کونړ او نورستان کې ځايي خلک او سرچینې وايي، د ځنګلوهنې او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د طالبانو ژمنې او فعالیتونه یوازې تر شعارونو او ظاهري اقداماتو محدود پاتې دي.
دوی د طالبانو د نظام له لوري په دغو ولایتونو کې د ځنګلوهنې او قاچاق د مخنیوي په موخه د شنې قطعې د ځواک او د ولسي تړو رامنځته کول د خلکو تېر ایستل او د فکر بدلولو هڅې یادوي.
سیمهییز خلک او سرچینې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د شنو ځنګلونو د رېبلو او د لرګیو د قاچاق د دوامدارې لړۍ لامل د طالبانو د اړوندو ځايي مسوولینو لاس لرل په ګوته کوي.
د کونړ او نورستان خلک د طالباني رژیم له لوړپوړو مسوولینو د ځنګلوهنې او قاچاق د مخنیوي په موخه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي او ځايي سرچینې شکایت کوي چې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل ولکې له رامنځته کېدو وروسته په دغه ولایت کې د ځنګلوهنې او قاچاق لړۍ لا هم نه ده درېدلې او په دې برخه کې د طالبانو ژمنې او شعارونه د خلکو تېر ایستل دي.
سرچینې وايي، د یاد ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې شنه ځنګلونه تر رېبلو څه موده وروسته د پخوانیو او زړو لرګیو تر نامه لاندې د شپې په تیاره کې نورو سیمو ته لېږدول کېږي.
د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکی احمد سالار له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:
: «د کونړ د نورو ولسوالیو ترڅنګ په غازي اباد ولسوالۍ کې هم د ځنګلونو رېبل او قاچاق نه دی بند شوی. طالبان هر وخت وعدې او شعارونه ورکوي چې د ځنګلوهنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې جدي هڅې پیل کړې؛ خو د غرونو په لوړو کې لا هم ځنګلونه پرې کېږي او کله چې ونې وچې شي، بیا یې په دې خاطر چې خلک یې ونه ویني، د شپې پر مهال نورو ساحو ته انتقالوي.»

کونړ کې سیمهییزې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلوهنې مخه له دې امله نه ده نیول شوې او دا لړۍ ځکه په تدریجي ډول روانه ده چې ځنګلوهوونکي او قاچاقبران په اړوندو سیمو کې د طالب مسوولینو په همغږۍ او غیرمستقیمې همکارۍ دا چاره پرمخ وړي.
سرچینې زیاتوي چې طالبان په ښکاره ډول د ځنګلوهنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي خبرې کوي؛ خو د پردې تر شا له ځنګلوهوونکو او قاچاقبرو سره یو لاس دي او په خبره یې، دا هر څه د طالب مسوولینو له لوري د باج اخیستو په بدل کې کېږي.
د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي، چې په مستعار نوم (هدایت شاه ساپي) یاد شوی، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «د ځنګلوهنې او قاچاق د مخنیوي شعارونه تشې خبرې دي او د کونړ د نورو سیمو په شان په ناړۍ ولسوالۍ کې هم د ځنګلونو لو ګډ دی. دا لو ځکه نه دی درېدلی چې د طالبانو ځايي مسوولین له ځنګلوهوونکو سره همغږي او همکار دي او له ځنګلوهوونکو او قاچاقبرو باج اخلي. د باج په بدل کې د ځنګلوهنې او قاچاق بهیر په تدریجي ډول روان دی.»
د کونړ ځايي خلک وايي، طالبانو که څه هم په دې ولایت کې د شنې قطعې په نوم د ځنګلوهنې د مخنیوي په موخه ۱۲۰ کسیز ځواک هم جوړ کړی؛ خو په خبره یې، د دې قطعې فعالیت تر اوسه د ځنګلونو درد ته نه دی دوا شوی.
د خلکو په وینا، واک ته د دویم ځل لپاره د طالبانو له رسېدو وروسته په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې د ځنګل زرګونه شنې ونې وهل شوې او طالبانو ته د باج ورکونې په بدل کې نورو سیمو ته لېږدول شوې دي.
«کونړ کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ځنګلوهنې د مخنیوي په موخه د شنې قطعې ۱۲۰ کسیز ځواک جوړ کړی؛ خو د دې قطعې فعالیت تر اوسه کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې؛ ځکه لا هم د کونړ په لرې پرتو سیمو کې شنه ځنګلونه رېبل کېږي او د ونو له وچېدو وروسته نورو سیمو او یا هم د ترکاڼۍ کارخونو ته لېږدول کېږي. د لرګیو په دغه لېږد کې د طالبانو اړوند ځايي مسوولین شریک دي او د باج په بدل کې لرګي نورو سیمو ته انتقالېږي.»

په همدې حال کې د نورستان ځايي اوسېدونکي هم د دغه ولایت په مرکز او لرې پرتو ولسوالیو کې له ځنګلوهنې او قاچاق سر ټکوي او په دې برخه کې د طالبانو ژمنې او شعارونه د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندل یادوي.
دوی وايي، طالبان وخت ناوخت د یو شمېر ځنګلوهوونکو او قاچاقبرو له نیولو خبر ورکوي؛ خو د څو ورځو په تېرېدو یې بېرته خوشې کوي، چې له همدې امله ځنګلوهوونکي او قاچاقبران د شنو ځنګلونو د رېبلو جرئت کوي.
د نورستان د وانت ولسوالۍ اوسېدونکی کبیر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «نورستان چې له نیمايي زیاته برخه یې په ځنګلونو پوښل شوې، هر کال د ژمي موسم له رارسېدو وړاندې ځنګلونه پرې کېږي او قاچاقبران یې د بېلابېلو تکتیکونو پر مټ نورو سیمو ته انتقالوي او هلته یې خوندي کوي، چې د وخت په تېرېدو یې بیا قاچاق کوي. د ځنګلوهنې او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د طالبانو ژمنې او مطبوعاتي شعارونه یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندل دي؛ ځکه که چېرته یو یا دوه نفره د ځنګلوهنې په تور ونیول شي، څو ورځې وروسته یې له سزا ورکولو پرته بېرته خوشې کوي، چې له همدې امله ځنګلوهوونکي جرئت پیدا کوي او د ځنګلوهنې او قاچاق مخه نه ډب کېږي.»

دوی اندېښنه څرګندوي، که د طالبانو حکومت د ځنګلوهنې او د لرګیو د ناقانونه لېږد مخه ونه نیسي؛ نو په دغه ولایت کې به شته ځنګلونه د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ شي.
د نورستان یو شمېر نور اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د ژمي موسم له رارسېدو وړاندې خلک د سون توکو په موخه د ځنګلونو ونې پرې کوي او بیا یې د ځنګلونو په منځ کې پټ ساتي، ترڅو هلته لرګي وچ او بیا یې د سون لرګیو په پلمه له غرونو راښکته او خپلو کورونو ته انتقال کړي.
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی فضل احمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «د نورستان په مرکز پارون، کامدېش، برګمټال، واما، کانتیوا، وانت، وایګل او د غربي نورستان په درېګونو ولسوالیو کې د اوړي په موسم کې ځنګلونه وهل کېږي. لرګي یې د وچولو په موخه د ځنګل دننه پرېږدي او چې د ژمي موسم رانږدې شي، بیا یې راښکته کوي او پلمه یې دا وي چې وچ لرګي مو راټول کړي او د سون توکو په موخه یې استفاده کوو. زموږ غوښتنه دا ده چې د دې کار د مخنیوي لپاره باید د طالبانو حکومت جدي اقدامات وکړي؛ ګنې د دې چارې دوام به ځنګلونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ کړي.»
د نورستان ځايي اوسېدونکي دغه راز تور پورې کوي چې په دې ولایت کې طالبان او قاچاقبران ځنګلونو ته په قصدي ډول اور اچوي، چې بیا یې پړه پر شپنو او سیلانیانو اچوي.
د سیمې خلک وايي، ځنګلونو ته نه شپانه اور اچوي، نه سیلانیان او نه هم د تودوخې درجې د لوړوالي له امله اورلګېدنه رامنځته کېږي. د دوی په خبره، طالبان او د لرګیو قاچاقبران د لرګیو د پلور په موخه ځنګلونو ته اور اچوي او له دې لارې په مېلیونونو افغانۍ عواید ترلاسه کوي.
د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله نوري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «واما ولسوالۍ کې هر کال په ځنګلونو کې اور لګېږي. طالبان بیا د دې ملامتي پر سیلانیانو او شپنو اچوي چې هغوی د پخلي لپاره اور بلوي او بیا ځنګل ته لار کوي؛ خو داسې نه ده. طالبان او قاچاقبران یو لاس دي، په قصدي ډول ځنګل ته اور اچوي. دا اور بیا تر څو ورځو دوام کوي، چې په دې موده کې په برقي ارو باندې ونې پرې کوي او بیا یې نورو سیمو ته انتقالوي او له دې لارې په مېلیونونو افغانۍ لاسته راوړي.»
موږ هڅه وکړه چې په کونړ او نورستان کې د ځنګلوهنې، قاچاق، د خلکو د نیوکو، اندېښنو، شکایتونو او غوښتنو په تړاو د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو د مسوولینو نظرونه ترلاسه کړو؛ خو له درې ورځو انتظار سربېره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر واخلو.
د چاپېریال ساتنې اړوند کارپوهان وايي، که په هېواد کې د ځنګلوهنې، قاچاق او ځنګلسوځونې مخه ونه نیول شي، د تودوخې درجه به لا لوړه او چاپېریال به له ستر کړکېچ سره لاس او ګرېوان شي.
