده د زدهکوونکو د وړتیاوو له مخې ټاکل کېږي. خو چټکه پروسه هغو نجونو ته دا فرصت برابروي چې د زدهکړو د محدودیتونو له امله له زدهکړو پاتې شوې دي، په یوه کال کې درې ټولګي بشپړ کړي.
چټکه پروسه هم دوه برخې لري: چټکه الف چې اووم، اتم او نهم ټولګي رانغاړي، او چټکه ب چې لسم، یوولسم او دولسم ټولګي پکې شامل دي. راضیه خپلې زدهکړې له لسم ټولګي بېرته پیل کړې او اوس د یوولسم ټولګي زدهکوونکې ده. هغه هیله لري چې د دولسم ټولګي په بشپړولو سره اړین تحصیلي سند ترلاسه کړي او د بورس او له افغانستانه بهر پوهنتون ته د داخلې لپاره غوښتنه وکړي.
خو بېرته ښوونځي ته ستنېدل د راضیه لپاره اسانه نه وو. هغې مخکې ښوونځی بشپړ کړی او پوهنتون ته تللې وه؛ خو اوس باید بېرته په ټولګي کې کښېني او درس ووایي، څو له افغانستانه بهر د زدهکړو د دوام زمینه ورته برابره شي. له دې ستونزې سره سره یې پرېکړه وکړه چې دا لاره ووهې، ځکه نه یې غوښتل د پوهنتونونو تړل کېدل د هغې د خوب پای وي.
راضیه دا لاره له شاوخوا ۶۰ نورو نجونو سره یوځای پیل کړې وه. ډېری یې لا هم زدهکړو ته دوام ورکوي، خو ځینو نورو ونه شوای کولای چې دا لاره تعقیب کړي. د دې اصلي لاملونه نیول کېدل، وېره او د ټولنیزو پایلو او د کورنیو د حیثیت د زیانمنېدو اندېښنه وه.
د راضیه لپاره هر ټولګی چې بشپړوي، خپل هدف ته یو بل ګام دی؛ هغه هدف چې د ترلاسه کولو لپاره یې کلونه هڅې کړې دي. هغه لا نه پوهېږي چې کله به بېرته پوهنتون ته ننوځي، بورس به ترلاسه کړي او د طب په څانګه کې به خپلې زدهکړې دوامداره کړي؛ خو پوهېږي چې د دې فرصت د ترلاسه کولو لپاره باید زدهکړو ته دوام ورکړي. له همدې امله، له ټولو ستونزو سره سره لا هم درس وايي او هیله لري چې یوه ورځ بېرته خپل طبي خوب ته ورسېږي.
کله چې ښوونځي ته تګ له وېرې سره مل وي
وېره د راضیه او د هغې د ټولګیوالو د زدهکړو د لارې یوه برخه ګرځېدلې ده. ټولګي ته تلل، چې باید د زدهکوونکو لپاره یو عادي او ورځنی کار وي، د دغو نجونو لپاره د طالبانو له ځواکونو سره د مخامخ کېدو له اندېښنې سره مل دي.
هغوی د زدهکړو د دوام لپاره نه یوازې خپلو درسونو ته فکر کوي، بلکې دا احتمال هم په پام کې نیسي چې له هغو ځواکونو سره مخ شي چې د دوی پر تګ راتګ پوښتنې او محدودیتونه لګولای شي.
راضیه هغه شېبې یادوي چې د تګ راتګ پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له ځواکونو سره مخ کېږي. هغه وايي، په داسې شېبو کې احساس کوي چې روح یې له بدن څخه وځي او بېرته راګرځي. «زموږ د زدهکړو ځای تر ښوونځي ډېر د کورس په څېر دی. هغوی د پلټنې لپاره راځي او هر ځل چې راشي، فکر کوم چې عمر مې پای ته رسېږي.»
راضیه زیاتوي چې هغه او ټولګیوالې یې اندېښنه لري چې که ونیول شي، د کورنیو به یې څه حال وي او د داسې پېښې پایلې به د دوی پر ژوند څومره اغېز وکړي.
د هغوی لپاره د نیول کېدو احتمال د کورنۍ د غبرګون، د ټولنې د قضاوت او د زدهکړو د راتلونکي په اړه اندېښنې هم رامنځته کوي.
د هغې په وینا، همدا اندېښنې د دې لامل کېږي چې له زدهکړو سره د لېوالتیا سربېره، ښوونځي ته تلل تل له وېرې سره مل وي. هغه نجونې چې غواړي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، اړ دي چې د درسونو او ښوونیزو پروګرامونو ترڅنګ، ټولنیز فشارونه او د خپل تګ راتګ د پایلو په اړه اندېښنې هم وزغمي.
خو راضیه وايي، تر دې مخکې یې هم په ناامنو شرایطو کې زدهکړو ته دوام ورکړی و. د جمهوري نظام پر مهال امنیتي ګواښونه، ځانمرګي بریدونه او چاودنې د خلکو د ورځني ژوند برخه وې. له دغو خطرونو سره سره، زدهکوونکي او محصلان ښوونځیو او پوهنتونونو ته تلل او هڅه یې کوله خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
هغه وايي: «هغه وخت هم پوهېدو چې ښايي هره ورځ مو د ژوند وروستۍ ورځ وي، خو بیا مو هم دوام ورکړ او اوس به هم دوام ورکوو.»
د راضیه لپاره دا تجربه د وېرې له پامه غورځول نه دي، بلکې په دې معنا ده چې وېره باید وروستۍ پرېکړه ونه کړي. هغه پوهېږي چې غوره کړې لاره یې اسانه نه ده او ښايي له نورو خنډونو سره هم مخ شي؛ خو نه غواړي اوسني محدودیتونه د هغه خوب پای وي چې لا هم یې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
کورنۍ؛ د طب د خوب د پوره کولو تکیهځای
د طالبانو راتګ راضیه ته لویه روحي ضربه ورکړه. هغې احساس کاوه چې د هغې د راتلونکي یوه لویه برخه چې د ځان لپاره یې جوړه کړې وه، ناڅاپه ترې اخیستل شوې ده.
خو د ټولو ستونزو په منځ کې د کورنۍ ملاتړ ورسره مرسته وکړه چې خپله هیله له لاسه ورنه کړي او د یوې نوې لارې د موندلو هڅه وکړي.
راضیه وايي، نېکمرغه ده چې مور او پلار یې تل ملاتړ کړی او هڅولې یې ده چې زدهکړې وکړي او د خپل راتلونکي لپاره هڅې وکړي. د هغې په وینا، د نن ورځې د بریاوو لویه برخه یې د همدې ملاتړ پایله ده.
د کورنۍ ملاتړ ورسره مرسته کړې چې د خپلې تعلیمي لارې له بدلېدو سره سره، لا هم د زدهکړو دوام ته فکر وکړي او خپل هدف ته د رسېدو له هڅو لاس وانخلي.
هغه کورنۍ د ماشومانو د راتلونکي په جوړولو کې یو له مهمو عواملو څخه بولي. د راضیه په باور، په داسې شرایطو کې چې د افغانستان نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، د داسې کورنۍ لرل ځانګړی اهمیت لري چې د زدهکړو او د دوی د انتخاب د حق ملاتړ وکړي. دا ډول ملاتړ نجونو ته فرصت ورکولای شي چې د بهرنیو ستونزو ترڅنګ، د خپل راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي او خپل خوبونه تعقیب کړي.
د راضیه لپاره د کورنۍ ملاتړ یوازې د زدهکړو د زمینې برابرول نه دي، بلکې د نجونو د دې حق منل هم دي چې خوبونه ولري، پرېکړې وکړي او د خپلې خوښې ژوند د جوړولو لپاره هڅې وکړي. هغه غواړي یوه ورځ د مور او پلار هیله پوره کړي؛ هغه ورځ چې دوی یې په سپین ډاکټري چپن کې او له ستېتوسکوپ سره پر غاړه وویني.
راضیه د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د خدمت خوب لري د هغې لپاره ډاکټري یوازې یو مسلکي عنوان نه دی، بلکې د هغو انسانانو د مرستې لاره ده چې پاملرنې او درملنې ته اړتیا لري.
هغه وايي: «باور لرم که د یوه انسان حالت ښه کړای شم، زما خپل حالت به هم بېشکه ښه شي.»
باید ونه درېږو
د راضیه ژوند، د افغانستان د ډېرو نورو نجونو د ژوند په څېر، له سختو ورځو او نامعلوم راتلونکي سره مل و. هغه د هغو شپو یادونه کوي چې کله ناکله یې فکر کاوه ښايي نور سهار را نه شي؛ خو سهار به بیا راورسېد او ژوند به دوام وکړ.
د هغې لپاره د لمر راختل د دې حقیقت یادونه ده چې باید ونه درېږي. راضیه د افغانستان له نجونو غواړي چې پر خپلو خوبونو باور ولري او هېڅکله له هڅو لاس وانخلي. د هغې په باور، شرایط د ټولو لپاره یو شان نه دي او ډېرې نجونې د زدهکړو له محرومیت سربېره، له کورنیو او ټولنیزو فشارونو سره هم مخ دي. خو هغه هیله لري چې هېڅ یوه نجلۍ خپل خوبونه مخکې له دې پرېنږدي چې د پوره کولو لپاره یې د هڅې فرصت ومومي.
هغه د افغانستان له کورنیو هم غواړي چې د خپلو اولادونو د راتلونکي ملاتړ وکړي او خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې زدهکړې وکړي او د خپل ژوند د جوړولو لپاره هڅې وکړي.
د هغې په باور، د زدهکړو او خپلواکۍ د فرصت برابرول نجونو سره مرسته کولای شي چې خپلې وړتیاوې وروزي او د خپل راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي؛ داسې راتلونکی چې باید یوازې هغو انتخابونو ته محدود نه وي چې نور یې ورته په پام کې نیسي.
راضیه د « د افغانستان د زدهکړو پُل » له کارکوونکو هم مننه کوي؛ هغه بنسټ چې د هغې په وینا، په داسې شرایطو کې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې وې، دوی ته یې د زدهکړو د دوام فرصت برابر کړی دی. د هغې او هغو نجونو لپاره چې په دې پروګرام کې زدهکړې کوي، دا فرصت د هغې لارې د دوام امکان دی چې له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې ده.
راضیه لا ډاکټره شوې نه ده. هغه اوس د یوولسم ټولګي زدهکوونکې ده او د ښوونځي بشپړولو، بورس ته د غوښتنلیک، پوهنتون ته د داخلې او د سپین ډاکټري چپن اغوستلو لپاره لا اوږده لاره په مخ کې لري. لا څرګنده نه ده چې دا لاره به څومره وخت ونیسي او له کومو نورو خنډونو سره به مخ شي. خو روښانه خبره دا ده چې د پوهنتونونو تړل کېدو هغه له خپل هدف څخه د رسېدو له هڅو نه ده منصرف کړې.
هغه وايي: «حتا که پوه شم چې د مرګ یوه میاشت مخکې به هغه څه ته ورسېږم چې غواړم یې، بیا هم به خپلو هڅو ته دوام ورکړم.»
