اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو روغتیایي مسوولان په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو له لوري د ۹،۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د واکسين د ساتنې او پاملرنې لپاره د يخچالونو او سړې خونې د جوړېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست څخه نن (دوشنبه، ۵ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) په مالي ملاتړ د واکسين ساتنې معیاري سولري یخچالونه دوی ته سپارل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې یاد یخچالونه د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري او موخه یې په هلمند ولایت کې د واکسینونو د ساتنې ظرفیت لوړول او روغتیايي خدمتونه لا اغېزمن کول دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر، په ځانګړي ډول سویلي ولایتونو کې، د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
