یو شمېر افغان ښځو او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، د جنوبي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا سره په لیدنه کې د طالبانو له لوري د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې ده.
د جنوبي افریقا حکومت د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) په ایکس کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دغه لیدنه د «ښځو ورځې» د لمانځغونډې په څنډه کې د تشوان په ښار کې ترسره شوې ده.
د جنوبي افریقا د ولسمشرۍ دفتر ویلي: «ملالې او د افغان ښځو استازو په دې لیدنه کې د طالبانو له لوري د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې باید ډاډ ترلاسه شي څو د افغان ښځو غږ د عدالت او حساب ورکونې لپاره د نړیوالو هڅو په مرکز کې وي.»
شکردخت جعفري، چې د سرطان د وړانګو د درملنې د دوز معلومولو وسیلې اختراع کوونکې او د «پل آموزش برای افغانستان» بنسټ ایښودونکې ده، د دې غونډې له ګډونوالو څخه وه.
هغې په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې په دې غونډه کې افغان ښځو له جنوبي افریقا څخه د «عملي ملاتړ» غوښتنه وکړه.
جعفري ویلي: «نن موږ له د جنوبي افریقا له ولسمشر څخه یوازې دا ونه غوښتل چې له افغان نجونو سره خپله همدردي څرګنده کړي؛ بلکې غوښتنه مو وکړه چې دغه همدردي پر یوه واقعي فرصت بدله کړي.»
هغې زیاته کړې، چې په ځانګړي ډول یې له ولسمشر رامافوسا غوښتي، څو جنوبي افریقا افغان نجونو ته تحصیلي بورسونه ورکړي او هغه آنلاین تعلیمي اسناد په رسمیت وپېژني چې د «پل آموزش برای افغانستان» له لوري ورکول کېږي.
ملالې یوسفزۍ هم په ایکس کې په یوه پیغام کې د جنوبي افریقا د ولسمشر له «ریښتینې همدردۍ او تعامل» څخه له افغان ښځو سره مننه کړې ده.
هغې ویلي، افغان ښځې «د جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جرم په توګه د په رسمیت پېژندلو د غوښتنې مشري کوي.»
یوسفزۍ د طالبانو د ښځو پر وړاندې د تګلارو په انتقاد کې ویلي، چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال ته نږدې کېږي؛ داسې مهال چې د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه لګېدلي او د نجونو پر زدهکړو بندیز دوام لري. د هغې په وینا، د عدالت د تأمین او د دې ډاډ لپاره چې جنسیتي اپارتاید په هېڅ ځای کې ځای ونه لري، د جنوبي افریقا مشرتابه مهم دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو او له ډېرو دندو منع کړې دي. همداراز د ښځو پر سفر، ورزش، روغتیايي خدمتونو ته پر لاسرسي، جامو او حتی ځینو شخصي چارو؛ لکه عامه حمامونو او ښځینه ښکلا سالونونو ته پر تګ، سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
د ښځو اعتراضي خوځښتونو، د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو په تېرو پنځو کلونو کې کمپاینونه پیل کړي او د اعتراضونو، دیپلوماتیکو ناستو او له هېوادونو او نړیوالو حقوقي بنسټونو، په ځانګړي ډول د اروپا له پارلمانونو سره په خبرو کې یې غوښتنه کړې چې د طالبانو دغه تګلارې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
همداراز افغان ښځو له ملګرو ملتونو او نړیوالې جنایي محکمې غوښتي چې جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژني.
